کرېکټ نړیوال جام ۲۰۱۹: ویسټ انډیز په اسانۍ سره له پاکستانه لوبه وګټله

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو لړ کې نن 'جمعه مې ۳۱ مه ' د پاکستان او ویسټ انډیز تر منځ سیالي د برتانیا ناټنګم په ټرینټ برج لوبغالي کې وشوه چې ویسټ انډیز په خورا اسانۍ سره په اوو وېکټو وګټله.

د لوبې پچه ویسټ انډیز لوبډلمشر جېسن هولډر وګټله او پاکستان لوبډلې ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په ۲۲ اوورنو کې د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته ۱۰۵ منډې وکړې او ویسټ انډیز ته یې د ۱۰۶ منډو هدف وټاکه، چې ویسټ انډیز لوبغاړو ۱۳ اعشاریه څلور اوور لوبه کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۸ منډې وکړې او لوبه یې وګټله.

ویسټ انډیز لوبډلې لومړی د شای هوپ وېکټه له لاسه ورکړه، چې ۱۱ منډې یې وکړې او کریس ګیل د لوبې ۱۱ اوور کې د ۳۳ توپونو له لوبولو وروسته د شپږو څلوریزو او دریو شپږیزو پر مټ نیمه سلیزه بشپړه کړه.

د انځور حقوق Getty Images

د همدې ۱۱ اوورنو لوبې تر پایه د پاکستان محمد عامر خپلو شپږو اوورنو کې د ۲۶ منډو ورکولو بدل کې د ویسټ انډیز درې وېکټې واخیستې.

پاکستان لوبډلې د دغې لوبې پیل په خورا کمزوري انداز وکړ او لومړني بشپړ اوور کې یې یوازینې منډه د وایډ توپ له کبله تر لاسه کړه.

پاکستان د لوبې درېیم اوور کې د انعام الحق وېکټه له لاسه ورکړه او د ۷ اورنو له لوبې وروسته د پاکستان اوپنر فخر الزمان هم وسوځېد او د ۳۶ منډو بدل کې دوه پاکستاني لوبغاړي له میدانه بهر شول.

پاکستان لوبډله په لومړۍ پاور پلې کې د دریو وېکټو له لاسه ورکولو وروسته له فشار سره مخامخ شوه، چې دریم لوبغاړی یې حارث سهیل هم د ویسټ انډیز اندرې رسل له لاسه له لوبې بهر شو.

د ۱۵ اوورنو له لوبې وروسته پر پاکستاني لوبغاړو فشار څرګند معلومیده او محمد حفیظ اور سرفراز احمد سوکه لوبه مخکې بیوله.

پاکستان لوبډلې له دې مخکې د بابر اعظم وېکټه له لاسه ورکړه چې د منډو ترلاسه کولو ډېره تمه ورته کېده. نوموړی له ۲۲ منډو له ترلاسه کولو وروسته د ویسټ انډیز وېکټ ساتونکي شای هوپ په لاس کیچ اوټ شو.

له دې وروسته هيڅ پاکستانی لوبغاړی و نه توانېد میدان کې تر ډېره پاتې شي او په ۲۲ اوور کې ټوله لوبډله د ۱۰۵ منډو له ترلاسه کولو وروسته له میدانه بهر شوه.

د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان په ټولټال سکور ۱۰۵ منډو کې فخر زمان او بابر اعظم داسې وو چې هر یوه ۲۲ منډې تر لاسه کړې او له نورو ۷ لوبغاړو یو هم و نه توانید له ۱۰ منډو زیاتې وکړي.

دا د نړیوال جام په سیالیو کې له ۱۹۹۲ وروسته د پاکستان تر ټولو لږ منډې بلل کېږي.

د ۱۹۹۲ نړیوال جام سیالیو کې پاکستان لوبډلې د انګلنډ خلاف ۷۴ منډې کړې وې. ویسټ انډیز بالرانو یا توپ اچوونکو اوشان تهوماس څلور، جېسن هولډر درې، اندرې رسل دوې او شېلدون کوتریل یوه وېکټه تر لاسه کړه.

ټرینټ برج لوبغالي کې د یوې ورځنیو لوبو تر ټولو ډېرې ۴۸۱ منډې جوړې شوې دي او دغه راز د پاکستان خلاف تر ټولو ډېرې ۴۴۴ منډې هم په همدې لوبغالي کې جوړې شوې دي.