د ۳۰ میلیونه ډالرو جایزې کمپیوټري لوبو وروستی پړاو

World Cup stage in NY
Image caption د نړیوال جام دغه سیالۍ په نیویار کې کېږي

د کمپیوټري لوبو (فورټنایټ) پایلوبې د امریکا نیویارک کېږي او ګټونکي به یې د ویمبلډن ټېنس سیالیو له لوبغاړو سیمونا هالیپ او نوواک جاکویچ هم ډېرې پېسې وګټي.

پایلوبې ته له رسېدو مخکې د نړۍ لر او بر کې ۴۰ میلیونه کسانو د ۳ میلیونه ډالرو جایزې ګټلو لپاره انلاین سیالي کړې، خو یوازې ۱۰۰ کسان وتوانیدل وروستي پړاو ته ورسېږي.

د دغې سیالۍ ګټونکو لپاره ټولټال ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جایزې ورکول کېږي، چې د انلاین لوبو ګټونکو لپاره تر ټولو لویه جایزه ده.

د پایلوبې هر ګډونوال به لږ تر لږه ۵۰ زره ډالر کور ته یوسي، او دویم، دریم او څلورم ځای ګټونکي به میلیونران شي. پنځلس کلن بینجې فېش چې انلاین نوم یې بینجې فیشي دی، له لږ شمېر برتانویان یو دی چې پایلوبې ته یې لار موندلې.

د نیویارک یوه هوټل کې د خبرو پر مهال نوموړي وویل، له تېرو پنځو میاشتو راهیسې هره ورځ یې اته ساعته تمرین کړی چې دغه ځای ته رسېدلی دی.

Image caption ۱۵کلن بینجې فېش چې انلاین نوم یې بینجې فیشي دی، له لږ شمېر برتانویان یو دی چې پایلوبې ته یې لار موندلې.

نوموړی وايي، که بریالي شي، د کورنۍ لپاره به کور واخلي، خو مني چې یو څه وارخطا دی:

''پر یوه لوی دریځ کېناستل توپیر لري، له دې مخکې مې یوازې خوب خونه کې لوبه کوله او مخکې پر داسې یوه دریځ نه یم کېناستلی، خو له تېرو دوو اونیو راهیسې هره ورځ ۱۲ ساعته تمرین کوم او اوس مې پر ځان باور ډېر شوی دی. ''

دې سالیو کې له دېرشو د ډېرو هېوادونو لوبغاړي ګډون کوي چې اویا یې د امریکا، ۱۴ د فرانسې او ۱۱ له برتانیا راغلي دي. لسګونه زره نندراچیان به ارتهر اش لوبغالي کې د دغې سیالۍ ننداره کوي، چې معمولاً پکې د یو ایس اوپن ټېنس سیالۍ کېږي او دغه راز تمه کېږي چې میلیونونه کسان به د انټرنېټ له لارې د پایلوبې سیالیو ننداره وکړي.

ویل کېږي ۲۵۰ میلیونه کسان د نړۍ لر او بر کې دغه کمپیوټري لوبه کوي. دا د فورټنایټ ویډیوي لوبې په تاریخ کې یوه مهم پړاو دی، ځکه دې ګېم ته د انلاین لوبو تر ټولو د مهمې لوبې په نظر کتل کېږي.

د شننونکو په وینا د انلاین لوبو نړیوال بازار به سږکال په میلیاردونو ډالره ګټه وکړي. د فورټنايت ویدیويي ګېم ویړیا دی خو کمپنۍ یې اېپېک بیا هم هره میاشت په ګېم کې د ننه له خرڅلاوه سلګونه میلیونه ډالره ګټه کوي.

د انځور حقوق LIONEL BONAVENTURE/AFP/Getty Images

په دغه ډول مراسمو کې پانګونه بیا د دوی لپاره د پیسو د ترلاسه کولو یوه بله نوې لاره ده. دغې ویډيويي لوبې واردمخه څو کسان د میلیونرۍ تر کچې رسولي دي.

تر ټولو نامتو یې نېنجا دی چې اوس نه دی بریالی شوی. ټول هغه کسان چې د ګېم جایزې ګټلو ته نژدې شوي داسې زلمیان دي چې عمرونه یې تر ۱۶ کلونو کم دي.

په دوی کې هېڅ ښځینه نشته پرته له دیارلس کلنې ایواک چې کڼه ده او د جایزې ګټلو ته نژدې شوې وه.

دا غواړي لا نورې نجونې د ویډيويي لوبو ډګر ته راشي. خو د فورټ نایټ ګېم پرمختګ لانجمن هم و. شهزاده هاري یو ځل پخوا ويلي وو چې دا لوبه باید بنده شي ځکه خلک پرې روږدي کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۱۸ کال سیالۍ