کرېکټ نړیوال جام: پاکستان بنګله دېش ته په ۹۴ منډو ماتې ورکړه

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو لړ کې پاکستان بنګله دېش ته خپله وروستۍ لوبه کې په ۹۴ منډو ماتې ورکړه. دغه لوبه د لندن لارډز کرېکټ لوبغالي کې وشوه.

د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې توپوهنه یا بټنګ غوره کړ. پاکستان لوبډلې د ټولو اوورنو له لوبولو وروسته نهه وېکټې له لاسه ورکړې، ۳۱۵ منډې یې وکړې او بنګله دېش لوبډلې ته یې د ۳۱۶ منډو هدف وټاکه.

بنګله دېش لوبډلې ځوابي لوبه کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۴۴ اعشاریه یو اوور کې ۲۲۱ منډې وکړې او د ۹۴ منډو په توپیر یې لوبه بایلوده.

د بنګله دېش له لوري شکیب الحسن تر ټولو ډېرې ۶۴ منډې تر لاسه وکړې. سومایا سرکار ۲۲، لټن داس ۳۲، محمدالله ۲۹، مصدق حسین ۱۶ او مشرف مرتضی له ۱۵ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو.

د پاکستان له لوري شهنشاه اپریدي خورا په زړه پورې لوبه وکړه او شپږ وېکټې یې واخیستې. نوموړي ۳۵ منډې ورکړې او شپږ وېکټې یې تر لاسه کړې.

څه باندې ۱۹ کاله عمر لرونکی شهنشاه اپریدی دې سره لارډز لوبغالي کې د شپږو وېکټو تر لاسه کوونکی تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو. محمد عامر، وهاب ریاض یوه - یوه او شاداب خان د پاکستان له لوري دوې وېکټې تر لاسه کړه.

له دې مخکې له امام الحق (۱۰۰) بابر اعظم (۹۶) او عماد وسیم (۴۳) پرته هیڅ پاکستانی توپوهونکی و نه توانید تر ډېره په لوبغالي کې پاتې شي.

د بنګله دېش لوبډلې له لوري اف سپنر مهدي حسن او مډیم پیس بالر سیف الدین لوبه پیل کړه او په لومړنیو نهو اوورنو کې یې پاکستان ته یوازې ۳۱ منډې ورکړې.

د بنګله دېش له لور مهدي حسن ۱، محمد سیف الدین ۳ او مستفیض الرحمان ۵ وېکټې تر لاسه کړې.

د انځور حقوق Getty Images

بنګله دېش فیلډرانو و نه شو کړای، د بابر اعظم دوه نسبتاً اسان کیچونه ونیسي او نوموړی بالاخره د ۹۶ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

بابر اعظم دې سره د نړیوال جام سیالیو کې د پاکستان له لوري تر ټولو ډېرې ۴۷۴ منډې بشپړې کړې، چې یوه سلیزه او درې نیمه سلیزې هم پکې شاملې دي.

د سلیزې له بشپړولو وروسته د توپوهنې پر مهال د پاکستاني لوبغاړي امام الحق پښه له وکټ سره ولګېده او 'هټ وکټ اوټ ' له میدانه بهر شو.

پاکستان د پواینټونو درجه بندۍ کې له نهو پواینټونو سره پنځم ځای لري او بنګله دېش له اوو پواینټونو سره شپږم ځای کې دی. پاکستان له دې مخکې له بنګله دېش سره په وروستیو څلورو یوه ورځنیو نړیوالو لوبه کې بریا نه ده موندلې.

د پاکستان له لوري د نننۍ سیالۍ لپاره په هغه لوبډله کې هیڅ بدلون نه و راغلی چې له افغانستان سره یې لوبه کړې.

امام الحق، فخرزمان ، بابر اعظم، محمد حفیظ، حارث سهیل، سرفراز احمد، عماد وسیم، شاداب خان، وهاب ریاض محمد عامر او شاهین اپریدی په نننۍ لوبه کې د بنګله دېش له تمیم اقبال، سومیا سرکار، شکیب الحسن، مشفیق الرحمان، لټن داس، محمود الله، مصدق حسین، مهدي حسن، محمد سیف الدین، مشرفي مرتضی او متفیض الرحمان سره ولوبیدل.