فوټبال: الجزایر د افریقايي جام اتل شو

د الجزایر لوبډله تر بریا وروسته د انځور حقوق Reuters
Image caption د الجزایر لوبډله تر بریا وروسته

د مصر په قاهره کې الجزایر سنیګال ته په یوه ګول ورکولو سره د دویم ځل لپاره د افریقايي ولسونو د فوټبال اتلولي وګټله. دا اتلولي د الجزایري لوبغاړي بغداد بو نجاح په دویمه دقیقه کې وګټل شوه.

وړاندې الجزایر دفاعي لوبه کوله، خو په ۱۹۹۰ کال یې د فوټبال اتلولي هم ګټلې وه.

سنیګال په ۲۰۰۲ کې هم پایلوبې ته رسېدلی و.

دا د افریقايي ولسونو د فوټبال پایلوبو تاریخ کې تر ټولو چټک هدف ګڼل کېږي. په ۱۹۵۷ کال مصري لوبغاړي محمد دیاب العطار هم د ایتیوپیا پروړاندې ورته چټک هدف ګټلی و او په ۱۹۸۰ کال نایجریايي پاتریک اودیګبامي د الجزایر پروړاندې دغه چټک هدف ته رسېدلی و.

امریکا د ښځو فوټبال نړیوال جام اتله شوه

د لوبې لومړي پړاو لومړنیو لسو دقیقو کې تر ډېره د سنیګال لوبډله لوبډله لاسبرې ښکارېده، خو ورسته یې ځینې فرصتونه له لاسه ورکړل.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د الجزایر لوبغاړو تر بریا وروسته خپل روزونکی جمال بلماضي د خوښۍ په پار پورته کړی

د الجزایر ګول ساتونکی رایس مبولحي په ډېره ځیرکتیا د سنیګال د لوبغاړو پروړاندې ودرېد، نژدې وه چې په ۶۸مه دقیقه کې سنیګال ګول ووهي.

د الجزایر لوبډله په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې دوه ځلې د افریقا پایلوبې ته رسېدلې وه، خو په لومړۍ هغه کې د نایجریا پروړاندې پاتې راغله خو په دویم ځل د یوه ګول په وهلو سره اتله لوبډله شوه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption لوبغاړي ریاض محرز د اتلولي جام واخیست

ورته مطالب