'د شاهد اپریدي سوځولو سره شاهین اپریدي د پلار ارمان پوره کړ'

د پاکستان کرېکټ ۱۸ کلن لوبغاړي شاهین اپریدي ورور ریاض اپریدی وايي، شاهین د شاهد اپریدي سوځولو سره د خپل پلار یو ارمان پوره کړ.
د خیبر ایجنسۍ لنډي کوتل اوسېدونکي شاهین اپریدي ورور ریاض اپریدی هم یو وخت کامیاب بالر و، چې د ۲۰۰۴ کال ۱۹ کلنو نړیوال جام ګټونکې لوبډلې غړیتوب یې درلود.
پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل لوبو کې د شاهین لخوا د شاهد اپریدي سوځولو په هکله ریاض اپریدي د بي بي سي خبریال عبدالرشید شکور ته وویل:
''پلار به مې شاهین ته ویل، که په ایس ایل کې د لوبې فرصت ومومې، شاهد اپریدی به له میدانه بهر کوې. شاهین د شاهد په سوځولو سره د پلار ارمان پوره کړ، خو مشرانو لوبغاړو ته د احترام لپاره یې د شاهد سوځېدو خوښي و نه کړه، دغه راز د مصباح الحق له سوځولو وروسته هم هغه غلی ودرید او دا ځکه چې موږ د مشرانو احترام کولو تربیت ورکړی دی. ''
پېښور زلمیانو د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله
پېښور زلمیانو لاهور قلندر ته ماتې ورکړه
شاهین اپریدي د نړیوال کرېکټ لوبې پیل په یوه اننګ کې د اتو وېکټو له ترلاسه کولو سره وکړ. دغه راز د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د ۱۲ وېکټو تر لاسه کولو له کبله تر ټولو بریالی بالر وبلل شو.
دې کې ایرلنډ لوبډلې هغه ۶ وېکټې هم شاملې دي، چې ایله د ۱۵ منډو بدل کې یې تر لاسه کړې، خو پروسږ کال پاکستان سوپر لیګ کې د شاهین اپریدي لوبې ته په کتو سره د کرېکټ مسوولینو هغه ته پام ډېر شو.
شاهین د پي ایس ایل په هغو لوبو کې د لاهور قلندرز له لوري ملتان سلطانز سره لوبه کې ایله د څلورو منډو بدل کې پینځه لوبغاړي له میدانه بهر کړل.
نوموړی د پي ایس ایل له پای ته رسېدو وروسته لومړی ځل د ویسټ انډیز مقابل کې شل اوریزو سیالیو ډلې غړی شو او اوس د پاکستان له لوري ټولو دریو کرېکټ ډولونو کې شامل دی.
د پاکستان کرېکټ لوبډلې روزونکی مکي ارتهر وايي د شاهین لوبه کې د اسټرالیا د تېز توپ اچوونکي میچل سټارک د لوبې څرک ویني. هغه وايي:
''که همداسې خپلې لوبې ته توجه وکړي او غوروالي پکې راولي، هیله من یم یوه ورځ به له مهمو کرېکټ لوبغاړو یو وبلل شي. ''