کرېکټ نړیوال جام: اسټرالیا له افغانستانه لوبه وګټله

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images

انګلند او ویلز کې د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان او اسټرالیا تر منځ چې له خپلې مخکینۍ اتلولۍ یې دفاع کوله، برسټل لوبغالي کې لوبه اسټرالیا په ۷ وېکټو وګټله.

افغانستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، اسټرالیا په ۲۰۷ منډو د ټولې افغان لوبډلې له میدانه بهر کولو وروسته پر ځان له بشپړ باور سره لوبه پیل کړه او په ۳۴ اعشاریه پنځم اوور کې یې د دریو وېکټو په زیان سره هدف بشپړ کړ.

ډېوډ وارنر له ۸۹ منډو سره ناسوځېدلی پاتې او د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

د افغانستان ټوله لوبډله په ۳۹م اور کې په ۲۰۷ منډو وسوځېده. نجیب ځدراڼ ۵۱ منډې وکړې.

د اسټرالیا لپاره فېنچ او وارنر لوبه پیل کړه. دواړو د ۹۶ منډو ملګرتیا وکړه. فېنچ ۶۶ منډې وکړې او د ګلبدین په توپ اوټ شو. عثمان خواجه په ۱۵ منډو د راشد خان په توپ اوټ شو.

د بشپړ سکور لیدلو لپاره دلته کلیک وکړئ.

افغان لوبډلې د لوبې پیل کې د دواړو اوپنرانو محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي وېکټې له لاسه ورکړې.

رحمت شاه ۴۳ او حشمت الله شاهدي د ۳۴ توپونو له لوبولو وروسته ۱۸ منډې وکړې او وسوځېدل. یو مهال افغانستان په ۷۷ منډو خپلې پنځه وېکټې بایللې وې.

خو وروسته نجیب ځدراڼ او کپتان ګلبدین نایب پر وېکټه ودرېدل او ښه ملګرتیا یې وکړه. خو له به مرغه دواړو په یوه اوور کې خپلې وېکټې له لاسه ورکړې.

نجیب ځدراڼ ۵۱ او ګلبدین ۳۱ منډې وکړې. په پای کې راشد خان هم یوازې په ۱۱ توپونو ۲۷ منډې وکړې او د افغانستان منډې یې تر ۲۰۰ واړولې.

د اسټرالیا په بالرانو کې پاول کمېنګز ښه وځلېد او ۳ وېکټې یې واخیستې. نوموړي ګلبدین نایب او نجیب ځدراڼ په یوه اوور کې وسوځول او د دوی مهمه ملګرتیا یې ماته کړه.

زمپا هم درې وېکټې واخیستې. مېچل سټارک تېزه توپ اچونه وکړه او په لومړي اوور کې یې شهزاد په صفر وسوځاوه.

دا په روانو سیالیو کې د افغانستان لومړنۍ لوبه ده. اسټرالیا له دې مخکې دواړه تمریناتي لوبې ګټلې دي.

افغان لوبډله د نړیوال جام سیالیو کې لومړۍ لوبه کوي، خو له دې مخکې یې تمریناتي لوبو کې له پاکستانه لوبه په لوی توپیر وګټله او انګلنډ ته یې بیا تمریناتي لوبه په پام وړ توپیر سره بایلوده.

د لوبډلمشر ګلبدین نایب تر څنګ محمد شهزاد، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، حشمت الله شاهدي، محمد نبي، راشدخان، دولت ځدراڼ، مجیب الرحمان، حمید حسن او نجیب الله ځدراڼ د افغانستان لوبډلې برخه دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهزاد محمدي له هیڅ منډې پرته خپله وېکټه له لاسه ورکړه

ایرون پینچ، ډېوډ وارنر، عثمان خواجه، سټېون سمیت، ګلین ماکسویل، مارکیوس سټوینیس، الیکس کارې، ناتهن کوټلر-نیل، پات کیومینس، مایچیل سټارک او ادم زمپا د اسټرالیا لوبډلې غړي دي.

افغان لوبډلمشر ګلبدین نایب د پچې له ګټلو وروسته وویل:

''دا ډېر ښه ښکاري، هوار پچ دی، موږ درې سپنران لرو او د دوی لپاره به پر سکوربورډ یو مناسب سکور غواړو. مورال مو لوړ دی او هیله من یو چې ښه پیل وکړو. ''

د انځور حقوق Getty Images

افغانستان به دې سیالیو کې ټولټال نهه لوبې کوي. د بریسټل پچ په اړه ویل کېږي چې له سپین بالرانو سره مرسته کوي. تمه کېږي چې د افغانستان لخوا به راشد خان، محمد نبي او مجیب ځدراڼ ښايي پر دغه پچ ښه وځلېږي.

بریسټل کې د بي بي سي خبریال ایمل پسرلی وايي، لوبغالی د نورو پرتله کوچنی دی، د څلوریزو او شپږیزو احتمال پکې زیات دی. لوبغالی د ۱۱ زره نندارچیانو د ناستې لپاره ځای لري چې راته ویل شوي، ټول ټکټونه یې پلورل شوي دي.

افغانستان په همدې لوبغالي کې پاکستان ته په تمریناتي لوبه کې ماتې ورکړې وه.

لوبغالي کې د بي بي سي همکاران به د همدې پاڼې، رادیو، بي بي سي پښتو ټلویزیون او بي بي سي پښتو فېسبوک له لارې شېبه په شېبه د لوبې حال راسره شریک کړي.

د انځور حقوق Getty Images