کرېکټ نړیوال جام ۲۰۱۹: د شري لنکا او نیوزیلنډ تر منځ لوبه کې د نیوزیلنډ بریا

د انځور حقوق Getty Images

انګلنډ او ویلز کې د ۱۲ م کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د نیوزیلنډ او سریلانکا تر منځ لوبه د کاردف ویلز لوبغالي کې نیوزیلنډ په لسو ویکټو وګټله. د نړیوال جام سیالیو پر درېیمه ورځ دغه لوبه کې پچه نیوزیلنډ وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې یا بالنګ پرېکړه وکړه.

شري لنکا نیوزیلنډ ته د ټولې لوبډلې له سوځېدو وروسته ۲۹ اعشاریه دوه اوورونو کې د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه چې نیوزیلنډ لوبډلې په ۱۶ اعشاریه یو اوور کې له هیڅ زیان پرته دغه هدف برابر کړ.

د شري لنکا لوبې پیلامه کمزورې وه او اوپنر لوبغاړی لاهیرو تریمانې د لومړي اوور پر دویم توپ وسوځېد.

د نهو اوورنو لوبې بشپړېدو تر مهاله د ټولټال پنځوسو منډو له تر لاسه کولو وروسته درې شري لنکايي لوبغاړي ارام خونې ته رسېدلي وو.

د انځور حقوق Getty Images

د شري لنکا لوبډله کې د لوبډلمشر دمت کرونارتنې تر څنګ لاهیرو تریمانې، کسال مینډس، کسال پریرا، اینجیلومیتھیوز، دھننجایا ډی سلوا، تھسارا پریرا، جیون مینډس، اسورو اډانا، لاست ملنګا او سرنګا لکمل شامل دي.

د نیوزلنډ له لوري په ننۍ لوبه کې له لوبډلمشر کین ولیمسن سره مارټن ګپټل، کالن منرو، راس ټیلر، ټام لیتم، جیمز نیشم، کالن ډی ګرانډہوم، مچل سینټنر، لوکی فرګوسن، ټرینټ بولټ او مټ ہینری برخه اخلي. په نړیواله درجه بندۍ کې نیوزیلنډ لوبډله څلورم او شري لنکا نهم ځای لري.

شري لنکا پر دغه لوبغالي تر اوسه هیڅ یوه لوبه نه ده ګټلې.

د نړیوال جام تېرو ۱۱ سیالیو کې دواړه لوبډلې ۱۰ ځله مخامخ شوې دي چې شپږ یې شري لنکا ګټلې او څلورو کې نیوزیلنډ بری موندلی.

د انځور حقوق Getty Images

شري لنکا د ۱۹۹۶ نړیوال جام سیالیو پایلوبه کې د ډېرو تمې خلاف اسټرالیا ته ماتې ورکولو سره هغه نړیوال جام وګاټه او د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کلونو سیالیو کې یې د رنراپ په توګه ګډون وکړ.

بل لور ته نیوزیلنډ له کوربه انګلنډ‌ پرته یوازینۍ لوبډله ده چې د نړیوال جام ټولو پړاوونو کې یې له ګډون سره هم تر اوسه دغه جام نه دی ګټلی. د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو کې دغه ډله لوړی ځل پایلوبې ته ورسېده، خو د اسټرالیا له لاسه له ماتې سره مخامخ شول.

ورته مطالب