د ښځو په هکله د خبرو له کبله دوه هندي لوبغاړي جریمه شوي

بي سي سي ای چارواکو وروسته وویل، دواړه لوبغاړي د خپلو خبرو له کبله پشیمان دي او بښنه یې غوښتې، خو د چارواکو په خبره دوی باید 'د خپل عمل سزا' وویني. د انځور حقوق Getty Images
Image caption بي سي سي ای چارواکو وروسته وویل، دواړه لوبغاړي د خپلو خبرو له کبله پشیمان دي او بښنه یې غوښتې، خو د چارواکو په خبره دوی باید 'د خپل عمل سزا' وویني.

د هند دوه کرېکټ لوبغاړي، هردیک پانډیا او کي ایل راهول په یوه ټلویزیوني خپرونه کې د 'بې ادبه، جنسي او توکمپاله ' خبرو له کبله جریمه شوي دي. هند کرېکټ کنټرول بورډ 'بي سي سي ای ' دوی هر یوه ته امر کړی چې د جریمې په توګه دوه میلیونه هندۍ روپۍ ورکړي.

دواړه لوبغاړي په جنورۍ کې د 'کافي ود کرن ' نومې ټلویزیوني خپرونې مېلمانه وو، چې دغه څرګندونې یې پکې کړې وې. ۲۵ کلن پانډیا او ۲۷ کلن راهول استرالیا کې له خپلې ملي لوبډلې سره له ملګرتیا بېرته هند ته استول شوي وو.

دوی دواړو په پاتې پنځو لوبو کې ګډون نه و کړی او د هرې یوې لوبې له څه باندې ۳۰ زره ډالرو فیس نه محروم شوي وو، خو وروسته بندیز ترې لرې کړل شو.

بي سي سي ای چارواکو وروسته وویل، دواړه لوبغاړي د خپلو خبرو له کبله پښیمان دي او بښنه یې غوښتې، خو د چارواکو په خبره دوی باید 'د خپل عمل سزا ' وویني. د دغې ادارې یوه څېړونکي په خپل رپوټ کې لیکلي:

''زموږ په هېواد کې کرېکټ لوبې ته د مذهب حیثیت ورکول کېږي، درناوی ورکول کېږي او کرېکټ لوبغاړي د خلکو لپاره د الهام سرچینه ده. یوه لوبغاړی چې په نړیواله کچه لوبه کوي، باید هر وخت یې یاد وي چې د ټولنې په تړاو پر خپلو اوږو یو مسوولیت لري. ''

په ټلویزیوني خپرونه کې پانډیا له یو شمېر ښځو سره د 'جنسي اړیکو ' یادونه کړې وه او ویلي و، چې په شپې کلبونو او شرابو څښاک ځایونو کې یې ښځو ته له کتلو خوند اخیست.

نوموړي په ویاړ سره ویلي و، چې د خپلو دغو اړیکو په اړه یې له مور پلار سره ازادانه خبرې کولې، خو راهول بیا خپلو خبرو کې محافظه کاري کړې.

د دواړو لوبغاړو له شړل کېدو مخکې د هند کرېکټ لوبډلمشر ویراټ کوهلي د دوی څرګندونې 'نامناسبې ' بللې وې. ویل کېږي پر دوی به د لګېدلې جریمې پیسې د پوځيانو پر بیوزله کونډو او د ړندو کسانو کرېکټ لوبې پر یوه پروژه ولګول شي.

اړونده مطالب