ایرانۍ صدف خادم سوکوهنه کې فرانسوۍ سیاله ماته کړه

  • 14 اپریل 2019 - 25 وری 1398
صدف كاظم خادم د انځور حقوق Reuters
Image caption اټکل دی چې سوکوهونکې صدف خادم به راتلونکې اونۍ ایران ته تر ستنېدا وروسته له تود هرکلي سره مخامخ شي.

ایرانۍ صدف خادم هغه لومړنۍ ایرانۍ سوکوهونکې ده، چې د ښځو لوبو کې یې خپلې فرانسوۍ سیالې لوبغاړې آن شوفان ته په کوربه هېواد کې ماتې ورکړې ده.

صدف د لوبو پرمهال د ایران د بیرغ له رنګونو جوړې نیمه بربنډې جامې لرلې.

صدف ته په دې بریا سره د ایران د سپورت چارواکو مبارکیانې ورکړې دي، د دوی شرط دا و چې دغه سیالي باید له ایرانه بهر بل هېواد کې وي.

اټکل دی چې سوکوهونکې صدف خادم به راتلونکې اونۍ ایران ته تر ستنېدا وروسته له تود هرکلي سره مخامخ شي.

دا سیالي د تېرې شنبې په ورځ د فرانسې لوېدیځ کې ترسره شوه او اغلې خادم له ۲۴ کلن سوکوهونکي مهیار مونشییور سره هم ولیدل، چې نوموړی له سیالیو وړاندې په کم وزن کې نړیوال اتل بلل شوی و.

مونشییور ویلي: "په ۲۰۱۷ کال ایران ته ولاړم او د ایران له ښکلې منظرې مې خوند واخیست، هلته په سیالۍ کې د شپږو ښځو په ګډون ۳۵ کسانو ګډون کړی و."

دی وايي: "صدف د خواله رسنیو له لارې اړیکه را سره ونیوه او مرسته یې را نه وغوښته چې غواړي تکړه سوکوهونکې شي، خو ما ورته وویل دا کار ممکن نه دی، دوې میاشتې وروستهو د ایران د ښځینه سوکوهنې ټولنې ښځو ته په دې سیالیو کې د ګډون کولو اجازه ورکړه، همدا وو چې موږ سیالیو کې د برخې اخیستو بلنه ورکړه."

مونشییور زیاتوي "دا کار په ایران کې ممکن نه و؛ ځکه چې دوی روزونکې او درېیمګړې غوښتې، چې بالاخره فرانسې د دې سیالیو کوربتوب ومانه."

دی وايي، غواړي راتلونکې اونۍ له صدف خادم سره ایران ته ولاړ شي.

د سفر پیل

د انځور حقوق Getty Images

صدف له څلورو کلونو راهیسې سوکوهنه پیل کړې ده، هغه هم په خپله یوه خونه کې، ځکه چې له هلکانو سره په عامه ځایونو کې د سوکوهنې اجازه نه لري.

خادم وايي: "په ایران کې په لومړي ځل په تېره اکتوبر میاشت کې ښځو ته د سړیو د فوټبال لوبې لیدلو اجازه ورکړل شوه."

دا زیاتوي: "د لومړي ځل لپاره مې له سړو سره تمرین وکړ، خو له تمرین وروسته په ژړا کې ډوبه شوم."

اړونده مطالب

ورته مطالب