کرېکټ: ایرلنډ په ۵ ویکټو افغانستان مات کړ

د انځور حقوق ACB
Image caption د یو ورځنیو لوبو لړۍ بې پایلې پاتې شوه.

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د یو ورځنیو کرېکټ سیالیو وروستۍ یې نن د هند په دیرادهون کې ترسره شوه.

د لوبې پچه ایرلنډ وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهلو بلنه ورکړه.

افغان لوبغاړو وکولای شول چې په پنځوسو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۶ منډې جوړې کړي.

د افغانستان د لوري لوبډلمشر اصغر افغان تر ټولو ډېرې ۸۲ منډې وکړې، خو له سوځېدو پرته ټپي شو او د لوبې له ډګره ووت.

محمد نبي ۴۰ او راشد خان بیا ۳۵ منډې وکړې.

د ایرلنډ له لوري پال سټرلنګ ۷۰ منډې وکړې، بالبرني ۶۸ او کیون اوبراین ۳۳ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري ظاهر خان ۲، راشد خان، مجیب الرحمن او محمد نبي بیا یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

راشد خان د پال سټرلنګ ويکټې په ترلاسه کولو سره په نړيوال کرېکټ کې ۲۰۰ ويکټې پوره کړې.

نوموړي په یو ورځنیو لوبو کې ۱۲۳، په شل اوریزو کې ۷۵ او په ټیسټ کې ۲ ويکټې اخستې دي.

د پینځو لوبو دغې لړۍ دوه یې افغانستان ګټلې وې، یوه یې د باران له کبله بې پایلې پاتې وه او یوه ایرلنډ ګټلې وه، له نننۍ لوبې وروسته د لوبو لړۍ مساوي او بې پایلې پاتې شوه.

افغانستان له دې مخکې له ایرلنډه د شل اوریزو لوبو لړۍ ګټلې وه.

افغانستان به د مارچ په ۱۵مه نېټه له ایرلنډ سره ټسټ لوبه کوي.

دا به د افغانستان او ایرلنډ دواړو هېوادونو دوهمه ټسټ لوبه وي.

له دې مخکې افغانستان له هند سره خپله لومړۍ ټسټ لوبه کړې او ایرلنډ د پاکستان خلاف.

دواړو دغه لوبې بایللې دي.

اړونده مطالب