حمید حسن هند کې له تمریناتي کمپ سره یوځای شو

حمید حسن د انځور حقوق .
Image caption حمید حسن څو کاله وړاندې د پښې د ټپ له امله له لوبو لرې شو.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی حمید حسن په هند کې له روان تمریناتي کمپ سره یوځای شوی، چې په راتلونکو نړیوالو لوبو کې د نوموړي د ګډون لپاره ارزونه وکړي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی حمید حسن په هند کې له روان تمریناتي کمپ سره یوځای شوی.

د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي، په دغه کمپ کې د حمید حسن د لوبېدو موخه دا ده چې روزونکي مالومه کړي، چې هغه د آیرلنډ پر وړاندې را روانه لړۍ کې لوبېدی شي که نه.

په هند کې تمریناتي کمپ تېره اونۍ په بنګلور ښار کې پیل شوی او ۲۲ ورځې به روان وي.

حمید حسن څو کاله وړاندې د پښې د ټپ له امله له لوبو لرې شو.

حمید حسن: تېره شپه مې کور ته بم را وغورځول شو

حمید حسن: که روغتیا مې ښه نه شي نړیوال کرېکټ پرېږدم

حمید حسن لندن کې له عملیات وروسته کابل ته ستون شو

بالنګ کې د حمید حسن ځانګړی ویاړ

خو ښاغلی هوتک وایي، چې اوس یې د بېرته لوبیدو امکان شته.

دغه ۲۲ ورځنی تمریناتي کمپ تېره اونۍ د هندوستان په بنګلور ښار کې پیل شوی او موخه یې هم د ایرلنډ پر وړاندې د لوبلړۍ (سېریز) او د روان ۲۰۱۹ کال نړیوال جام یو ورځنیو لوبو لپاره بشپړ چمتووالی دی.

حمید حسن په ټولو ۳۵ شل اوريزو لوبو کې برخه اخیستې او ۵۴ لوبغاړي يې سوځولي دي.

حميد حسن د افغانستان يو تر ټولو تېز توپ اچوونکی دی، چې د انګلستان په کلبونو کې يې هم لوبې کړې او ستايل شوی دی.

افغانستان کرېکټ بورډ حمید حسن د ۲۰۱۰ کال غوره لوبغاړی بللی و او د ۲۰۱۱ کال ۲۰ اووریزو او یوه ورځنیو لوبو لپاره یې کپټان ټاکلی و.

اړونده مطالب

ورته مطالب