پر میسي درې میاشتې د نړیوالو لوبو بندیز لګول شوی

  • 3 اګست 2019 - 12 زمری 1398
ليونيل ميسي د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption میسي ۵۰ زره ډالره جریمه شوی هم دی

د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې پر لوبډلمشر لیونل میسي په کوپا امریکا کې د فساد د تور له لګولو له کبله په نړیوالو سیالیو کې د درېیو میاشتو لپاره د لوبېدو بندیز لګول شوی. میسي ۵۰ زره ډالره هم نغدي جریمه شوی دی.

د بارسلونا دغه لوبغاړي پر یاد فدراسیون د فساد تور لګولی و.

د کونمیبول د یوې خبرپانې له مخې، میسي به د ارجنټاین لوبډلې په رسمي او دوستانه لوبو کې د درېیو میاشتو لپاره ګډون نه کوي.

د کوپا امریکا نیمه پایلوبه کې د برازیل پر وړاندې د میسي د لوبډلې تر ماتې وروسته دغه لوبغاړي د جنوبي امریکا فوټبال فدراسیون په فساد تورن کړ.

۳۲ کلن میسي د چیلي پر وړاندې خپله لوبډله کې له لوبېدو ګرځول شوی .

میسي ویلي، "چارې داسې تنظیم شوې وې چې برازیل د اتلولۍ جام وګټي."

دغه نړیوال فوټبال لوبغاړی کولی شيد کونمیبول د پرېکړې پر وړاندې تر اوو اونیو پورې استیناف وغواړي.‌

د کونمیبول پرېکړه په دې مانا ده چې میسي به د چیلي، مکسیکو او جرمن لوبډلو پروړاندې،‌ چې ارجنټاین سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې دوستانه لوبې ورسره لري، ګډون نه کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption میسي ویلي، "چارې داسې تنظیم شوې وې چې برازیل د اتلولۍ جام وګټي."

ارجنټاین تېره مارچ میاشت کې د ۲۰۲۲ کال د اتلولۍ ګټلو لپاره ځان چمتو کړی و.‌

د برازیل پر وړاندې د ارجنټاین له ماتې وروسته، د ارجنټاین فوټبال فدراسیون شکایت وکړ چې ګني درېمګړو لویې تېروتنې کړې دي.‌

کونمیبول ددغه تور په غبرګون کې وویل،‌ دا تورونه هېڅ بنسټ نه لري بلکې د سپکاوي په مانا دي.‌

اړونده مطالب

ورته مطالب