کرېکټ نړیوال جام: افتاب عالم له افغان لوبډلې بهر شو

  • 27 جون 2019 - 06 چنګاښ 1398
کرېکټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption تر دې دمه له افغان لوبډلې د افتاب عالم د وتلو لامل نه دی څرګند

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی افتاب عالم د نړیوال جام سیالیو لپاره له افغان لوبډلې بهر شوی دی. د ده پر ځای به احتیاطي لوبغاړی سید شېرزاد په افغان لوبډله کې اخیستل کېږي.

د کرېکټ نړیوالې شورا له افغان لوبډلې د افتاب عالم د بهر کېدو ښکاره لامل نه دی ویلی. خو د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې نوموړی د "انضباطي سرغړونې " له کبله بېرته افغانستان ته لېږل شوی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا په دې تړاو خپله اعلامیه کې ویلي، افتاب عالم د "ځانګړو شرایطو " پر اساس له افغان لوبډلې بهر شوی او پر ځای به یې سید شېرزاد اوس له افغان لوبډلې سره یو ځای کېږي.

دا د کرېکټ نړیوال جام په سیالیو کې دویم ځل دی چې د افغان لوبډلې یو لوبغاړی له لوبډلې بهر کېږي او پر ځای یې بل لوبغاړی ور بلل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افتاب عالم له نیو زیلنډ سره لوبه کې ۳ وېکټې اخیستې وې

تر دې وړاندې د ملي لوبډلې وېکټ ساتونکی شهزاد محمدي هم د ټپي کېدو له کبله له لوبډلې وتلی و او پر ځای یې اکرام علي خېل له لوبډلې سره یو ځای شو.

شهزاد محمدي وروسته تور پورې کړ چې ټپي شوی نه و او په ناحقه له ملي لوبډلې ایستل شوی دی.

افتاب عالم د کرېکټ نړیوال جام روانو سیالیو کې د افغانستان لپاره درې لوبې وکړې. د نوموړي لومړۍ لوبه له نیو زیلنډ سره وه چې درې وېکټې یې هم پکې واخیستې.

افتاب عالم له هند سره لوبه کې یوه وېکټه واخیسته، خو له سویلي افریقا سره لوبه کې یې وېکټه وانخیسته.

۲۶ کلن افتاب عالم د افغانستان لپاره ټولټال ۲۷ یو ورځنۍ لوبې کړې دي او ۴۱ وېکټې یې اخیستې دي.

ورته مطالب