کرېکټ نړیوال جام؛ اتله لوبډله به څومره پيسې ترلاسه کوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اسټراليا تر ټولو ډېر پنځه ځله د کرېکټ نړيوال جام ګټلی دی

د کرېکټ نړيوالې شورا د یوې خبرپاڼې له مخې د سږ کال نړيوال جام ګټونکې لوبډله به څلور ميليونه ډالره او د دوهم مقام لرونکې لوبډله به دوه ميليونه ډالر ترلاسه کوي.

د کرېکټ نړيوالې شورا په وينا د نيمه پايلوبې بايلونکې لوبډلې ته به ۸۰۰ زره او د ګروپ سیالیو په پړاو کې د هرې لوبې ګټونکي ته به ۴۰ زره ډالره ورکول کېږي.

د سږ کال کرېکټ نړيوال جام سيالۍ د روانې مې مياشتې په ۳۰ مه بريتانيا کې پيلېږي چې د جولای مياشتې تر ۱۴ مې نېټې به دوام وکړي. په دغو سياليو کې د افغانستان په ګډون ۱۰ لوبډلې برخه لري چې هره لوبډله به له يو بل سره لږ ترلږه يوه يوه سيالي کوي.

اسټراليا تر ټولو ډېر پنځه ځله د کرېکټ نړيوال جام ګټلی دی تر هغې وروسته وېسټ انډيز او هند دوه دوه ځله دغه اتلولۍ په خپل نامه کړې دي.

افغانستان د دوهم ځل لپاره د يو ورځنیو لوبو نړيوال جام کې سيالي کوي. تېر نړيوال جام چې ۲۰۱۵ کال کې وشو افغانستان يوازې سکاټلنډ ته ماته ورکړې وه، خو د پخوا پرتله دا ځل په افغان لوبډله کې د نړۍ په کچه د مشهورو لوبغاړو د شتون له امله له افغان لوبډلې هيلې زياتې شوې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان په ګدون ټولو هېوادونو نړيوال جام ته خپلې لوبډلې اعلان کړې دي، د افغانستان لومړۍ لوبه له اسټراليا سره ده

د افغانستان په ګدون ټولو هېوادونو نړيوال جام ته خپلې لوبډلې اعلان کړې دي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جون میاشتې په لومړۍ نېټه له اسټراليا سره ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا افغان لوبډلې چې څو ورځې وړاندې له سکاټلنډ سره لوبې لرلې اوس ايرلنډ ته روانه شوې چې د راتلونکې يکشنبې په ورځ به له ايرلنډ سره لومړۍ او پر ۲۱ نېټه به دوهمه سيالي کوي.

تر دې وروسته به افغان لوبډله انګلنډ ته ځي چې هلته به له نړيوال جام وړاندې له پاکستان او انګلنډ سره يوه - يوه لوبه کوي.

همدا ډول د کرېکټ نړيوال شورا تېره ورځ د کرېکټ د ۲۰۱۹ نړيوال جام لپاره د کرېکټ د غوره مبصرينو يا کامنټرانو نوملړ اعلان کړ.

په دغه نوملړ کې د لوبېدونکو ټولو هېوادونو خپل مبصرين شته خو افغانستان يوازنی هېواد دی چې خپل مبصر نه لري.

اړونده مطالب

ورته مطالب