کرېکټ نړیوال جام: ویسټ انډیز افغانستان ته په ۲۳ منډو ماتې ورکړه

  • 4 جولای 2019 - 13 چنګاښ 1398
کرېکټ د انځور حقوق Getty Images

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان په خپله نهمه او وروستۍ سیالۍ کې له ویسټ انډیز سره لوبه په ۲۳ منډو بایلوده. ویسټ انډیز پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې د ټولو پنځوسو اوورنو له لوبې وروسته یې ۳۱۱ منډې وکړې، شپږ لوبغاړي یې وسوځېدل او افغانستان ته یې د ۳۱۲ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې په ځوابي لوبه کې د ټولو اوورنو له لوبولو وروسته ټولې وېکټې له لاسه ورکړې او ۲۸۸ منډې یې جوړې کړې.

دولت ځدراڼ د یوې منډې، راشد خان د نهو او اصغر افغان د ۴۰ منډو له تر لاسه کولو وروستي لوبغاړي وو چې له میدانه بهر شول. له دې مخکې سمیع الله شینواری د شپږو منډو له تر لاسه کولو وروسته وسوځېد.

اکرام علي خېل د ۸۶ او رحمت شاه د ۶۲ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل. اکرام علي خېل ۹۳ توپونونه ولوبول او ۸ څلوریزې یې ووهلې. رحمت شاه بیا ۷۸ توپونه ولوبول او ۱۰ څلوریزې یې ووهلې.

د ویسټ انډیز له لوري کیمار روچ درې، کارلوس براتوایټ څلور او کریس ګیل یوه وېکټه تر لاسه کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اکرام علي خېل له رحمت شاه سره په ملګرتیا د افغانستان منډو کې پام وړ ډېروالی راوست

د لوبې ۳۷ اوور کې محمد نبي د دوو منډو له جوړولو وروسته خپله وېکټه له لاسه ورکړه او پر ځای یې سمیع الله شینواري له اصغر افغان سره په ګډه لوبه پیل کړه.

له دې مخکې ګلبدین نایب د افغانستان لومړنی لوبغاړی و چې د پنځو منډو له تر لاسه کولو وروسته د کیماروچ پر توپ، کیچ وسوځېد.

د ۴۰ اوور تر لوبې پورې ویسټ انډیز د وېکټ تر لاسه کولو درې فرصتونه له لاسه ورکړل. وېکټ ساتونکي شې هوپ د نجیب الله سټمپ کولو فرصت له لاسه ورکړ، کرس ګیل په خپل توپ و نه توانید کیچ ونیسي او له دې مخکې یو خورا اسان کیچ د ویسټ انډیز غوره فیلډر شیلډن کوترل له لاسونو وغورځېد.

له دې مخکې په ۴۹ اوور کې ویسټ انډیز لوبډلې د جو هولډر او نیکولاس پوران دواړه وېکټې پرلپسې له لاسه ورکړې.

د انځور حقوق Getty Images

نیکولاس پوران د لوبې ۴۷ اوور کې له ۴۰ توپونو لوبولو وروسته نیمه سلیزه بشپړه کړه او د ۵۸ منډو له تر لاسه کولو وروسته وسوځېد او جو هولډر ۴۵ منډې وکړې.

هوپ شای د محمد نبي په توپ له ۹۲ توپونو د ۷۷ منډو له تر لاسه کولو وروسته کیچ اوټ وسوځېد. نوموړي د دوو شپږیزو او شپږو څلوریزو په مټ دغه منډې تر لاسه کړې.

له دې مخکې هتمیر د دولت زدراڼ په توپ د ۳۹ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

د انځور حقوق Getty Images

شای هوپ د لوبې ۲۹ اوور کې د ۶۵ توپونو له لوبو وروسته نیمه سلیزه بشپړه کړه. له دې مخکې ایون لیوس د راشد خان په توپ د ۵۸ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

کرېس ګېل په شپږم اوور کې د دولت ځدراڼ په توپ د اوو منډو له جوړولو وروسته وسوځېد. دا د کرېس ګېل وروستۍ نړیواله پنځوس اوریزه لوبه وه.

ویسټ انډیز لوبغاړي ایون لیوس له ۶۷ توپونو لوبولو وروسته د لوبې ۲۱ اوور کې نیمه سلیزه بشپړه کړه.

د انځور حقوق Getty Images

د افغان لوبغاړي راشد خان له لاسونو یو اسان کیچ وغورځېد او افغان او وېکټ ساتونکي د سټمپ کولو یو اسان فرصت له لاسه ورکړ. د دویمې وېکټې تر لاسه کولو یو فرصت له لاسه ورکړ. افغانستان په همدغه لوبغالي کې د جون پر ۲۹ له پاکستان سره یوه سخته سیالي کړې وه.

په افغان لوبډله کې نن دوه بدلونه راغلي. د حمید حسن پر ځای ځوان تېز توپ اچوونکی سید شېرزاد لوبډله کې اخیستل شوی. حشمت الله شهیدي هم لوبډله کې نشته او پر ځای یې دولت ځدراڼ لوبه کوي.

افغانستان خپلې ټولې اته لوبې بایللې او له نړیوال جام بهر شوی، که څه هم ویسټ انډیز یوه لوبه ګټلې، خو له نړیوال جام وتلی دی.

د انځور حقوق Getty Images

ویسټ انډیز د نننۍ لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه. په نننۍ لوبه کې به د حمید حسن او حشمت الله شهیدي پر ځای دولت ځډران او سید شیرزاد لوبه وکړي.

د افغانستان کرېکټ کپتان ګلبدین نایب پرون خبري کنفرانس کې وویل، د افغانستان توپ وهونکي هغسې نه دي ځلېدلي، چې ورته پکار وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګلبدین شپږم اوور کې د کرېس ګېل وېکټه واخیسته

ده افغان توپ وهونکي وننګول، چې نن دې له ویسټ انډیز سره په ښې لوبې کولو افغانستان ته بریا راوړي او لږترلږه د یوې لوبې د ګټلو هڅه باید وکړي.

د افغانستان وروستۍ لوبه له پاکستان سره وه چې په کوم توپير یې د پاکستان ټیم ته وبایلله او د افغان مينه والو له سختو نيوکو سره مخ شول.

پرون ګلبدین نایب په یوه خبرې ناسته کې وویل، دوی چمتو دي او غواړي چې خپل هېواد ته ډک لاسونه لاړ شي یعنې له دې نه یې موخه دا وه چې باید یوه لوبه خو وګټي.

د ګلبدین دې خبرې ته ورته د ویسټ انډیز د لوبډلې د روزونکي مرستیال هم ورته خبره کوله چې باید خپل هېواد ویسټ انډیز ته تش لاس باید لاړ نه شي.

د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان لوبډله کې دوه بدلونونه راغلي وو

خو یاده دی وي چې افغانستان د تېر کال د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې دوه ځله ویسټ انډیز ته ماتې ورکړې وه او د ویسټ انډیز کپټان ویلي چې د دوی ټیم غواړي له افغانستان نه د هغو دوو بایللو سیالیو غچ واخلي.

۲۰۱۹ کرېکټ نړيوال جام

د جدول په حساب کوم بدلون راتلونکی نه دی دا چې هر ټیم سیالي وګټي، خو دواړه لوبډلې هڅه کوي چې بریا په خپل نوم کړي ځکه چې دواړه خواوې نه غواړي چې خپلو هېوادونو ته تش لاس لاړ شي.

په نننۍ لوبه کې د افغان لوبغاړو روحیه ډېره پیاوړې ښکاري، او لوبغاړي وايي له لومړۍ لوبې تر وروستۍ هغې پورې دوی پرمختګ کړی دی، ځکه د دوی په خبره د نورو وختونو په پرتله ښه شوي دي.

په نړیوال جام کې د پاکستان هیلې هم کابو ختمې دي. د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې انګلنډ نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه او دې سیالیو نیمه پایلوبې ته یې لار ومونده.

د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ په نړیوال جام سیالیو کې اسټرلیا ۱۴ پواینټونه لري چې لومړی مقام لري، هند ۱۳ پواینټونه انګلینډ ۱۲، نیوزیلنډ ۱۱، پاکستان ۹، شري لنکا ۸، بنګلدیش ۷، سوېلي افریقا ۵، ویسټ انډیز ۳ او افغانستان بیا صفر لري، چې نن یې وروستۍ لوبه ده.

زیات شمېر افغان لوبغاړو بي بي سي ته ویلي، خپلې نیمګړتیاوې یې حس کړې او په دې پوه شول چې کومې کومې نيمګړتیاوې یې لرلې چې په راتلونکې کې دوی پرې کار وکړي چې تر ډېره یې د خپل فیټنیس په اړه ټینګار کړی.

دغو لوبغاړو ویلي له دغو ټیمونو سره چې دوی لوبې وکړي د لا ډېرو لوبو د کولو غوښتونکي و تر څو تجربې تر لاسه کړي او په راتلونکو نورو سیالیو کې ورته لوبې اسانه او د بریا فرصت یې زیات شي.

افغان کرېکټ ټیم به د جمعې په ورځ بېرته هېواد ته ستانه شي، دوی به تر یوې میاشتې خپلو کورونو ته ځي او ارام به کوي خو له هغې وروسته به یو شمېر کورنۍ لوبې چې شپږیزه ټورنمنټ دی هغه به پیلېږي او وروسته به له بنګله دېش او زیمبابوې سره شل اوریزو لوبو کې مخامخ کېږي او یو شمېر نورې لوبې چې په بېلا بېلو ځایونو کې ورته پلان شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا د کرېس ګېل وروستۍ نړیواله پنځوس اوریزه لوبه وه

ورته مطالب