کرېکټ: د مجیب لوبډله د راشد او نبي پر وړاندې بریالۍ شوه

  • 8 اپریل 2019 - 19 وری 1398
ځدران د انځور حقوق KINGS X1 PUNJAB
Image caption مجیب ځدراڼ دې لوبه کې یوه وېکټه واخیسته

د هند د کرېکټ په غوره لیګ سیالیو کې نن دوشنبه د کنګز الېون پنجاب لوبډلې د حیدر اباد سنرایزرس ته په شپږ وېکټو ماتې ورکړه. په دې لوبه کې د افغان ملي لوبډلې ستورو راشد خان او محمد نبي حیدراباد ته، او مجیب ځدراڼ د پنجاب لوبډلې ته لوبه کوله.

دا لومړی ځل و چې د افغانستان د ملي لوبډلې درې ستورو په ګډه یوه لوبه کې برخ درلوده. د سنرایزر حیدراباد او د کنګز الیون پنجاب تر منځ دا لوبه د پنجاب موهالي کې وشوه.

پچه د کنګز الیون پنجاب لوبډلې وګټله او د توپ اچوونې پرېکړه یې وکړه. دوی په خپلو ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې په ۴ وېکټو ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

کپتان ډیوډ وارنر تر ټولو ډېرې ۷۰ منډې وکړې. د کنګز الېون پنجاب لباره مجیب ځدراڼ په خپلو ۴ اورونو کې ۳۴ مندې ورکړې او یوه وېکټه یې واخیسته. مجیب خپل لومړي اور کې وکولی شوای د حیدراباد تکړه توپ وهونکی انګریز جاني بېرسټو وسوځوي.

د انځور حقوق Getty Images / Twitter
Image caption دا لومړی ځل دی چې درې واړه افغان ستوري په یوه لوبه کې لوبېږي

په ځواب کې د حیدر اباد لوبډلې خپله لومړۍ وېکټه ژر وبایلله او کرېس ګېل د راشد خان په توپ وسوځېد. خو د هغه بل ملګر راهول تر پایه پر وېکټه ودرېد او ۷۱ منډې یې وکړې. نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

راهول له اګروال سره د ۱۱۴ منډو ملګرتیا وکړه او پنجاب لوبډله یې بري ته ورسوله. اګروال ټولې ۵۵ منډې وکړې.

راشد خان خپلو ۴ اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او یوه وېکټه یې واخیسته. محمد نبي نن کومه وېکټه وانخیسته او خپلو څلورو اورونو کې یې ۴۲ منډې ورکړې.

د هند د غوره لیګ سیالیو په جدول کې دا مهال د پنجاب لوبډله درېیم او د حیدراباد هغه څلورم ځای لري. د کولکتې لوبډله دا مهال د جدول کې ده او خپلو ۵ لوبو کې یې ۴ څلور ګټلې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب