ځانګړی رپوټ: د طالبانو مېرمنې د سولې او جګړې په اړه څه وایي؟

  • 10 جولای 2019 - 19 چنګاښ 1398
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بي بي سي یوه خبریاله د دغو ښځو یوه بنډار ته ورغلې او د خپلو سترګو لیدلی حال وایي

د افغانستان په یوه غرنۍ سیمه کې جګړې ښځو ته د بڼدار او مېلې فرصت برابروي. څنګه چې د دې سیمې ډېر نارینه ټوپک اخلي او د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي، د دوی ښځې پاکې جامې په تن او د مجلس لپاره راټولیږي، خو دلته یوازې ښځینه بنډارونه نه کېږي، دا د کور ښځې د سیاست، سولې او جګړې په اړه هم غږېږي.

د بي بي سي یوه خبریاله د دغو ښځو یوه بنډار ته ورغلې او د خپلو سترګو لیدلی حال وایي:

"زه مې یوې نژدې ملګرې دغه کلي ته بللې وم، چې د یوې خبریالې په توګه د یو قومندان په کور کې د جنګیاليو د مېرمنو بنډار له نژدې وګورم.

د خټین کور تر شا مو کوربنه، چې په مستعار نوم یې ظریفه یادوو، زموږ هرکلي ته راغله. وریژې یې ښایسته جوړې کړې وې، نارنجي بخمل یې په ځان و. د خټو په دنګ دېوال یې ولي نښلولي وو. شاوخوا یې د څلور بچیانو، خواښې او مېلمنو ګڼه ګوڼه وه خو ظریفه غلې او مسکۍ وه. دا یوویشت کلنه ښځه د یوه طالب قومندان مېرمن ده.

شخصي ژوند

ظریفه په ۱۶ کلنۍ کې واده شوې او پنځو کلونو کې د څلورو بچیانو مور شوه.

"ډېره وړه وم چې واده شوم. پلار مې غوښتل د یوه طالب ښځه شم".

خو ظریفه په خپل اوسني ژوند خوښه ده وایي په مېړه ګرانه ده.

"کله چې په وروستي ماشوم مینداوره وم سیف الله (مستعار نوم) د کور په کارونو کې راسره مرسته کوله، له لرې ځایه به یې په ستلونو کې اوبه راته راوړلې."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کله چې سړي جګړې ته لاړ شي د کور ښځو ته د بنډار فرصت پیدا کېږي

په ټوله کې د دغو طالب جنګیالیو ښځو ژوند کم د بنډار او ډېر له اندېښنو ډګ دی. د کوټې په یوه څنده کې زړو او ځوانانو د کوربنې ظریفې د چای او کولچو نه خوند اخیسته. په دغه کوچني بندارګي کې ښځو ویل، (د قومندان صاحب) مېرمن ظریفه په میاشتو میاشتو خپل مېړه نه ویني.

د ظريفې مېړه سیف الله چې د خپلې سیمې د طالبانو یو ډلګۍ‌ مشر دی ډېر وخت داسي سیمو کې وي چې هلته موبایل سم کار نه کوي. خو ظریفه وایي مېړه یې ان په سختو شرایطو کې هڅه کوي لوړو ته وخېژي او د خپلې مېرمنې وړوکي نوکیا تیلیفون ته زنګ ووهي.

د طالب جنګیالي ښځه دې لپاره چې دا فرصت له لاسه ورنه کړي له ټوکره جوړه شوې یوه کڅوړه کې د هغه د زنګ په تمه تیلیفون په غاړه ګرځوي.

"خلک راته وايي ته به دې مېړه ته ځور نه کوې، ځکه چاغېږې. زه ورته وایم نه پوهیږم."

ظریفه د خپل میړه دنده یانی طالب توب لکه د نورو کارونو په څېر یو روزګار او یو ضرورت بولي. خو په دې بنډار کې د یو بل طالب مېرمن سیما (مستعار نوم) بیا د مېړه له کار روزګاره زړه خوړینې وه.

دوه میاشتې شوې وې چې مېړه یې کور ته نه وراغلی. راته یې وویل:

"نژدې اته کاله کېږي چې ټوپک یې په اوږه دی هره ورځ فکر کوم چې د مرګ خبربه یې راشي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې طالب جنګیالي په میاشتو خپلې کورنۍ او ماشومان نه ګوري

سیما خپلې لوړې ونې سره تور پړونی پر سر لري. اوږد کتان کمیس یې د نورو ښځو منځ کې برجسته کړی دی. خو د دغې ښکلا شا ته سخت ژوند پروت دی. د وښو ریبولو له کبله یې د لاسونو پرې شوې ګوتې د سیما د ژوند د یوه بل اړخ کیسه ښیي.

له نورو ښځو لږ څه ګوښه په ټېټ غږ سیما راته وایي، له ناچارۍ ژوند کوي له ځانه ډېره په خپلو پنځو بچیانو ډاریږي.

"دلته هوایي بمبارۍ ډېرې کیږي. هره شپه داسې ویدیږم چې بچیان مې شاوخوا ویده شي. که مړه کېږو نو چې ټول یو ځای مړه شو."

څو میاشتې وړاندې د سیما خور، چې د یو بل طالب جنګیالي مېرمن وه، کونډه شوه. سیما په ډک ستوني وایي، کال نه کېده چې خور مېړه یې طالب شوی و اوس په ګرانه درې وخته ډوډۍ پیدا کوي.

"ښه! څوک یې اوس غم کوي؟ د چا لا په یاد نه ده. بچیان یې په غرو رغو په یوې مړۍ ډوډۍ پسې ګرځي."

د پنځو بچیانو دغه مور لکه د هرې بلې مور په څېر د خپلو بچیانو د راتلونکې اندېښنه لري.

"زړه مې غواړي له دغې سیمې لاړه شم چې بچیان مې درس ووایي. د باسواده بنده روزي هر ځای وي. اوس خو نه مرو نه رغېږو."

سیما وایي د کور مشر یانې طالب سرتېری مېړه یې ډېر وخت نه وي او د ماشومانو ساتل او روزنه او نورې ټولې چارې دا پخپله مخ ته بیایي.

"په ورځ کې څو ځله باید خپلو غواګانو ته د وښو غټ پنډ له کروندو راوړم. د مېړه د جګړې ګټه ماته څه ده.؟"

عصري ژوند

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې طالب مېرمنې وایي ژوند یې اسانه نه دی او د کور ټول کارونه باید پخپله وکړي

د معلوماتي ټیکنالوژۍ له پراخوالي سره د طالبانو د ښځو ژوند او فکرونه تر پخوا ډېر عصري شوي. دغه بنډار ته راغلو ښځو ماشومان پاک ساتلي او ځينې ان د ښاري خلکو په څېر کالي اغوندي.

همدا څه په شریفه (مستعار نوم) کې هم مالومېږي. شریفه د صابر (مستعار) مېرمن ده. ګردې جامې یې اغوستي او سور پړونی یې پر سر کړی. نرۍ پوزه، وړې سترګې، غنم رنګه ده. په خپل کم سینګار کې له نورو ښځو یوڅه جوته ښکاري. خو د ظریفې په څېر دا هم غلې ده.

اوه کاله کېږي مېړه یې له طالبانو سره یو ځای شوی. شریفې په خپله خوښه د ژوند ملګری طالب غوښته. نوموړې بیا د جګړې او سولې په کیسه کې نه ده، بلکې د موبایلونو شوقينه ده. راته یې ویل:

"ته خو ښارۍ یې. دغه موبایل له ترکیې نه رالېږل شوی دی."

شریفې په خپل 'ګوته والا' ځیرک سمسونګ موبایل ډېره بوخته وي. خو موبایل یې ډېری د طالبانو له ویډیوګانو او ترانو ډک دی.

شریفې ته مې ویل ولې دې طالب مېړه وکړ. د دوی دنده له مرګ او ټپ سره. ده که مېړه یې مړ شي نو بیا؟

په خندا یې راته وویل، "خدای دې نه مړ کوي خو همدا یې لاره ده."

د طالبانو ښځې

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption د یوه طالب مېرمن وایي، که مېړه یې مړ شي همدا یې لار ده

د طالبانو ځینې دا ښځې یې خپلو مېړونو ته سخت درناوی لري او د هغوی په 'جهاد' کي ځان شریک بولي.

د دغو کورنیو اقتصادي ژوند عادي دی. د شریفې او صابر درې وخته ډوډۍ تر ډېره د ځمکې له حاصلاتو ترلاسه کیږي. د ظریفې قومندان مېړه سیف الله ته بیا د هغه پلار پیسې رالېږلې.

وېرې او جذبې

د طالب مېرمنو ژوند له وېرې ډک دی. ډېر ډار یې له هوايي بریدونو او چاپو دی. ظریفې ویل کله چې سیف الله په جګړه کې وي، د پلار کور ته ورځي. شریفه بیا له خپلو بچیانو او خواښې سره هره شپه په اندېښنو سبا کوي.

د یوه بل طالب مېرمنې، عایشې (مستعار نوم) راته وویل: " خورې، د ډار خو بيخي راته څه مه وایه، چې اسمان کې تندر او غړز هم شي زما زړه ورسره غورځېدلی وي."

د دوی په سیمه کې ځینې عام وګړي اوس له مجبوریته هلته ژوند کوي. خو نور ډېر یې بیا یا خو پخپله طالبان دي او یا له طالبانو سره خواخوږي لري. طالب پلوي د خپلو وژل شویو وسله والو کونډې د 'شهید کونډې' په نامه یادوي.

سیاست او سوله

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو مېرمنې هم د قطر په ناستو او سیاسي موضوعاتو خبرې کوي

د طالبانو له ښځو سره له نژدې ناستې پاستې وروسته راته معلومه شوه چې د عامو باورونو خلاف دوی سیاسي نظرونه لري او له مېړونو سره له مجلسونو وروسته ښځي یې پر شنه چای او وطنیو کولچو د قطر د ناستې او کابل د لویې جرګې خبرې کوي.

د ښاري ښځو په څېر دوی هم سولې او اوربند ته تږې وې، خو د خپلو مېړونو له سیاسي دریځه. عایشه وایي:

"که امریکایان وغواړي لس سولې راوستلای شي. هغه بل اوربند ډېر ښه و. هرې مور خپل زوی ولید. که نه د طالب سیمې ملي اردو کسانو خپلې کورنۍ نشوي لیدلای. خیر دی که په حق نه جنګېږي خو ښه دی چې میندي یې وګوري."

د ظریفې له خبرو مالومېږي چې طالب قومندان له خپلې مېرمنې سره د جګړې او سیاست په اړه هم خبرې کوي.

"سیف الله راته وویل، 'د قطر اولنۍ ناستې ته بېخي ډېرې ښځې راروانې وې ځکه طالبانو ورسره ونه منله.''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو مېرمنې وایي، تېر کال اوربند ځکه ښه و چې میندو خپل زامن ولیدل

دې پوښتنې ته په ځواب کې چې هغې ښځې د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره غوښتل ګډون وکړي، ظریفې په خندا وویل:

"چې یوځل سوله راشي دوی ته یې هم حقونه ورکول کېږي او که داسې مخته مخته شي، بیا طالبان چېرې ورسره کېني!".

چې بندار جدي شو. عایشه له چوپتیا یو څه ووتله او د قومندان مېړه دريځ یې جوت کړ.

"باید سوله او اوربند وشي، خو که جګړه روانه وي زما د مېړه جهاد حق دی."

خو د طالب سرتېري مېرمن سیما نظر بیا له دغو ټولو توپیر لري.

"هغوی دې جګړه وکړي چې درې وخته ډوډۍ په وخت پیدا کوي. زما لا د بچیانو دارو درمل نه وي. تل ورته وایم چې له جګړې لاس واخلي".

ورته مطالب