کرېکټ: افغانستان ایرلنډ‌‌‌‌‌‌ سره لوبو ته لوبډله اعلان کړه

  • 7 فبروري 2019 - 18 سلواغه 1397
کرېکټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان له ایرلنډ سره په هند کې شل اوریزې، یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ بوډ د پنجشنبې په ورځ له ایرلنډ سره د راتلونو شل اوریز، یو ورځنیو او یوې ټېسټ لوبې لپاره لوبډلې اعلان کړې. دواړه ټیمونه به په هند کې درې شل اوریزې، پنځه یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه کوي. ټولې لوې به د هند په دهرادون ښار کې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وایي، د روان کال نړیوال جام لوبو ته په پام سره دوی هڅه کړې چې د ایرلنډ پر ضد دې لوبو کې ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړي.

اصغر افغان د تېر په څېر د درې واړو لوبډلو لوبډلمشر اعلان شوی دی. په نورو مهم لوبغاړو کې راشد خان، محمد نبي، حضرت ځاځی، مجیب ځدراڼ سمیع الله شنیواری، محمد شهزا او نور شامل دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي ته وویل، دایرلنډ پر وړاندې ټېسټ لوبه د افغانستان تاریخ کې دویمه ټېسټ لوبه ده او د لوبغاړو د تجربې زیاتېدلو کې ګټوره ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اصغر افغان به د ملي لوبډلې کپتاني کوي

د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډله کې عثمان غني، تجیب ترکی، حضرت الله ځاځی، سمیع الله شینواری، محمد نبي، شفیق الله شفق، راشد خان، نجیب ځدراڼ، کریم جنت، فرید احمد ملک، سید احمد شېرزاد، ضیاالرحمن شریفي، مجیب الرحمن، ظاهر خان او شرف الدین اشرف شامل دي.

وېکټ ساتونکی محمد شهزاد د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډله کې نه دی اخیستل شوی. خو د یو ورځنیو لوبو او ټېسټ لوبې لپاره یې نوم په لوبډله کې شته.

پر محمد شهزاد سربېره د یو ورځنیو لوبو لوبډله کې نور علي ځدراڼ، جاوېد احمدي (جاوېد زاخېل)، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، سمیع الله شینواری، محمد نبي، نجیب ځدراڼ، اکرام علي خېل، حشمت الله شهیدي، راشد خان، کریم جنت، کلبدین نایب، افتاب عالم، دولت ځدراڼ، ظاهر خان، فرید احمد ملک، مجیب الرحمن، شاهپور ځدراڼ او سید احمد شېرزاد شامل دي.

د انځور حقوق ACB
Image caption ځوان توپ وهونکي حضرت الله ځاځي ته په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې ځای ورکړل شوی

تر شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو وروسته به افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې یوه ټېسټ لوبه هم کوي. دا به د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې یوازې دویمه ټېسټ لوبه وي.

د ټېسټ لوبې لپاره په افغان لوبډله کې پر کپتان اصغر افغان سربېره شهزاد محمدي، احسان الله جنت، جاوېد احمدي، رحمت شاه، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل، محمد نبي، راشد خان، وفادار مومند، یامین احمدزی، شرف الدین اشرف او وقار سلیمانخېل شامل دي.

وقار سلیمانخېل نوی نوم دی او ښایي د افغانستان لپاره خپله لومړۍ لوبه وکړي. اکرام علي خېل بل نوی ځوان لوباړی دی چې د یو ورځنیو او ټېسټ لوبې لپاره لوبډله کې اخیستل شوی.

د افغانستان او ایرلنډ لوبې د فبرورۍ له یوویشتمې پيلېږي او د مارچ تر نولسمې نېټې به روانې وي.

اړونده مطالب

ورته مطالب