کرېکټ: د افغانستان د نړیوالو یو ورځنیو لوبو مزل لس کلن شو

  • عبدالله الهام
  • بي بي سي کابل
افغان لوبغاړي

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح،

افغانستان به په را روانه جون مياشت کې د نړیوالو یو ورځنیو سياليو په نړیوال کپ کې له استراليا سره مخامخ شي.

د افغانستان د کرېکټ د لومړنۍ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې یوه لسیزه پوره شوه. افغانستان د ۲۰۰۹ کال د اپرېل میاشتې په ۱۹ نېټه له سکاټلنډ سره لومړنۍ نړیواله یوه لوبه وکړه. افغانستان د ۸۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په هغه لوبه کې، چې محمد نبي يې غوره لوبغاړی شو، افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۵ منډې جوړې کړې وې. سکاټلنډ په څلوېښتو اوورنو کې ۲۰۶ منډې کړې وې.

له هغې ورځې راهیسې افغانستان ۱۱۱ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړې چې ۵۷ لوبې يې ګټلې دي.

محمد نبي هغه لوبغاړی دی چې د افغانستان لپاره په ټولو رسمي یو ورځنیو سيالیو کې لوبېدلی. هغه د ملي لوبډلې لپاره ۱۱۱ لوبې کړې.

له محمد نبي وروسته اصغر افغان دی چې د ملي لوبډلې په ۹۹ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې لوبېدلی. سميع الله شینواري ۸۱ یو ورځنۍ نړيوالې لوبې کړې.

د افغان لوبغاړو اتلولي

افغانستان به په را روانه جون مياشت کې د نړیوالو یو ورځنیو سياليو په نړیوال کپ کې له استراليا سره مخامخ شي.

د عکس سرچینه، @ICC

د عکس تشریح،

محمد نبي هغه لوبغاړی دی چې د افغانستان لپاره په ټولو رسمي یو ورځنیو سيالیو کې لوبېدلی. هغه د ملي لوبډلې لپاره ۱۱۱ لوبې کړې.

افغان لوبغاړو د ۲۰۱۸ زيږدیږ کال د مارچ پر ۲۵مه په زمبابوې کې د ویسټ انډیز ملي لوبډلې ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکولو سره د نړیوالې شورا د ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د لار موندنې اتلولي ګټلې.

همدا اوس د افغانستان ملي لوبډله د راتلونکي نړیوال جام لپاره د چمتووالي لپاره د سويلي افریقا په پوچيفسټروم ښار کې په تمرینونو بوخته ده.

افغانستان په لومړي ځل په ۲۰۱۵ کال کې په نړیوال کپ کې لوبه وکړه چې یوازې پر سکاټلنډ يې یوه بریا پکې تجربه کړه.

د افغانستان د یو ورځنیو لوبو راتلونکی

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح،

اصغر افغان د ملي لوبډلې په ۹۹ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې لوبېدلی

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي ته وویل، بورډ د یو ورځنیو لوبو په ګډون د کرېکټ د دود فارمټونو په برخه کې د افغانستان پر کړي پرمختګ راضي دی، ځکه د هغه په وینا افغانستان په ډېر لږ وخت کې هغه ځای ته رسېدلی چې نور هېوادونه په اوږده مهال کې ورته رسېدلي.

ښاغلی هوتک وايي دا چې افغانستان اوس د کرېکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړيتوب لري، د کرېکټ ټولو فارمټونو، په تېره بیا یو ورځنیو لوبو ته ځانګړی پام کوي.

هغه وايي، د هدف د ټاکلو پر لا اغېزناکولو، د توپ‌وهنې په برخه کې پر نور کار او تر څنګ يې پر چټکو توپ‌اچوونکو نور ډېر کار ته پام کوي.

ښاغلی هوتک زیاتوي، کرېکټ بورډ د لوبغاړو فېټنېس او د لوبغاړو ځانګړو مهارتونو روزلو او په تېره بیا په یو ورځني کرېکټ د هغوی په ډېر تمرکز کار کوي.

د یو ورځنیو لوبو پام وړ ټکي

د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان لپاره د نړیوالو یو ورځنیو لوبو په توپوهنه کې تر ټولو ښه سټرایک رېټ راشد خان لري. نوموړی د ۱۰۰.۷۷ سټرایک رېټ سره لومړی، محمد شهزاد بیا د ۸۸٫۴۰ سټرایک رېټ سره دوهم او د ۸۸.۱۹ سټرایک رېټ سره نجیب الله ځدراڼ دریم مقام لري.

درې افغان لوبغاړي چې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې د افغانستان لپاره ډېرې منډې کړې دي:

۱. محمد نبي ۲۵۶۵

۲. محمد شهزاد ۲۵۶۲

۳. اصغر افغان ۲۰۱۳

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح،

څه موده وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ د افغانستان د درې واړو کرېکټ فارمټونو لوبډلمشران او مرستیالان بدل کړل.

د ملي لوبډلې هغه لوبغاړي چې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې ډېرې پنځوسیزې او یا له یادې اندازې زیاتې منډې کړې دي:

لومړی- محمد شهزاد ۱۸

دویم- رحمت شاه ۱۶

دریم- محمد نبي ۱۴

راشد خان په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د افغانستان په ګټه تر ټولو غوره توپ اچونه کړې او لوړ اوسط لري. راشد خان په ۵۷ لوبو کې د ۱۵:۰۰ اوسط په درلودلو سره ۱۲۳ ویکټې اخیستې دي.

رحمت شاه په نړيوالو يو ورځنيو سياليو کې د افغانستان له لورې تر ټولو غوره اوسط درلودونکی توپ وهونکی دی.

سميع الله شينواري د افغانستان لپاره په نړيوال جام کې تر ټولو زياتې منډې کړي. نوموړي په ٢٠١٥ نړيوال جام کې د ٤٢.٣٣ په اوسط ٢٥٤ منډې کړي.

شاپور ځدراڼ په نړيوال جام کې تر ټولو زياتې ١٠ ويکټې ترلاسه کړې. تر نوموړي وروسته حميد حسن دويم توپ اچوونکى دى چې نړيوال جام کې يې ٨ لوبغاړي سوځولي.

د عکس سرچینه، @ACBofficials

د عکس تشریح،

ګلبدین نایب

څه موده وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ د افغانستان د درې واړو کرېکټ فارمټونو لوبډلمشران او مرستیالان هم بدل کړل.

د یو ورځنیو لوبو لپاره ګلبدین نایب د لوبډل‌مشر او ورسره راشدخان د مرستیال لوبډل‌مشر، د شل اوریزو لوبو لوبډل‌مشر راشدخان او ورسره مرستیال لوبډل‌مشر شفیق الله شفق او د ټېسټ لپاره رحمت شاه او ورسره مرستیال لوبډل‌مشر حشمت الله شهیدي ټاکل شوي دي.