کرېکټ نړیوال جام: اسټرالیا پاکستان ته ماتې ورکړه

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو لړ کې د پاکستان او اسټرالیا تر منځ د انګلستان سمرسیټ په نوټن کې د لړۍ ۱۷ مه لوبه کې اسټرالیا پاکستان ته په ۴۱ منډو ماتې ورکړه.

پاکستان د دغې لوبې پچه وګټله او اسټرالیا ته یې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه، چې ۴۹ اوورنو کې یې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو ورسته ۳۰۷ منډې وکړې.

د انځور حقوق Getty Images

پاکستان په ځوابي لوبه کې د ۴۵ اعشاریه څلور اوور له لوبې وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۶۶ منډې یې جوړې کړې.

د اسټرالیا له لوري ډېوډ وارنر سلیزه بشپړه کړه او له ۱۰۷ منډو وروسته د شاهین اپریدي په توپ امام الحق کیچ اوټ کړ.

د پاکستان محمد عامر ایله د ۳۰ منډو له ورکولو وروسته پنځه وېکټې تر لاسه کړې. دا په یوه نړیواله لوبه کې لومړی ځل دی چې محمد عامر پنځه وېکټې تر لاسه کوي.

کله چې د ۳۰۸ منډو هدف ته د رسېدو لپاره پاکستان لوبه پیل کړه، اوپنر فخر الزمان له هیڅ منډې تر لاسه کولو پرته وسوځېد او له ده وروسته بابر اعظم هم د ۳۰ چټکو منډو له جوړولو وروسته وسوځېد چې له امام الحق سره یې په شریکه تر ۵۰ د ډېرو منډو ملګرتیا وکړه.

د انځور حقوق Getty Images

امام الحق له محمد حفطظ ظره د ۸۰ منډو ملګرتیا وکړه او په ۲۶م اور کې په ۵۳ منډو وسوځېد. ورپسې بل اوو کې حفیظ هم خپله وېکټه په ۴۶ منډو له لاسه ورکړه. په ۲۸م اوور کې شعیب ملک هم په صفر وسوځېد.

د دواړو لوبډلو تر منځ شویو ۱۵ لوبو کې ۱۴ اسټرالیا ګټلې او په یوه لوبه کې پاکستان بریا تر لاسه کړې ده.

د نړیوالو لوبو مخکې اسټرالیا له پاکستانه درې لوبې وګټلې او په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان په کوربتوب د پنځو لوبو لړۍ کې له بریا وروسته اسټرالیا پاکستان ته په پرلپسې اتو لوبو کې ماتې ورکړې.

د روانو نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې اسټرالیا خپلې دوه لوبې ګټلې دي او یوه یې هند ته بایللې ده.

پاکستان هم درې لوبې کړې دي، یوه یې ګټلې، یوه یې بایللې او یوه لوبه یې لغوه شوې وه.

د اسټرالیا له لوري ایرن فنچ (لوبډلمشر) ډېوډ وارنر، عثمان خواجه، سټېو سمیت، شان مارش، ګلین مکسویل، نېتن کولټر نایل، پيټ کمنز، مچل سټارک او کین رچرډسن شامل دي.

او د پاکستان لوبډله کې امام الحق، فخرزمان، بابر اعظم، محمد حفیظ، سرفراز احمد (وکټ ساتونکي او لوبډلمشر) شیعب ملک، اصف علي، محمد عامر، وهاب ریاض، حسن علي او شاهین اپریدی شامل دي.