کرېکټ نړیوال جام: نیوزیلنډ هند ته له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته لار وموندله

کرېکټ د انځور حقوق Getty Images

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په نیمه پایلوبه کې چې د برتانیا مانچسټر کې د جون لسمه چارشنبه وشوه، نیوزیلنډ هند ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه. د دغې لوبې پچه نیوزی ګټلې وه او هند ته یې د ۲۴۰ منډو هدف ټاکلی و.

له دې بریا وروسته به نیوزیلنډ د روانې جولای میاشتې پر ۱۴ مه د لندن لارډز لوبغالي کې له انګلنډ یا اسټرالیا سره د ای سي سي کرېکټ نړیوال جام پایلوبه کې سیالي کوي.

هند ته له دې مخکې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبه کې اسټرالیا ماتې ورکړې وه.

په دغه لوبه کې چې دوو ورځو کې بشپړه شوه، د هند لوبډلې ځوابي لوبه ښه نه وه او په لومړنیو اوورنو کې یې اوپنر لوبغاړي وسوځېدل.

پرون د باران له کبله د هند او نیوزیلنډ تر منځ د کرېکټ نړیوال جام د سیمي فاینل یا نیمه پایلوبې لوبه نیمګړې پاتې شوه. له بارانه مخکې نیوزیلنډ د ۴۶ اعشاریه یو اور لوبه کې ۲۱۱ منډې وکړې او پنځه لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

پر چارشنبه د هند ځوابي لوبه کې د رویندر جډیجا او ایس ایم دهوني تر منځ له سلو د ډېرو منډو ملګرتیا هند لوبډلې ته تر څه حده هیله مندي ورپه برخه کړه، خو د دوی له سوځېدو وروسته پاتې هندي لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل او نیوزیلنډ لوبډلې پایلوبې ته لار ومونده.

رویندر جډیجا د هند له لوري د سخت فشار په حالت کې خورا په زړه پورې وکړه او د ۷۷ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد. نوموړي له ۳۹ توپونو نیمه سلیزه تر لاسه کړه.

له ده وروسته ایم اس دهوني هم د نیمې سلیزې له بشپړولو وروسته رن اوټ له میدانه بهر شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هند لوبډلې د ځوابي لوبې لومړني اوورنه له خورا سخت فشار سره بشپړ کړل

د هند له لوري، لومړنیو لوبغاړو یا اوپنرانو، کي راهول، ار جي شرما او ویراټ کوهلي یوازې یوه - یوه منډه وکړه او له میدانه بهر شول.

د نیوزیلنډ جیمي نېشم چې په لسم اوور کې یې کارتیک ته اچول شوی توپ خورا په زړه پورې انداز ونیو، و نه توانید د فرګوسن په لومړي توپ د شهب پند کیچ واخلي او توپ یې له لاسه وغورځېد.

هند له خورا سخت فشار سره لوبه پیل کړه او د لسو اوورنو له لوبې وروسته یې د نیوزیلنډ له لوري ماټ هنري ته درې او ټرانټ بولټ ته یوه وېکټه له لاسه ورکړه.

د 'کرېکټ وز ' نومې پاڼې رپوټ ښيي، چې له دې مخکې یوازې ۲۰۱۰ کال کې داسې شوي چې هند لوبډلې څلورو اوورنو کې درې وېکټې له لاسه ورکړې.

له دې مخکې د نیو زیلنډ د پاڼۍ پیل هم ښه نه و او مارټن ګوپټېل یوازې په یوه منډه د جسپریت بومرا په توپ وسوځېد.

د انځور حقوق Getty Images

نېکولس هم په ۲۸ منډو د جدېجا په توپ خپله وېکټه وبایلله. ورپسې کپتان کېن ویلیمسن پر وېکټه ودرېد او ۶۷ منډې یې وکړې خو په ۳۶ اوور کې یې خپله وېکټه وبایلله.

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لومړي پړاو کې هند د جدول په سر کې و او نیوزیلنډ څلورم ځای درلود.

کد هند لوبډلې په خپلو ۹ لوبو کې ۷ وګټلې او یوازې له یوې ماتې وروسته د جدول په سر کې راغله. په دې نړیوال جام کې سپین بالران ډېر ونه ځلېدل. خو تېزو بالرانو د انګلنډ او وېلز له تېزو وېکټو پوره ګټه واخیستله.

د هند تېزو بالرانو په اوسط ډول د ۲۳ اعشاره ۵۰ منډو په بدل کې تر ټولو ډېرې ۵۱ وېکټې واخیستې.

په توپوهنه کې د هند کمال دا و چې د پیل اوپنرانو یې په اسانه خپلې وېکټې نه دي بایللې. روهېت شرما پنځه سلیزې وکړې چې یو رېکارډ دی، او کوهلي او نورو توپوهونکو هم ښه توپوهنه وکړه.

د دې سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې به کوربه لوبډله انګلستان له استرالیا سره د راتلوونکې پنجشنبې په ورځ په برمنګهم ښار کې سیالي کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نیو زیلنډ لپاره کپتان کېن ویلیمسن یو ځل بیا ښه وځلېد او ۶۷ منډې یې وکړې

دې نړیوال جام کې د نیو زیلنډ د پیل توپوهنه ښه نه، او دوه ځله یې د لوبې په لومړي توپ خپل اوپنر توپوهونکی له لاسه ورکړی.

په لومړیو لسو اورونو کې نیو زیلنډ ۱۳ وېکټې له لاسه ورکړې. کولېن مونرو او هېنري نېکولس ښه نه دي ځلېدلي او څو ځله کپتان ویلمسن په یوازې سر لوبه ګټلې ده.

نوموړي ټولټال ۴۸۱ منډې کړې دي چې دې سیالیو کې د نیو زیلنډ د ټولو منډو ۲۸ سلنه جوړوي. د بري راز یې په دې کې دی چې بالرانو یې په منځنیو اورونو کې تر ټولو ښه توپ اچونه کړې ده او تر ټولو کمې منډې یې ورکړې دي.

ورته مطالب