کرېکټ: افغان ځوانانو په ۴۰ منډو افغان اتلان مات کړل

  • 19 اګست 2019 - 28 زمری 1398

د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ نن دوشنبه په کابل کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ شل اوریزه لوبه ترسره شوه.

افغان ځوانانو لوبډلې، چې مشري یې د ملي لوبډلې پخواني کپتان ګلبدین نایب کوله، پچه وکټله او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې وکړې.

پخپله ګلبدین نایب ۵۴، احسان الله جنت او حشمت الله شهيدي هر يوه ۴۵-۴۵ منډې وکړې.

خو د افغان اتلانو لوبډلې، چې راشد خان یې کپتان و، ونشو کولای چې په ټاکلو اورونو کې هدف ته ځان ورسوي.

د انځور حقوق ACB
Image caption افغان ځوانانو دا لوبه په ۴۰ منډو وګټله

د افغان اتلانو له لوري جاويد احمدي او درويش رسولي هر يوه ۲۸-۲۸ منډې وکړې او همدا راز فريد احمد ۲۲ او شرف الدین اشرف ۲۱ منډې وکړې.

خو په پای کې اتلان په ۱۳۹ منډو وسوځېدل او د افغان ځوانانو لوبډلې دغه لوبه د ۴۰ منډو په توپیر وګټله او د خپلواکۍ جام یې په خپل نامه کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت کابل کې د کرېکټ په ملي لوبغالې کې د دې نمایشي لوبې تابیا نیولې وه.

د انځور حقوق ACB
Image caption راشد خان د افغان اتلانو او ګلبدین د افغان ځوانانو کپتاني کوله

لوبې ته ګڼ شمېر نندارچیان ورغلي وو او د افغانستان ملي بیرغونه یې له ځان سره لیږدول.

له کرېکټ ور هاخوا ټاکل شوې وه چې نن په دارالامان ماڼۍ کې هم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ جشن او مراسم وشي.

خو په کابل کې د شنبې ماسخوتن له خونړي برید وروسته افغان حکومت پرون د دې مراسمو د ځنډولو اعلان وکړ.

د انځور حقوق ACB
Image caption د لوبې لیدو ته د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر مینه وال ورغلي وو

ورته مطالب