کرېکټ: د ټېسټ نړيوالې اتلولۍ څه ډول ترسره کېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نړيوالو ټېسټ لوبو اتلولۍ کې نهه لوبډلې ګډون کوي

د کرېکټ نړيواله شورا يا ای سي سي وايي د نړيوالو ټېسټ لوبو اتلولۍ چې نهه لوبډېلې به په کې ګډون کوي د روان ۲۰۱۹ کال د اګست مياشتې پر لومړۍ نېټه پیلېږي.

د نړيوالو ټېسټ لوبو اتلولۍ کې به هند، نيوزيلنډ، جنوبي افريقا، انګلنډ، اسټراليا، شري لنکا، پاکستان، وېسټ انډيز او بنګله دېش ګډون کوي.

د دغو سياليو لومړنۍ لوبه د اګست مياشتې پر لومړۍ نېټه د انګلنډ او اسټراليا تر منځ او پایلوبه يې په ۲۰۲۱ کال کې بريتانيا کې ترسره کېږي.

د ټېسټ لوبو اتلولۍ ځانګړنې:

  • د کرېکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ لومړۍ نهه لوبډلې به په کې ګډون کوي
  • د ټېسټ لوبو ۲۷ لړۍ يا سېريزونه به ترسره کېږي
  • ۷۲ ټېسټ لوبې به کېږي چې ټولې به پنځه ورځنۍ وي
  • هره لوبډله به په خپل کور او بهر کې درې ټېسټ سېريزونه کوي

په دغه سياليو کې به هره لوبه د دوه اړخيزو مقابلو په بڼه ترسره کېږي او په پای کې به د سر دوې لوبډلې پايلوبې ته ځي.

د افغانستان، زېمبابوې او ايرلنډ ټېسټ لوبې به د دغې اتلولۍ برخه نه وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کرېکټ نړيواله شورا وايي د دغو اتلوليو لپاره يې نهه لوبډلې د ټېسټ لوبو د درجه بندۍ پر اساس ټاکلې دي

پواينټونه/ نومرې څه ډول ورکول کېږي؟

د کرېکټ نړيوالې شورا د ټېسټ لوبو اتلولۍ د لېګ بڼې ۲۷ ټېسټ سېريزونو کې هر ټېسټ سېريز ته ۱۲۰ پواينټونه يا نومرې ځانګړې کړې دي. دغه پواينټونه په لاندې ډول وېشل شوي دي.

  • د دو ټېسټ لوبو سېريز کې هره لوبه ۶۰ نومرې لري
  • د دريو ټېسټ لوبو سېريز کې هره لوبه ۴۰ نومرې لري
  • د څلور ټېسټ لوبو سېريز کې هره لوبه ۳۰ نومرې لري
  • د پنځو ټېسټ لوبو سېريز کې هره لوبه ۲۴ نومرې لري

د لوبې په بايللو سره ټيم ته کوم امتياز نه ورکول کېږي خو که لوبه مساوي شي نومرې وېشل کېږي او که ډرا يا بې نتيجې شي د ټولو نومرو درېيمه برخه دواړو لوبډلو ته ورکول کيږي.

افغانستان ولې په کې ګډون نه لري؟

د کرېکټ نړيواله شورا وايي د دغو اتلوليو لپاره يې نهه لوبډلې د ټېسټ لوبو د درجه بندۍ پر اساس ټاکلې دي. د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې افغانستان له زېمبابوې وروسته په يولسم نمبر دی چې له دې امله په دغو سياليو کې ګډون نه شي کولی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان، زېمبابوې او ايرلنډ ته د ټېسټ لوبو په اتلولۍ کې ګډون نه دی ورکړل شوی

د کرېکټ نړيوالې شورا نوي پلانونه

دوه کاله وړاندې د کرېکټ نړيوالې شورا د تېسټ لوبو اتلولۍ او د يو ورځنيو نړيوالو لوبو ليګ تاييد کړی و.

د ای سي سي په وينا د يو ورځنيو لوبو ليګ چې ۱۳ لوبډلې به په کې برخه لري ټاکل شوې د ۲۰۲۱ کال په سر کې پيل شي او د دې پر بڼسټ به لوبډلې نړيوال جام ته لاره مومي.

د دې ترڅنګ د کرېکټ نړيوالې شورا د څلور ورځينو ټېسټ لوبو پلان هم منظور کړی.

د ټېسټ لوبو د نړيوالې اتلولۍ مقصد له ټېسټ کرېکټ سره د خلکو دلچسپي بلل شوې ده.

افغانستان، زېمبابوې او ايرلنډ ته د ټېسټ لوبو په اتلولۍ کې ګډون نه دی ورکړل شوی خو په څلور ورځنیو ټېسټو لوبو سېريزونو کې د دغو هېوادونو د ټېسټ کرېکټ تجربه زياتېدای شي.

له ټېسټ لوبو سره د خلکو د مينې زياتېدو لپاره دغه اتلولۍ پیلېږي. د ای سي سي پخواني اجراييوي رييس ډېوېډ رېچرډسن ويلي وو دغه ليګ به ټېسټ کرېکټ سره د خلکو لیوالتیا زياتولو کې مرسته وکړي. له دې وړاندې د ټېسټ لوبو د مينه والو د زياتوالي لپاره د ورځې او شپې ټېسټ لوبو لړۍ هم پيل شوې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټېسټ لوبو د نړيوالې اتلولۍ مقصد له ټېسټ کرېکټ سره د خلکو دلچسپي بلل شوې ده.

تر نړيوال جام پورې څلور ورځنۍ ټېسټ لوبې په ازميښتي ډول په انګلنډ کې ترسره کېږي. څه موده وړاندې جنوبي افريقا له زېمبابوې سره د څلور ورځنيو ټېسټ لوبو لړۍ په اړه دلچسپي ښودلې وه.

ډېوېډ رچرډسن ويلي وو: د څلور ورځنيو ټېسټ لوبو سېريز هغو هېوادونو ته چې له ټېسټ کرېکټ سره نوي دي مرسته کوي چې له ډې ډول کرېکټ سره بلد شي او دوی ته غوره فرصت په لاس ورکوي. له دې سره به نه يوازې د لوبو معيار لوړ شي بلکې د لوبډلو تر منځ به توپير هم را ټيټ شي.

معمولاً د کرېکټ نړيوال جام لپاره د رنکېنګ یا درجه بندۍ له مخې يا د سر غوره لوبډلې لار مومي او پاتې لوبډلې نړيوال جام ته د تلو لپاره په خپل منځ کې لوبې کوي. د نوي څلور ورځني ليګ په اړه ويل کېږي چې ۱۳ غوره لوبډلې به د دريو کالو په موده کې د اتو لوبو لړۍ يا سېريز ترسره کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب