د امریکا او افغان ولسمشر سلاکار ترمنځ ناندرۍ؛ پر افغانستان یې اغېز

کابل د انځور حقوق Getty Images
Image caption څو ورځې وړاندې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو په تړاو یوه بېساري غبرګون کې پر امریکايي استازي زلمي خلیلزاد سختې نیوکې وکړې

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو بهیر کې د امریکا پر دریځ له نیوکو وروسته رویټرز خبري اژانس په حواله لوړپوړو امریکايي چارواکو افغان ولسمشر ته ویلي چې 'امریکایانو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار سره راشه درشه بنده کړې'.

دې خبري اژانس ته امریکايي سرچینو ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ډېوېډ هېل افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلیفوني اړیکه کې ویلي چې 'امریکا به نور حمدالله محب خپل هېواد کې و نه مني او امریکايي نظامي او ملکي کسان به له ده سره نور کار و نه لري'.

ځینو سرچینو بي بي سي ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په دې اړه خبرې شوې دی. خو تر اوسه افغان حکومت د امریکا دې پریکړې ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

امریکا دا پرېکړه وروسته له هغه کړې چې پنځه ورځې وړاندې (کب ۲۳/مارچ ۲۴) د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو په تړاو یوه بېساري غبرګون کې پر امریکايي استازي زلمي خلیلزاد سختې نیوکې وکړې.

هغه له امریکايي خبریالانو سره یوه ناسته کې پر ښاغلي خلیلزاد تور پورې کړ چې غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د سولې په روان بهیر کې افغان حکومت څنډې ته کړي.

هغه مهال ښاغلي محب ادعا کړې وه چې په افغانستان کې داسې انګېرنه ده، چې ښايي ښاغلی خلیلزاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې دی چې مشري به یې پخپله کوي.

حمدالله محب: زلمي خليلزاد سولې بهير کې افغان حکومت څنډې ته کړى

اشرف غني د کابل نامسؤوله وسله والو بې وسلې کولو امر کړی

امریکا:‌ افغانستان کې د جنګي جرمونو ارزوونکو ته وېزې نه ورکوو

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ښاغلي محب څرگندونو ته په غبرگون کې ويلي و چې ددې هېواد د بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال ډوېډ هېل ښاغلى محب احضار کړی و او د افغان سولې د بهير په تړاو د امريکا د دريځ په اړه یې د نوموړي څرگندونې رد کړي دي.

یاد وزارت د ښاغلي محب دا څرګندونې د دواړو هېوادو اړیکو او د سولې بهیر ته زیان رسوونکې بللې او پر زلمي خليلزاد بريد یې پر بهرنيو چارو وزارت بريد بللی و.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د ښاغلي محب احضار رد کړی و او ویلي و چې له امریکايي چارواکو سره په عادي ټاکل شوې ناسته کې خبرې اترې شوې دي.

خو وروسته بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اړوند خبر پاڼه کې ویل شوي و چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکر احضار شوی و.

د افغان ولسمشر ملي امنیت سلاکار څرګندونو ته کورني غبرګونونه:

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وروستیو څرګندونو پراخ غبرګونونه راپارولي.

د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د ښاغلي محب د دریځ ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې دوی ته هم ورته پوښتنې شته چې ولې امریکایان پرته له دې چې افغانان خبر کړي د پټو دروازو ترشا د سولې مذاکرات کوي.

فیسبوک کاروونکي میرویس ستانکزي لیکلي چې حمدالله محب 'د قاچاق يا بلې بدنامې کړنې په تور نه؛ بلکې د افغانانو د سرنوشت په هکله د امريکا د ناسمو سياستونو پر وړاندې د اعتراض له کبله د ياد هيواد له لوري محکوم شوى.'

خو ذاکر جلالي بیا دا د ولسمشر غني د 'بهرني سیاست ناکامي' بولي.

د خواله رسنیو کاروونکو ترڅنګ څو ورځې وړاندې د افغان اجرایه مشر عبدالله عبدالله هم د ښاغلي محب د خبرو په غبرګون کې ویلي و چې 'د بهرني سیاست بحث شخصي، احساساتي او اماتور نه دی.'

ایا امریکا حق لري چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار احضار کړي؟

د حقوقو کارپوه عبدالکبیر رنجر وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا حق نه لري چې د بل ملک مېلمه احضار کړي.

"د نړیوالې هوکړې په بنسټ د هېڅ یو مېلمه که هغه شخصي سفر لري یا رسمي یا هم کوم پروګرام ولري د احضار حق یې نه لري. په ځانګړي ډول د ملي امنیت سلاکار چې په لوړه کچه د یوه هېواد چارواکی چې د شپږو یا اوه رهبري غړو کې راځي."

ښاغلی رنجبر وايي که کوم هېواد غواړي چې د بل ملک له چارواکو سره اړیکې ټینګې کړي باید د سفیر یا بهرنیو چارو وزارت له لارې دا بهیر ترسره کړي.

دده په خبر د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار باید د امریکا د بهرنیو چارو وزارت احضار رد کړی وای.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ''د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ډېوېډ هالي افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلیفوني اړیکې کې ویلي چې 'امریکا به نور حمدالله محب خپل هېواد کې ونه مني"

"همغه شان چې ده (حمدالله محب) ځینې مسایل مطرح کړل او د خپل هېواد استقلال یې تمثیل کړ په دې برخه کې هم باید نوموړي همدا ډول موقف غوره کړی وای چې ښودلې یې وای افغانستان یو مستقل هېواد دی."

ښاغلی رنجبر زیاتوي چې که افغان حکومت غواړي چې د خپل ملک "پت" وساتي او ټولې نړۍ ته وښايي چې دا یو خپلواک هېواد دی د بهرنیو چارو افغان وزارت د ده په ټکو باید د امریکا سفیر احضار کړي او له هغه وضاحت وغواړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم وايي د ملي امنیت سلاکار حق لري چې د خپل هېواد په اړه دغه ډول څرګندونې وکړي، خو دی په دې باور دی چې حمدالله محب باید دا څرګندونې په 'ډیپلوماټيکه' ژبه کړې وای.

ښاغلی خادم زیاتوي چې دې ډول څرګندونو د افغانستان او امریکا په اړیکو اغېز کړی.

"دا په دوه برخو کې اغېز کوي. د افغانستان له حکومت سره د امریکا اړیکې چې تر ډېره حده د سولې، جګړې، ټاکنو او د حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر غني او د هغه د ټیم موقف کمزوری کولی شي. بله دا چې د امریکا د خپه کېدو اغېز په افغان ملت هم شته."

دی زیاتوي چې که د امریکا او افغان حکومت ترمنځ ژوره تفاهم نه وي، د ښاغلي محب څرګندونې او د امریکا دریځ د سولې مسئله پېچلې کوای شي.

ورته مطالب