کرېکټ نړیوال جام: څوک به اتل کېږي؟

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images
Image caption هند په لومړي پړاو کې لومړی او اسټرالیا دویم ځای ترلاسه کړ

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو لومړی پړاو له ګڼو خوندورو او سختو لوبو وروسته پای ته ورسېد. په دویم پړاو یا نیمه پایلوبو کې به د جدول د سر څلور لوبډلې په دوه سیمې فاینل لوبو کې اوس خپل بخت ازمایي.

په دې لړ کې د سه شنبې پر ورځ د جدول د سر لوبډله هند له نیو زیلنډ سره په مانچسټر ښار کې په لومړي سیمې فاینل کې مخامخ کېږي.

د پنجشنبې پر ورځ به اسټرالیا له کوربه هېواد انګلنډ سره په برمنګم ښار کې دویمه نیمه پایلوبه کوي. خو په دې څلورو کې کومه لوبډله د دې اتلولیو د ګټلو ډېر چانس لري؟

په دې لیکنه کې د څلورو واړو لوبډلو پر ځواک او کمزورتیاو ځغلنده نظر اچوو.

د هند چانس څومره دی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند لپاره جسپریت بومرا او روهېت شرما ښه ځلېدلي دي

د هند لوبډلې په خپلو ۹ لوبو کې ۷ وګټلې او یوازې له یوې ماتې وروسته د جدول په سر کې راغله.

په دې نړیوال جام کې سپین بالران ډېر ونه ځلېدل. خو تېزو بالرانو د انګلنډ او وېلز له تېزو وېکټو پوره ګټه واخیستله. د هند تېزو بالرانو په اوسط ډول د ۲۳ اعشاره ۵۰ منډو په بدل کې تر ټولو ډېرې ۵۱ وېکټې واخیستې.

په توپوهنه کې د هند کمال دا و چې د پیل اوپنرانو یې په اسانه خپلې وېکټې نه دي بایللې. روهېت شرما پنځه سلیزې وکړې چې یو رېکارډ دی، او کوهلي او نورو توپوهونکو هم ښه توپوهنه وکړه.

خو په وروستیو اورونو کې د هند لوبډلې چټکې منډې ونشوې کړای. همدا یې ښایي یوه کمزوري وبلل شي.

اوپننګ ملګرتیا؛ د اسټرالیا د بري راز

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسټرالیا د پیل توپوهونکي فېنچ او وارنر ښه توپوهنه کړې ده

د دې نړیوال جام د ډېرو لوبو پایله په لومړیو اورونو کې جوته شوه. دا په دې معنی چې د اوپننګ توپوهونکي خورا مهم وو.

د هرې لوبډلې د پیل لوبغاړو چې ښه توپوهنه کړې، تر ډېره یې لوبه ګټلې ده، او که ژر سوځېدلي دي نو پایله هم برعکس وه.

د اسټرالیا د پیل توپوهونکو دې نړیوال جام کې په اوسط ډول د ۵۵ منډو ملګرتیا کړې ده. ارون فېنچ او ډېوډ وارنر په دې سیالیو کې ښه وځلېدل او د عثمان خواجه نشتوالی هم ښایي لوی سرخوږی نه وي.

ګلېن مکسوېل هم چټکې منډې کړې دي او انګلنډ باید په نیمه پایلوبه کې د ده مخه ونیسي.

د اسټرالیا کمزورتیا ښایي په بالنګ کې وي، په دې معنی چې الرونډرانو یې دې سیالیو کې ښه توپ اچونه نه ده کړې او ډېر مسئولیت د پیل تېزو بالرانو اخیستی.

مکسوېل ټولو سیالیو کې هېڅ وېکټه نه ده اخیستې او سټونېس هم ډېرې مندې ورکړې دي.

د انګلنډ پیاوړی بټېنګ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جوني بېرسټو او جېسن روی د انګلنډ لپاره تل ښه لوبه پيل کړې

د انګلنډ توپوهونکو د دې سیالیو په لومړیو لسو اورونو کې تر ټولو ښه لوبه کړې ده. د لومړۍ وېکټې اوسط ملګرتیا یې له ۵۴ منډو لوړه ده او رنرېټ یې هم کابو پنځه نیم دی.

جوني بېرسټو او جېسن رای په دې سیالیو کې هم په انفرادي ډول او هم په ګډه ښه وځلېدل.

خو د انګلنډ د بري راز په دې کې هم دی چې د لوبې په منځنیو اورونو کې هم تېزې منډې کوي. د افغانستان پر وړاندې د این مورګن ۱۴۸ چټکې منډې یې ښه بېګله بللی شو.

د پای توپوهونکو یې هم په تېرو څو کلونو کې په اوسط ډول تر هرې بلې لوبډلې ډېرې او چټکې منډې کړې دي.

خو د بالنګ په برخه کې انګلنډ له درې نورو لوبډلو ښایي یو څه وروسته پاتې وي.

د بالرانو سټرایک رېټ یې له هند، اسټرالیا او نیو زیلنډ کمزوری دی، په دې معنی چې د هرې وېکټې بدل کې یې تر نورو ډېرې منډې ورکړې دي.

بله ستونزه ی یې دا وه چې کومې درې لوبې یې وبایللې، په درې واړو کې د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغی. مطلب دا چې لومړۍ دویمه پاڼۍ کې توپوهنه یا د هدف پوره کول انګلنډ ته اسانه نه وو.

نیو زیلنډ باید یوازې پر کپتان تکیه ونکړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نیو زیلنډ د توپوهنې برخه کې پر کپتان کېن ویلیمسن ډېره تکیه کړې ده

دې نړیوال جام کې د نیو زیلنډ د پیل توپوهنه ښه نه، او دوه ځله یې د لوبې په لومړي توپ خپل اوپنر توپوهونکی له لاسه ورکړی.

په لومړیو لسو اورونو کې نیو زیلنډ ۱۳ وېکټې له لاسه ورکړې. کولېن مونرو او هېنري نېکولس ښه نه دي ځلېدلي او څو ځله کپتان ویلمسن په یوازې سر لوبه ګټلې ده.

نوموړي ټولټال ۴۸۱ منډې کړې دي چې دې سیالیو کې د نیو زیلنډ د ټولو منډو ۲۸ سلنه جوړوي.

د بري راز یې په دې کې دی چې بالرانو یې په منځنیو اورونو کې تر ټولو ښه توپ اچونه کړې ده او تر ټولو کمې منډې یې ورکړې دي.

نو د هند منځني توپوهونکي ښایي په مانچسټر کې په اسانۍ سره منډې جوړې نه کړي.

د نیو زیلنډ سپېن بالران په دې نړیوال جام کې تر ټولو کمزوري ثابت شول او په ګډه یې یوازې ۷ وېکټې واخیستې.

کپتان ویلیمسن باید پر دې فکر وکړي چې د هند پر وړاندې نیمه پایلوبه کې خپل بالران څه ډول وکاروي.

ورته مطالب