کرېکټ نړیوال جام: هند افغانستان ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ۲۸ لوبه کې نن 'شنبه جون ۲۲ 'د انګلنډ په ساوت همپټن ښار کې هند افغانستان ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه. پچه هند وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه.

هند لوبډلې د ټولو ۵۰ اوورنو له لوبې وروسته اته وېکټې له لاسه ورکړې او ۲۲۴ منډې یې تر لاسه کړې.

افغانستان په ځوابي لوبه کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۴۹ اعشاریه پنځه اوور کې ۲۱۳ منډې وکړې او په ۱۱ منډو یې لوبه بایلوده.

محمد شامي دویم هندی بالر و چې د نړیوال جام سیالیو کې یې 'هټ ټریک ' یا درې پرلپسې لوبغاړي وسوځول له دې مخکې چیتن شرما د نړیوال جام سیالیو کې هټ ټریک کوونکی یوازینی لوبغاړی و.

محمد شامي په نننۍ لوبه کې تر ټولو ډېرې څلور وېکټې تر لاسه کړې.

محمد نبي د افغانستان له لوري په ستونزمنو شرایطو کې خورا په زړه پورې لوبه وکړه او د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ یې له ۵۵ توپونو د ۵۲ منډو له تر لاسه کولو ورسته د محمد شامي په توپ خپله وېکټه له لاسه ورکړه. محمد نبي د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

دویم ځای رحمت شاه لري چې له ۶۳ توپونو یې ۳۶ منډې ترلاسه کړې. بهمرا د غوره توپ اچوونې له کبله د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

له دې لوبې وروسته د هند پواینټونو شمېر نهو ته لوړ شو او افغانستان تر اوسه کوم پواینټ نه لري.

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان له لوري حضرت الله ځاځي او ګلبدین نایب لوبه پیل کړه.

محمد شامي په شپږم اوور کې د حضرت الله ځاځي وېکټه ترلاسه کړه. ځاځي ۱۰ منډې وکړې. کپتان ګلبدین د څه مودې لپاره پر وېکټه ودرېد خو په ۱۷م اوور کې یې په ۲۷ منډو د پانډیا په توپ وېکټه وبایلله.

ورپسې رحمت شاه او حشمت الله شهیدي د ۴۲ منډو ملګرتیا وکړه. خو رحمت شاه هم په ناسم شاټ د بومرا په توپ وسوځېد. نوموړي په ۴۹ توپونو ۳۶ منډې وکړې.

په هماغه ۲۹م اوور کې حشمت الله شهیدي هم په غلط شاټ خپله وېکټه یوازې په ۲۱ منډو وبایلله او له دې سره د افغانستان توپونکي یو ځل بیا تر فشار لاندې راغلل.

د انځور حقوق Getty Images

اصغر افغان په ۳۵م اوور کې د چهل په بال کلین بولډ شو او د نورو افغان توپوهونکو په څېر ده هم داسې شاټ وهلو هڅه وکړه چې ورته اړتیا نه وه، ځکه په هماغه اوور کې نبي ۵ مندې اخیستې وې. په ۴۲م اوور کې نجیب ځدراڼ هم په ۲۱ منډو وسوځېد.

راشد خان په ۴۶م اوور کې په ۱۴ منډو وسوځېد، او دا داسې یو پړاو و چې افغانستان یو ځل بیا هیله موندلې وه.

د دغې لوبې له پیله د افغان سپنرانو فشار څرګند معلومیده. سپین بالرانو له ۵۰ څلور دېرش اوورونه وکړل، پنځه وېکټې یې تر لاسه کړې او یوازې ۱۱۹ منډې یې ورکړې.

افغان فاسټ بالرانو یا چټک توپ اچوونکو بیا ۱۶ اووره لوبه وکړه، ۱۰۵ منډې یې ورکړې او یوازې درې وېکټې یې ترلاسه کړې.

محمد نبي د نهو اوورنو لوبه کې دوه وېکټې واخیستې او یوازې ۳۳ منډې یې ورکړې. نوموړې د هند لوبډلې دوه مهم لوبغاړي ویراټ کوهلي او لوکېش راهول وسوځول.

د انځور حقوق Getty Images

لوبډلمشر ګلبدین نایب په وروستي اوور کې دوې وېکټې تر لاسه کړي افتاب عالم د هاردک پانډیا وېکټه په ۴۸ اوور کې تر لاسه کړه. نوموړي اووه منډې وکړې. د هند له لوري ویراټ کوهلي تر ټولو ډېرې ۶۷ منډې وکړې، چې شپږ څلوریزې یې هم پکې شاملې دي.

د راشد خان په توپ کیدر یادو ایل بي اووټ وباله، خو په ریو یا بیا کتنه کې دریم لوبڅار ناسوځېدلی وباله. راشد خان په خپلو وروستیو پنځو اوورنو کې یوازې ۱۲ منډې ورکړې او د دهوني ویکټه یې هم تر لاسه کړه.

د انځور حقوق Getty Images

محمد نبي په ۳۱م اوور کې د هندي کپتان ویرات کوهلي وېکټه هم واخیسته. نوموړي په ۶۳ توپونو ۶۷ مندې وکړې. تر ده وروسته په ۴۵م اوور کې دهوني هم د راشد خان په توپ سټمپ اوټ شو.

د هند دریم لوبغاړی وجې شنکر و، چې د رحمت شاه په توپ وسوځېد. نوموړي له ۴۱ توپونو ۲۹ منډې تر لاسه کړې او پر ځای یې ایس ایم دهوني د لوبې ډګر ته راووت.

په افغانه لوبډله کې نن دوه بدلونه راغلي. د نور علي ځدراڼ پر ځای جضرت الله ځاځی بېرته لوبډله کې اخیستل شوی او د دولت ځدراڼ پر ځای افتاب عالم لوبه کوي. دا په روانو سیالیو کې د افغانستان شپږمه لوبه ده. افغانستان خپلې لومړۍ پنځه لوبې ټولې بایللې دي.

د لوبې په پنځم اور کې مجیب ځدراڼ هندی روهیت شرما وسوځاو. په پنځلسم اوور کې راهول هم د محمد نبي په توپ وسوځېد. خو کپتان ویران کوهلي پر وېکټه ودرېد او ۴۸ توپونو یې خپله پنځوسیزه بشبړه کړه.

د انځور حقوق Getty Images

د ساوت همپټن لوبغالي وېکټه د توپ وهنې لپاره مناسبه بلل شوې او ښایي همدا لامل و چې هندي کپتان کوهلی د پچې تر ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلمشر ګلبدین نایب هم وویل، که یې پچه ګټلې وای نو ښایي لومړی یې توپوهنه کړې وای.

وړاندې تېره سه شنبه افغانستان له کوربه انګلنډ سره لوبه لرله، چې افغانستان ته یې په ۱۵۰ منډو ماتې ورکړه. له دې وړاندې افغانستان د اسټرالیا، سرېلانکا، نیوزلېنډ او سویلي افریقا پر وړاندې تر سره شوې سیالۍ هم بایللې دي.

د انځور حقوق Getty Images

له دې مخکې دواړه لوبډلې په دوو یوه ورځنیو لوبو کې مخامخ شوې دي چې یوه یې هند ګټلې او بله له کومې پایلې پرته ختمه شوې وه. د نړیوال جام سیالیو کې البته دا د افغانستان او هند تر منځ لومړنۍ سیالي ده.

هند لوبډلې د نړیوال جام سیالیو کې تر اوسه څلور لوبې کړې چې درې ګټلې او یوه لوبه د باران له کبله لغو شوې وه.

د انځور حقوق Getty Images

دې سره تر اوسه هند په دې سیالیو کې ماتې نه نه ده خوړلې او افغانستان دې سیالیو کې تر اوسه کومه لوبه نه ده ګټلې. د پواینټونو په درجه بندۍ کې هند څلورم ځای لري او افغانستان وروستي ځای کې دی.

د انځور حقوق Getty Images