افغان کرېکټ بورډ د لوبغاړي شهزاد محمدي قرارداد وځنډاوه

محمد شهزاد د انځور حقوق Getty Images

افغان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې غړي شهزاد محمدي قرارداد تر 'نامعلومې مودې پورې ' ځنډولی دی. د افغان کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د شهزاد قرارداد د یادې ادارې له اصولو د پرلپسې سرغړونو له کبله ځنډول شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، ''د افغانستان کرېکټ بورډ د اصولو له مخې، کله هم چې کوم لوبغاړی له هېواده بهر ځي نو باید له ادارې اجازه واخلي چې محمد شهزاد د ادارې له اجازې پرته دغه چاره څو ځلې تکرار کړې ده. ''

کرېکټ بورډ چارواکي وايي، شهزاد مخکې هم ورته سرغړونې کړې چې له کبله یې نوموړی ''د ډسپلین کمېټۍ لخوا سپیناوي ته غوښتل شوی، خو نوموړی نه دی حاضر شوی او په دې تړاو پرېکړه به له اختره وروسته کېږي. ''

شهزاد محمدي: ټپي نه یم، په ناحقه له لوبډلې ایستل شوی یم

کرېکټ نړیوال جام: شهزاد محمدي د ټپ له کبله له افغان لوبډلې بهر شو

له دې مخکې د جون لومړیو کې د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې شهزاد محمدي د زنګانه د ټپ له کبله نور نه شي کولی چې په نړیوال جام سیالیو کې لوبه وکړي او له همدې کبله له ملي لوبډلې بهر شوی، چې پر ځای یې احتیاطي لوبغاړی اکرام علي خېل د کرېکټ نړیوال جام سیالیو لپاره وبلل شو.

خو شهزاد محمدي کابل ته له رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل، دا سمه ده چې د ده زنګون له پاکستان سره په لوبه کې ژوبل شوی و، خو په وینا یې دومره هم ژوبل نه و چې دی دې له ملي لوبډلې و ایستل شي.

شهزاد په خپلو خبرو کې د کرېکټ پر چارواکو سختې نیوکې وکړې او ادعا یې وکړه چې د ملي لوبډلې پخواني یا سینئر لوبغاړي د یو پلان له مخې له صحنې ایستل کېږي.

نوموړي د هغه مهال له لوبډلمشر ګلبدین نایبه هم ګیله وکړه چې د ده "سوال او زارۍ " یې و نه منلې او ورته یې وویل چې نور په ملي لوبډله کې لوبه نشي کولی.

اړونده مطالب