کرېکټ: افغانستان ایرلنډ ته په ۸۴ منډو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن شنبه ایرلنډ لوبډلې ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې په ۸۴ منډو ماتې ورکړه او له دې سره یې د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ یې هم وګټله. افغانستان په ۲۷۸ منډو سره په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د تر ټولو ډېرو منډو نوی رېکارډ هم جوړ کړ.
د هند په دیرادون ښار کې دویمې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د بېټینګ یا توپوهنې پرېکړه وکړه.
حضرت الله ځاځي او عثمان غني د افغانستان له لوري خورا چټکه او زړوره لوبه پیل کړه. دوی دواړه وتوانیدل په نړیوال شل اوریز کرېکټ کې د تر ټولو ډېرو ۲۳۶ منډو د ملګرتیا ریکارډ جوړ کړي.
حضرت الله ځاځي په ۶۲ توپونو ۱۶۲ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاټې شو. عثمان غني د ۴۸ توپونو بدل کې د ۷۳ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.
د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD
عثمان غني د ۴۸ توپونو بدل کې د ۷۳ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.
د شفق الله شفق وېکټه د افغانستان دویمه وېکټه وه چې له ۱۸ اوور وروسته داسې حال کې وغورځېده چې د افغان لوبډلې ټولټال منډې ۲۵۶ وې.
د افغانستان وروستی لوبغاړی محمد نبي و چې د پنځو منډو بدل کې د ۱۷ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.
افغانستان پای کې ۲۷۸ منډې وکړې او په دې توګه یې د نړیوالو شل اوریزو لوبو تر ټولو ستر هدف وټاکه او په دې سره یې د اسټرالیا هدف مات کړ چې په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې یې د سریلانکا پر وړاندې د درې لوبغاړو په سوځېدو، ۲۶۳منډې کړې وې.
حضرت الله په خپله پاڼۍ کې ۱۱ څلوریزې او ۱۶ شپږېزې ووهلې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. دا د یو افغان لوبغاړي لخوا په نړیوالو کرېکټ لوبو کې تر ټولو ډېرې مندې دي.
په نننۍ لوبه کې افغان لوبډلې ځینې لاندې ریکارډونه جوړ کړل:
- په ۲۰ اورونو کې ۲۷۸ منډې چې نړیوالو شل اوریزو لوبو کې تر ټولو ډېرې منډې دي
- په ۲۰ اوریزو لوبو کې تر ټولو ډېرې ۲۲ شپږیزې.
- په ۲۰ اوریزو لوبو کې د یوه لوبغاړي لخوا تر ټولو ډېرې ۱۶شپږیزې.
- په ۲۰ اوریزو لوبو کې تر ټولو لوی پارټنرشپ ۲۳۶ منډې.
- په ۴۲ توپونو سلیزه درېمه تر ټولو چټکه سلیزه ده.
- ۱۶۲ ناسوځېدلی دوهم تر ټولو لوړ انفرادي منډې.
د عکس سرچینه، AFGHAN CRIKET BOARD
په ځواب کې ایرلنډ لوبډله وتوانېده چې په خپلو ۲۰ اورنو په ۶ وېکټو یوازې ۱۹۶ منډې وکړي، او په دې توګه افغانستان دا لوبه په ۸۴ منډو وګټله.
حضرت الله ځاځی په خپلو ۱۶۲ منډو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د ایرلنډ له لوري پاول سټرلنګ تر ټولو کامیاب توپوهونکی ثابت شو چې د ۵۰ توپونو لوبولو بدل کې یې ۹۱ منډې تر لاسه کړې.
د افغانستان په بالرانو کې راشد خان په خپلو ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې، خو د ایرلنډ ۴ لوبغاړي یې وسوځول.
د دې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان په ۵ وېکټو ګټلې وه.. په لومړۍ لوبه کې نبي ۴۹ منډو او نجیب الله له ۴۰ منډو سره مخکښ وو.
درېیمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه به سبا یکشنبه د فبرورۍ پر ۲۴مه نېټه په همدې دیرادون ښار کې کېږي.
له هغه وروسته به دواړه لوبډلې پنځه یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه هم کوي.