د شاهد اپرېدي کتاب ولې جنجالي شوی؟

ګیم چېنجر د انځور حقوق AFP
Image caption دغه کتاب کې داسې تېروتنې شته چې سترګې پرې نه شي پټول کېدای

که یو کرېکټ لوبغاړی ووايي چې خپله لوبه بیا پر تلویزیون نه ګوري، حیرانوونکې خبره نه ده. خو که یو لوبغاړی وايي چې خپل ژوند لیک یې د کتاب مخکتنه کې لومړی ځل ولید، طبعاً حیرانوونکې موضوع ده.

شاهد اپرېدي ښايي د خپل ژوند لیک 'ګېم چېنجر' مسوده له چاپه مخکې لوستې وي، یا به یې چا ته ویلي وي چې ورته ویې لولي چې معلومه شي څه پکې لیکل شوي دي.

که داسې شوي وي، بیا نو رښتیا هم د حیرانۍ خبره ده چې دغه کتاب کې داسې لویې تېروتنې وینو چې نه یوازې د کتاب بلکې خپله د شاهد اپرېدي باور ته هم زیان رسولای شي.

معمولاً کرېکټ لوبغاړي د خپلو کتابونو لپاره داسې لیکوالان ګوماري چې پر لوبه ښه پوهېږي او له لیکلو مخکې د هرې خبرې په اړه پریمانه معلومات تر لاسه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شاهد اپریدی وايي، د وسیم اکرم له کبله ملي لوبډله کې شامل شوی

دغه راز خپرندویان هم معمولاً د داسې کتابونو پر متن یو ځل تېرېږي چې کومه املايي یا انشايي تېروتنه پکې پاتې نه شي.

د شاهد اپریدي په کتاب کې لولو چې نوموړی ملي لوبډلې ته د هغه وخت لوبډلمشر وسیم اکرم او مشر سېلېکټر صلاح الدین ستي له کبله شامل کړل شوی و.

بل لور ته رښتیا دا دي چې صلاح الدین ستي هېڅکله د پاکستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړی نه و، بلکې یو پوځي افسر و چې ډګر جنرالۍ ته له رسېدو وروسته تقاعد شو.

شاهد اپرېدي ښايي غوښتل د صلاح الدین صلو نوم واخلي، چې هغه وخت د غوراوي کمېټې مشر و.

په شارجه کې د هند او پاکستان تر منځ د یوې لوبې وروستیو کې د پاکستاني لوبغاړي جاوېد میاداد مشهوره شپږیزه په پاکستان کې د کرېکټ هر مینه وال ته یاد ده، خو له شاهد اپریدي ښايي هېره شوې ده او د هغې لوبې نېټې یادولو کې یو کال مخکې تللی.

ده خپل کتاب کې د ۱۹۸۶ کال هغې شپږیزې نېټه ۱۹۸۷ کال لیکلې.

یو بل ځای کې شاهد لیکي چې د ۲۰۰۵ کال کې د انظمام الحق په مشرۍ پاکستاني لوبډلې له هندۍ لوبډلې سره د هند بنګلور کې ټېسټ لوبه مساوي ختمه شوه، خو ټولو ته معلومه ده چې په هغه ټېسټ لوبه کې د پاکستان لوبډلې بریا یادګاري وه.

شاهد د لوبې هماغې لړۍ لوبه ډیلي کې یادوي، خو په اصل کې لومړۍ لوبه موهالي کې شوې وه. یوه بله مهمه تېروتنه د شاهد اپریدي د خپلې لومړنۍ نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې په اړه ده.

شاهد په دې اړه وايي، اوولسم یا اتلسم اوور کې یې لوبه پیل کړه او ژر یې وېکټه هم تر لاسه کړه، خو د هغې لوبې ریکارډ ښيي چې له لسو اوورونو لوبې وروسته هم شاهد هېڅ وېکټه نه وه تر لاسه کړې.

شاهد اپرېدي په خپل ژوند لیک کې له هندي لوبغاړي ګوتم ګمبیر سره د خپلې لفظي شخړې یادونه هم کړې او وايي د ۲۰۱۰ کال اسیا جام سیالو کې پېښه شوې وه، خو رښتیا دا دي چې هغه پېښه ۲۰۰۷ کال کې هند ته د پاکستان لوبډلې سفر بهیر کې شوې وه.

د انځور حقوق Getty Images

شاهد په خپل کتاب کې هم ګوتم ګمبیر یو منفي انسان بللی، بلکې په دې یې هم بسنه و نه کړه او د کتاب مخکتنې مراسمو کې یې هم په طنزي انداز د هغه نوم یاد کړ او د درملنې وړاندیز یې ورته وکړ.

بل لور ته ګوتم ګمبیر هم د شاهد ګوزار بې ځوابه نه دی پرې ایښی او هغه ته یې په هند کې د رواني درملنې لړ کې د مرستې وړاندیز کړې ده.

شاهد اپرېدي یوه ورځنۍ لوبه کې پر ۳۷ توپونو د سلیزې بشپړولو سره کم عمرۍ کې یو نړیوال ریکارډ خپل کړی و.

د ۱۶ کلونو او ۲۱۷ ورځو په عمر کې هغه سلیزه تر اوسه په نړۍ کې تر ټولو کم عمر کې د سلیزې بشپړولو ریکارډ دی، خو د شاهد خپل ژوند لیک له کبله اوس دغه ریکارډ هم له خطر سره مخامخ دی.

نوموړي خپل کتاب چاپ شوې بڼه کې د زېږېدو کال ۱۹۷۵ او د همدې کتاب په ډېجټل بڼه کې ۱۹۷۷ لیکي او دغه راز خپله د زېږېدو کال ۱۹۷۷ یادوي. په دې حساب د هغې سلیزې بشپړولو پر وخت یې عمر ۲۱ کلونو ته رسېدلی و.

مخکې پاکستاني لوبغاړي د زېږېدنې د نېټې په تړاو د کره اسنادو پرته رسمي لوبو کې شاملېدل او له همدې کبله د دوی عمرونو په تړاو تل شکونه څرګند شوي.