د عکسونو البوم: کندهار کې د بایسکل ځغلونې سیالي

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت کې د سولې په نامه د بایسکل ځغلونې سیالي ترسره شوې چې ګډونوالو ته ۲۵ کیلومتره واټن ټاکل شوی و. دا انځورونه زموږ همکار مامون دراني استولي دي.

کندهار کې د بایسکل ځغلونې سیالي
د عکس تشریح،

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت کې د سولې په نامه د بایسکل ځغلونې سیالي پیل شوې ده.

د عکس تشریح،

په دې سیالۍ کې د لوی کندهار په کچه ځوانانو برخه اخیستې.

د عکس تشریح،

دا سیالي د چارشنبې په ورځ پیل شوې ده.

د عکس تشریح،

بایسکل ځغلوونکو ته له پنجوايي ولسوالۍ نه تر ډنډ ولسوالۍ پورې ۲۵ کیلومتره واټن ټاکل شوی.

د عکس تشریح،

دا سیالي د "پیوند" مدني ټولنې له خوا د خیبر لېسې، باور خصوصي ښوونځي او بایسکل ځغلونې فدراسیون په همکارۍ جوړه شوې وه.

د عکس تشریح،

د دې سایلۍ ګټونکو ته له ۱ تر ۳ پورې مقامونه ټاکل شوي.

د عکس تشریح،

تر ۱۰ نومرې پورې جایزې هم ورکول کېږي.

د عکس تشریح،

دا بایسکل ځغلونه داسې مهال پیل شوې چې د سولې خبرو لپاره کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړېدونکې ده.

د عکس تشریح،

د تېرو کلونو پرتله کندهار کې اوس نسبتاً لږ د ناامنۍ پېښې کېږي.

د عکس تشریح،

بایسکل ځغلوونکي

د عکس تشریح،

بایسکل ځغلوونکی