د نیول کېدو له ډاره ایرانۍ سوکوهونکې هېواد ته نه ستنېږي
صدف خادم د اپریل پر ۱۳ فرانسه کې د سوکوهنې سیالیو کې برخه اخیستې
فرانسه کې یوې ایرانۍ سوکوهونکې له هغه وروسته هېواد ته له ستنېدو انکار کړی، چې ورته ویل شوي، د نیولو امر یې شوی دی. صدف خادم لومړنۍ ښځینه سوکوهونکې ده چې په رسمي سیالیو کې یې د خپل هېواد له لوري ګډون کړی.
نوموړې د یکشنبې پر ورځ په اماتورو سیالیو کې د فرانسې ان شایون ته ماتې ورکړه. د پروګرام له مخې باید نوموړې روانه اونۍ له خپل ایراني- فرانسوي روزونکي سره تهران ته ستنه شوې وای.
یوې سپورتي ورځپاڼې د اغلې خادم له قوله ویلي، چې اوریدلي یې دي، د خپل هېواد کالیو له اصولو په سرغړونه تورنه شوې او په سیالیو کې یې له یوه بنیان او لمنې سره ګډون کړی و.
ایراني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ایران باکسنګ یا سوکوهنې فدراسیون مشر هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې اغلې خادم به هېواد ته له ستنېدو وروسته ونیوله شي.
اغلې خادم د یکشنبې پر ورځ داسې حال کې سیالیو ته ووته، چې د ایران ملي بیرغ رنګونو ته ورته بنیان، لنډه لمن یې اغوستي وو او سپین رنګه ملاتړ یې تر ملا تړلی و.
نوموړې تمه درلوده، چې هېواد ته له ستنېدو وروسته به یې د یوې اتلې په توګه هرکلی وشي، خو په وینا یې د پاریس چارلس دیګال هوايي ډګر کې ورته وویل شول، چې د نیول کېدو امر یې شوی دی. نوموړې لي ایقوایپ ورځپاڼې ته وویل:
ایرانی الاصله فرانسوی ماهر مونشیپور چې د سوکوهنې پخوانی نړیوال اتل دی، د اغلې خادم روزونکی دی
''ما فرانسه کې یوه قانوني سیالي کوله، خو کالي مې داسې وو چې که څه هم د نورې نړۍ خلکو ته عادي دي، خو زموږ هېواد کې نامناسب بلل کېږي. حجاب مې نه درلود، یو نارینه مې روزونکی دی او دا د ځینې کسانو له نظره ښه چاره نه ده ''
پاریس کې د ایران سفارت یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دې اړه څه نه شي ویلای چې اغلې خادم به ایران کې ونیوله شي او که د نه ستنېدو پرېکړه د هغې خپله ده.