د پاکستان سوپر لیګ: کوټه ګلډېټر اتلولي وګټله

کرېکټ د انځور حقوق PAKISTAN SUPER LEAGUE

د پاکستان کراچۍ ملي لوبغالي کې د پېښور زلمي او کوټه ګلډېټر لوبډلو ترمنځ پایلوبه پېښور زلمي په شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۳۸ منډې وکړې، خو اتلولي کوټه ګډېټر وګټله.

د یکشنبې په ماښام د کراچۍ په نېشنل لوبغالي کې پېښور زلمي او کوټه ګلېډيټر لوبډلو ترمنځ شوی پايلوبې پچه کوټه ګټلې وه او لومړی یې پېښور زلمي ته توپ وهلو بلنه ورکړې وه.

پېښور زلمي په شل اووره کې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۳۸ منډې کړې وې او کوټې ته یې ګټلو لپاره ۱۳۹ منډو هدف ورکړی و.

پېښور زلمي لخوا عمر امین تر ټولو زیاتې ۳۸ منډې کړې وې.

د کوټې له خوا بیا د توپ اچونې په برخه کې ځوان محمد حسنین ښه ځلېدلی و او ۳۰ من‌‌‌‌‌‌ډې ورکولو په بدل کې یې د پېښور زلمي درې لوبغاړي سوځولي وو.

کوټه لوبډلې پېښور زلمي له خوا ورکړل شوی هدف ۱۸ اووره کې ۲ لوبغاړو په زیان پوره کړ.

کوټه لخوا د توپ وهنې په برخه کې پښتون احمد شهزاد تر ټولو زیاتې ۵۸ نه سوځېدلې منډې کړې وې. د لومړی ځل دې چې کوټه د پاکستان سوداګریزو سیالیو اتلولي خپلوي.

د انځور حقوق KARACHI KINGS
Image caption د پاکستان مخکښ لیګ تراوسه څلور پړاوه شوي چې لومړی یې اسلام اباد یونایټېد لوبډلې، دویم یې پېښور زلمو، درېیم یې هم اسلام اباد یونایټېډ او څلورم یې په لومړي کویټه لوبډلې وګاټه.

د دغو سیالیو غوره توپ اچوونکی پېښور زلمي حسن علي نومول شوی چې په څلورم پړاو کې یې ترټولو زیاتې وکټې اخیستې وې.

همداسې د دې سیالیو غوره توپ وهونکی د استرالیا شین واټسن راغلی چې په دې سیالیو کې یې ښه توپ وهنه او توپ اچونه کړی وه.

د انځور حقوق .

د پېښور زلمي کېرن پولار‌‌‌‌‌‌ډ د دې سیالیو غوره توپ نیونکی او پښتون عمر خان د سیالیو ښه ځوان لوبغاړی نومول شوی دی.

د پاکستان سپر لیګ پابلوبې لیدو ته د پاکستان پوځ مشر قمر جاوېد باجوه، د پوځ ویاند آصف غفور او د پاکستان سیاسي چارواکي هم ورغلي وو.

د پاکستان مخکښ لیګ تراوسه څلور پړاوه شوي چې لومړی یې اسلام اباد یونایټېد لوبډلې، دویم یې پېښور زلمو، درېیم یې هم اسلام اباد یونایټېډ او څلورم یې په لومړي کویټه لوبډلې وګاټه.

کوټه لوبډله کې ترټولو زیات پښتانه لوبغاړي سږ کال لوبېدلي چې شمېر یې شپږ و.

په دې لوبغاړو کې انور علي، احمد شهزاد، محمد نواز، محمد اصغر، جلات خان او نولس کلن پېښوری نسیم شاه شامل وو.

د پاکستان سپر لیګ وروستۍ اته لوبې په پاکستان کراچۍ کې ترسره شوې چې ورته بهرني لوبغاړي هم ورغلي وو. د دغو لوبغاړو خوندیتابه لپاره کلک امنیتي تدبیرونه نیول شوي وو .

ورته مطالب