د افغانستان کرېکټ بورډ کې نوي بدلونونه اعلان شول

انډي مولز د انځور حقوق Getty Images
Image caption انډي مولز تر دې وړاندې د افغان ملي لوبډلې روزونکی و

د افغانستان کرېکټ بورډ نن سه شنبه په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې د الف لوبډلی بهرنی روزونکی او د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی انډي مولز به د غوراوي کمېټې مشر وي. له ده سره یو ځای پخوانی لوبغاړی مجاهد ځدراڼ هم د غوراوي د کومیټې مشر ټاکل شوی.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي خبري ناسته کې وویل، دوی دواړه به د افغانستان د ملي او الف لوبډلو لپاره لوبغاړي غوره کوي.

ښاغلي فضلي وویل، د کرېکټ بورډ ادارې پخوانيو څلورو غړو پر ځای هم نوي کسان ټاکل شوي دي.

د حکمت خلیل کرزي، اکلیل حکیمې، سیدمنصور سادات نادري او احمد شاه سنګدل پرځای ګلالۍ نور ساپۍ، ضیاالحق امرخېل، احمد جواد پیکار او د کرېکټ بورډ پخواني مشر شکرالله عاطف مشعل د کرېکټ بورډ د نوي غړيو په توګه ټاکل شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کرېکټ بورډ پخوانی مشر عاطف مشعل یو ځل بیا د دې بورډ غړی غوره شوی

په افغان کرېکټ بورډ کې دا بدلونونه په داسې وخت کې اعلانېږي چې ملي لوبډله په انګلستان او وېلز کې د نړیوال جام په سیالیو کې بوخته ده.

افغان لوبډلې تر دې دمه خپلې درې واړه لوبې بایللې دي او چندان ښه نه ده ځلېدلې، چې له کبله یې پخپله او د کرېکټ بورډ چارواکي له سختو نیوکو سره مخ شوي.

په یوه جلا ناندرۍ کې د ملي لوبډلې وېکټ ساتونکي او توپ وهونکي شهزاد محمدي هم ادعا کړې ده چې د نړیوال جام په سیالیو کې ټپي شوی نه و، او په ناحقه توګه له ملي لوبډلې ایستل شوی دی.

خو دا جوته نه ده چې په کرېکټ بورډ کې وروستي بدلونونه دې د ملي لوبډلې له ماتو او نورو ناندریو سره څه تړاو ولري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا بدلونونه داسې وخت کې اعلانېږي چې ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو کې بوخته ده

د رسنیو په کمېټه کې بدلونونه

د کرېکټ بورډ د نویو بدلونو په لړ کې د رسنیو کمېټه کې هم بدلونونه راغلي او جار عبدالرحیمزی یې نوی مشر ټاکل شوی دی.

ښاغلی عبدالرحیمزی تر دې وړاندې د کرېکټ بورډ د لوبو د پراختیا برخې د مسوول په توګه دنده کړې ده.

د کرېکټ بورډ اجرائیه ریاست د مشرتابه بدلون هم پام کې دی، خو ښاغلي فضلي وویل چې په دې اړه به د روان نړیوال جام د لوبو له ختمېدو رسېدو وروسته پرېکړه وکړي.

دمګړۍ اسدالله خان د کرېکټ بورډ د اجرائیه مشر په توګه دنده پر مخ وړي، خو د ښاغلي فضلي په خبره، د اسدالله خان ټاکنه له پیله لنډمهالې وه.

ورته مطالب