راشد خان: د بهرنیو لیګونو پر ځای به له ملي لوبډلې سره ډېر بوخت یم

راشدخان د انځور حقوق Getty Images

نوی ټاکل شوی افغان کرېکټ لوبډلمشر راشد خان وايي، له دې وروسته به د بهرنیو لیګونو کې د لوبې پر ځای ډېر وخت په ملي لوبډله کې په فعالیت بوخت وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ راشدخان د ګلبدین نایب پر ځای د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان یا لوبډلمشرپه حیث اعلان کړی دی.

نن 'جمعه جولای ۱۲ ' کابل کې یوې غونډې ته وینا کې د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان د راشد خان د مرستیال په توګه اعلان کړ.

راشد خان د نړۍ تر ټولو ځوان لوبغاړی دی چې د خپل هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان ټاکل کېږي. نوموړي د کپتان په توګه له ټاکل کېدو وروسته وویل:

''واقعاً یو لوی بوج دی، خو بیا هم په نړیوالو لیګونو کې چې مې کومه تجربه تر لاسه کړې، کوښښ او هدف به مې دا وي چې له هغې تجربې ګټه واخلم او دا کوښښ به هم کوم چې نړیوال لیګونه لږ کړم او خپل وطن لپاره خدمت وکړم. ''

راشد خان وايي، د څو میاشتیني پر ځای به څلور- پنځه کلن پلان چمتو کوي.

اصغر افغان: د کرېکټ لوبډلې یو والی زموږ د بري راز دی

راشد خان او محمد نبي د کپتان له بدلېدو سره مخالفت وښود

د بورډ له اعلان سره سم راشد خان به د ټولو دریو ډولونو لوبو، ټیسټ، یوه ورځنیو او شل اوریزو لپاره لوبډلمشر وي. ښاغلي فضلي خبري غونډې ته وویل:

''نن کرېکټ بورډ دغه توافق ته ورسېد او له دې مخکې موږ د غوراوي کمیټۍ غړي اندیمول ته برېښنالیک کې د راشد خان نوم ورکړی و او هغه هم راسره ومنله، راشد خان یې یو بااستعداده ځوان بللی دی، نو نن موږ رسماً راشد خان د افغان کرېکټ لوبډلې د دریو سره فارمټونو کپتان در پېژنو او دی به د افغان ملي کرېکټ لوبډلې رهبري کوي. ''

کابل کې د بي بي سي خبریال یوسف ځدراڼ وايي، پخوانی لوبډلمشر ګلبدین نایب او د مرستیال لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی اصغر افغان په دې غونډه کې نه وو.

خو وروسته په یوه ټویټر پیغام کې ګلبدین نایب راشد خان ته مبارکي ویلي.

د سږ کال اپریل کې افغان کرېکټ بورډ ګلبدین نایب د یوه ورځنیو،‌ راشد خان د شل اوریزو او رحمت شاه د ټېست لوبو لپاره د ملي لوبډلې نوي کپتانان یا لوبډلمشران وټاکل، خو له تازه اعلان سره رحمت شاه په هیڅ یوه ټیسټ لوبه کې له ګډون پرته له لوبډلمشرۍ لرې شوی.

هغه مهال راشد خان او محمد نبي د ملي لوبډلې د کپتان یا لوبډلمشر له بدلېد سره خپل مخالفت څرګند کړی و. دې دواړه لوبغاړو، پر خپلو ټوېټر پاڼو د کرېکټ بورډ هغه پرېکړه ناسمه بللې وه.

له دې مخکې تېره اونۍ د افغانستان کرېکټ بورډ د بورډ په کلنۍ غونډه کې اعلان وکړ چې د اجرائیه رئیس اسدالله خان، د ملي لوبډلې د مدیر یا منېجر نوید صایم او د غوراوي د کومیټې د پخواني مشر دولت احمدزي دندې یې په موقت ډول ځنډولې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا دا اعلان پر هماغه ورځ وشو چې د کرېکټ ملي لوبډله په نړیوال جام سیالیو کې له ګډون وروسته کابل ته ستنه شوه.

افغان لوبډلې په نړیوال جام کې خپلې ټولې ۹ وبایللې او د سیالیو بهیر کې له دویمې لوبې وروسته افغان کرېکټ بورډ وویل، چې وېکټ ساتونکی شهزاد محمدي ټپي دی او نور به نړیوال جام سیالیو کې ګډون نه کوي، خو خپله شهزاد ادعا کوله چې روغ رمټ او د لوبې جوګه دی.

له هغه وروسته کرېکټ بورډ چارواکو وویل، تېز بالر افتاب عالم یې د انضباطي سرغړونې له کبله بېرته کابل ته استولی دی.

د راشدخان فعالیت ته لنډه کتنه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یوسف خان ځدراڼ بي بي سي کابل

۲۰ کلن راشد خان د کرکټ په ډګر کې تر ټولو ځوان لوبغاړی دی چې د خپل هېواد د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ټاکل کېږي.

وروسته له دې چې دی د لوبډلمشر په توګه اعلان شو ويي ویل اړتیا ده چې په نړیوالو سیالیو کې خپل حضور را کم او تر ډېره له خپلې لوبډلې سره پاتې شي.

راشد خان په رسمي ډول په ۲۰۱۴ کال کې د بست لوبډلې لپاره د شپږیزې لیګ په سیالیو کې ولوبید، له هغه وروسته د ۱۹ کلنې له لوبډلې سره یو ځای شو.

دغه افغان لومړي په کم عمرۍ کې شهرت وموند او له ملي لوبډلې سره یې خپل سفر د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په اکتوبر میاشت کې پیل کړ.

افغان لوبډلې هغه مهال د زمبابوې پر وړاندې په هغه هېواد کې سیالۍ درلودې. راشد خان له ملي لوبډلې ور ها خوا د هندوستان، بنګله دېش، اسټرالیا په مشهورو لیګونو کې هم لوبیدلی دی.

راشد خان تر اوسه دوې رسمي ټېسټ لوبې کړي چې لومړی هغه یي تېر کال د هندوستان پر وړاندې وه. راشد خان د توپ اچوونې په برخه کې د کرکټ په شل اوریزو سیالیو کې لومړی او یو ورځنیو لوبو کې اتم مقام لري.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

له دې وړاندې د اپرېل په میاشت کې کرکټ بورډ ګلبدین نایب د پنځوس اوریزو، راشد خان د شل اوریزو او رحمت شاه د ټېسټ سیالیو د لوبډلمشرانو په توګه ټاکلي وو.

رحمت شاه په هیڅ سیالۍ کې کپتاني ونکړه او ګلبدین نایب هم یواځې په نړیوال جام کې د کپتان په توګه راڅرګند شو.