افغان لوبډله د کرېکټ نړیوال جام سیالیو ته روانه شوه

کرېکټ د انځور حقوق AFGHAN CRICKET BOARD

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د جمعې پر ورځ د مې پر درېیمه نېټه د نړیوال جام سیالو کې د ګډون لپاره له کابله برتانیا ته روانه شوه.

د نړیوال جام سیالۍ به د مې له ۳۰ نېټې نه په انګلستان او وېلز هېوادونو کې پیلېږي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه د اسټرالیا پر وړاندې کوي.

کابل کې د ملي‌ لوبډلې د روانېدو په مراسمو کې د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي خبریالانو ته وویل،‌ افغان لوبډله به په نړیوال جام کې په اتفاق او تر یوه بیرغ لاندې لوبېږي.

د ملي لوبډلې نوي‌ ټاکل شوي‌ مشر یا کپتان ګلبدین نایب د غونډې ګډونوالو ته وویل،‌ خوښ دی چې په نړیوال جام کې به د ملي‌ لوبډلې مشري‌ کوي‌ او دا د ځان لپاره ویاړ بولي.

د انځور حقوق Acb
Image caption ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله د نړیوال جام له پیلېدو وړاندې د مې میاشتې پر اتمه او لسمه نېټه له سکاټلنډ سره هم دوه لوبې وکړې.

نوموړي‌ ډاډ وښود چې د افغانانو دعاوې ورسره دي‌ او هیله یې وښوده چې افغانستان به په نړیوال جام کې ښه ځلېږي او دویم پړاو ته به لار مومي.

نوموړي ژمنه وکړه چې دې سیالیو کې به د افغان کرېکټ مینه وال خپله ملي لوبډلې په یوه نوې بڼه وګوري.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله د نړیوال جام له پیلېدو وړاندې د مې میاشتې پر اتمه او لسمه نېټه له سکاټلنډ سره هم دوه لوبې وکړې.

د انځور حقوق Acb
Image caption د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي خبریالانو ته وویل،‌ افغان لوبډله به په نړیوال جام کې په اتفاق او تر یوه بیرغ لاندې لوبېږي.

وروسته به ملي‌ لوبډله د نړیوال جام په درشل کې له کوربه هېواد انګلستان او پاکستان سره هم دوه تمریناتي‌ لوبې کوي.

سږ کال به د نړیوال جام په سیالیو کې ټولې لس لوبډلې له یوه بل سره لوبېږي،‌ په دې معنا چې هره لوبډله به لږ تر لږه ۹ لوبې کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ تېره میاشت د نړیوال جام سیالیو لپاره خپله پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړې وه،‌ چې مشري‌ به یې کلبدین نایب کوي.

په نورو لوبغاړو کې شهزاد محمدي ویکټ ساتی، نورعلي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد نبي، راشدخان ارمان، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، حمید حسن او مجیب ځدراڼ" شامل دي.