د افغان کرېکټ بورډ په مشرتابه کې ولې بیا بدلون؟

کرېکټ بورډ مشران د انځور حقوق ACB/FACEBOOK

په تېرو درو کلونو کې د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په غوښتنه د کرېکټ بورډ څلورمشران بدل شوي دي. هر ځل د مشر د بدلون لپاره ښکاره دلیل نه دی وړاندې شوی، خو ګومان دا وي چې نوی مشر به ستونزې هواروي.

د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په نیمايي کې نسیم دانش د افغانستان د کرېکټ بورډ له مشرۍ لیرې شو. په درو کلونو کې دا دی فرحان یوسفزی څلورم کس شو چې د افغان کرېکټ بورډ د مشر په توګه ټاکل کېږي.

لکه د ډېرو نورو خپلواکو ادارو د افغانستان د کرېکټ بورډ خپل مشر ته ټاکلې کاري موده لري چې درې کلنه ده.

خو د بورډ له جوړېدا راهیسې دې مودې ته درناوی نه دی شوی. تر ټولو هېښوونکې خبره یې دا ده چې د هېڅ یوه کس د لیرې کولو دلیل یاد نه شو.

اصولآ یو کس باید دومره ناروغ وي چې کار ته دوام نه شي ورکولی، په فساد کې ښکېل وي چې محاکمه کېدونکی وي او یا هم په بل داسې جرم تورن شوی وي چې د ادارې د مشرۍ جوګه باید نه وي.

د انځور حقوق ACB
Image caption فرحان یوسفزی په درو کلونو کې د افغانستان کرېکټ بورډ څلورم مشر ټاکل کېږي.

خو د افغان کرېکټ بورډ لیرې شوي مشران یو هم نه محاکمه شوي او نه هم په کوم جرم تورن شوي دي. ګنګوسې دا وي چې ګواکې د لوبغاړو خپل منځي اختلاف یا شخصي ګټې د دې سبب شي چې پر سیاستوالو فشار واچوي. دا فشار په بېلا بېلو ډولونو واردېږي.

یا ځانګړې کړۍ کارېږي چې پر سیاستوالو اغېز لري، یا د خواله رسنیو پرله پسې تبلیغ او ان ملنډې وي چې د واک په ګدۍ ناست هېښ کړي.

ولې ځانګړې کړۍ او خواله رسنۍ پارېږي؟

افغانستان یوازینی هېواد نه دی چې د لوبې له بایللو وروسته یې مینه وال د ماتې لامل سملاسي مومي. احساساتي او خپه شوي مینه وال وار د واره یو نه یو څوک غواړي چې د قربانۍ ګډوری شي.

د مقابل لورې قوت، د لوبغالي او لوبې شرایط هېر شي، ټول پام دې ته وي چې ګواکې د لوبډلې جوړښت سم نه و یاغوره شوي لوبغاړي په واسطه لوبېدلي. دا خبره چې دوه درې ځله تکرار شي ګوته د بورډ مشر ته ونیول شي.

هغوی چې پر دې استدلال قانع دي دا نه ګوري چې د بورډ د مشر دنده څه ده.

د انځور حقوق ACB

ایا د بورډ مشر باید لوبډله وټاکي؟

د بورډ مشران عمومآ د خپلې ادارې لیدلوری معلوموي. دوی دا پرېکړه کوي چې له نن څخه پنځه کاله وروسته باید په هېواد کې دا لوبه کوم ځای ته رسېدلې وي.

د بورډ عواید څومره وي، څومره کلبونه، اکاډمۍ او لوبغاړي باید ولرو، څومره لوبغالي باید جوړ شي او څه ډول دا لوبه د هېواد لر و بر خپره شي؟

په ملي لوبډله کې د زړېدونکو لوبغاړو پر ځای ناستې باید فکر وکړي. د کرېکټ له نړیوالې شورا او له اسیايي شورا سره په څه ډول اړیکي دومره پراخې کړي چې په مهمو پرېکړو کې دافغانستان غږ هم وي.

په نړیواله شورا کې باید افغانان ځای کړي، افغان لوبڅاران باید په نړیوالو سیالیو کې ځای کړي او په همدې ډول نورو برخو کې د افغانستان د کرېکټ ګټې په پام کې ونیسي.

د انځور حقوق ACB

د نورو هېوادونو بېلګې د کرېکټ په لومړني کور او د نړیوال جام د اوسني ګټونکي انګلنډ بېلګه که وګورو نو کولین جارویس یې له ۲۰۱۵ کال راهیسې مشر دی. د ده کاري دنده بشپړه شوې ده خو ورڅخه هیله وشوه چې څو میاشتې نورې هم پاتې شي.

د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې د بورډ مشر په تېرو پنځو کلونو کې یوازې یو ځل بدل شوی.

نجم سیټي او احسان ماني وو او دي چې په دې پنځو کلونو کې پر دې دنده پاتې شوي. په هند کې ششناک منهور، انوراګ ټاکور او سي کې خانا، په بنګله دېش کې له ۲۰۱۲ کال راهیسې نظام الحسن پاپون مشر دی او په سرې لنکا کې دوه کسه بدل شوي دي.

خو افغانستان بیا په درو کلونو کې څلور مشران بدل کړي دي.

له هر بدلون وروسته یو شمېر هغه لوبغاړي غوړېدلي چې ظاهراً یې لوبیز ژوند پای ته نژدې شوی و. دا په دې مانا وه چې د یوه زلمي لوبغاړي د انتظار شېبې نورې هم اوږدې شوې دي.

مخکیني مشر که کومه تګلاره یا لید لوری درلود هغه هېر شوی او په حقیقت کې افغان کرېکټ هر ځل د اوږد مهالې تګلارې لپاره وخت ضایع کړی دی.

د بورډ د مشر لپاره باید د بري یا ناکامۍ سرې کرښې ښکاره وي. نوی مشر باید پوه وي چې د پخواني مشکل څه و. باید د هغو ستونزو د حل کونجي ومومي یا یې ولري. که نه نو د خواله رسنیو فشار نوي مشر ته هم کار ګرانولی شي.

هغه چې د بورډ مشر بدلوي که قانع کوونکی دلیل ونه لري باید د درې کلنې دورې درناوی وکړي. که نه نو هېڅ کس د افغان بورډ چارې پر مخ نه شي وړی.

اړونده مطالب