افغانستان سره ټسټ لوبه کې د بنګله دېش تګلاره به څه وي؟

کرېکټ د انځور حقوق ACB
Image caption په بټېنګ کې ښایي احسان جنت او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان لپاره لوبه پیل کړي

بنګله دېش له افغانستان سره په خپله يوازينۍ ټسټ لوبه کې د ډېرو په ګومان ځکه برلاسى دى چې د پنځه ورځنيو لوبو شل کلنه تجربه لري. خو يوازې همدا به کافي وي؟

له هند سره د افغانستان له لومړنۍ ټسټ لوبې ټيک ١٨ کاله وړاندې بنګله دېش هم په لومړي ځل پنځه ورځنيو لوبو کې له هند سره مخامخ شوى و. دواړو د هند په وړاندې ماتې وخوړې.

بنګله دېش په ١٩ کلونو کې ١١٤ ټسټ لوبې وکړې. يوازې په ١٣ سياليو کې بريالى شو، په ٨٥ کې يې ماتې وخوړې او ١٦ يې مساوي ختمې کړې.

کله چې د ايرلنډ او افغانستان د ټسټ دريځ خبره توده وه نو ډېرو د بنګله دېش رېکارډ ته په پام سره مخالفت کاوه او ويل يې پنځه ورځنيو لوبو ته راتګ به يې پر ځاى کار نه وي.

خو بنګله دېش په تېرو پنځو کلونو کې حالت بدل کړى دى. په همدې موده کې دوى په لومړي ځل انګلنډ او استراليا ته ماتې ورکړې. دا بري دوى په خپل کور وموندل. دليل يې هم تر ډېره ځايه کورني پېچونه او لوبغالي وو.

بنګله دېش سپېن يا ورو بالرانو باندې تکيه وکړه، پېچونه يې د ورو بالرانو لپاره مناسب جوړ کړل او سيالې لوبډلې يې په همدې چورلېدونکو پېچونو سربداله کړې.

د انځور حقوق ACB
Image caption نبي او راشد به د سپېن بالرانو په توګه لوبېږي

دغه تګلاره له هند او پاکستان سره نه ده بريالۍ شوې، دليل يې هم روښان دى. د هند او پاکستان سپېن يا ورو بالران لا پياوړي دي او منډه جوړونکي يې هم په دغه ډول پېچونو روږدي دي.

داسې ښکاري چې له افغانستان سره به هم بنګله دېش همدا تګلاره خپلوي.

د دوى تر ټولو بريالى، خطرناک او کيڼ لاسى تېز بالر مستفيض الرحمن په دې لوبه کې نشته. دى ټپي نه دى، رک روغ دى.

خو دا چې په دې ټسټ لوبه کې ځاى نه دى ورکړل شوى او پر ځاى يې څلور سپېن بالران په ١٥ کسيز ټيم کې نومول شوي د دې ښکارندویي کوي چې بنګله دېش بيا هم په ورو بالرانو د ټسټ لوبې د ګټلو نيت کړى دى.

په بالېنګ کې د افغانستان ورو بالران ښايي له دغه ډل لوبغالي ډېر خوند واخلي.

څو مياشتې وړاندې مې له رحمت شاه سره- چې نوى د ټسټ لوبډلې کپتان غوره شوى و- په دې خبرې کولې چې که له ويسټ انډيز سره ټسټ لوبه ولري څه به کوي؟

هغه ويل پېچ به ورته د ورو بالرانو لپاره مناسب جوړوو، زموږ ورو بالران تر هر چا ښه دي.

د انځور حقوق ACB
Image caption بنګله دېش پوهېږي چې د افغانستان بټېنګ کمزوری دی

بنګله دېش هم په دې پوهېږي چې د راشد خان، محمد نبي ، ظاهر خان او قيس په شتون کې د افغانستان ورو بالران نه يوازې ښه دي، بلکې د بالېنګ د بڼې له پلوه هم بېلا بېل دي چې ورسره لوبه اسانه نه ده.

خو بنګله دېش په دې هم پوهېږي چې په منډه جوړوونکو کې دوى تر افغان لوبډلې پياوړي دي.

يوازې بالران ټسټ لوبې نه شي ګټلى، منډه جوړونکي دي چې لوى هدف به ټاکي، که منډې نه وي ښه بالر هم لوبه نه شي کابو کولى.

د افغانستان تېرو دوو ټسټ لوبو ته په پام د منډه جوړوونکو حالت د اندېښنې وړ دى. له هند او ايرلنډ دواړو سره د پيل جوړې لويه ملګرتيا نه لرله.

که څه هم په دويمه ټسټ لوبه کې له ايرلنډ سره احسان جنت پنځوسيزه وکړه خو شهزاد په دواړو لوبو او جاويد احمدي له هند سره ونه ځلېد.

ابراهيم ځدراڼ چې له الف لوبډلې سره په بنګله دېش کې ځلېدلى و ښايي له احسان جنت سره منډې پيل کړي. ډېر پام به رحمت شاه او حشمت شهيدي ته وي. اصغر افغان هم عمومآ له ورو بالرانو سره ښه لوبېږي.

د انځور حقوق ACB
Image caption وېکټ ساتنه کې به اکرام علي خېل له افسر ځاځي سره سیالي کوي

افسر ځاځى او اکرام علي خېل د وېکټ ساتنې په برخه کې له يو بل سره په سيالۍ اخته دي. افسر له هند سره ښه ويکټ ساتنه نه وه کړې او اکرام له ايرلنډ سره ډېرې منډې نه درلودې.

خو کيڼ لاسى اکرام په نړيوال جام کې له ويسټ انډېز سره ښه وځلېد. ښايي اوس هم د افسر پر ځاى راشي.

خو د افغانستان اوسنى روزونکى انډې موول د افسر ځاځي له لوبو تل خوښ و. ده په ٢٠١٥ کال کې د شهزاد پر ځاى افسر ځاځى نړيوال جام ته غوره کړى و.

په بالېنګ کې راشد د کپتان په توګه، محمد نبي او يامين احمدزى په لوبډله کې ځاى لري.

د پاتې دوو برخو لپاره به خبره ټوله پر دې راټوله وي چې افغانستان يو تېز بالر لوبوي که دوه. که چيرې دوه تېز بالره وي نو له يامين سره ښايي سيد شېرزاد غوره وبلل شي.

د انځور حقوق ACB
Image caption دا د کپتان په توګه د راشد خان لومړنۍ ټسټ لوبه وي

که سيد شېرزاد ولوبول شو بيا نو ظاهر خان د دريم سپېن بالر په توګه په ټيم کې ځاېږي. په دوه ورځنۍ تمريني لوبه کې ظاهر خان پنځه لوبغاړي سوځولي وو، او تر بل هر بالر د ډېرو اورونو وخت ورکړل شوى و.

بل ورو بالر قيس احمد يوازې دوه اورونه کړي وو. دې ته په پام ډېر امکان دغه دى چې ښايي راشد، نبي او ظاهر خان ورو بالران او ورسره يامين او سيد شېرزاد د تېزو بالرانو په توګه ولوبېږي.

بنګله دېش به په کپتان شکېب او مهدي حسن ډېره تکيه کوي، خو د دواړو لوبډلو د بري راز به د دوى د منډه جوړوونکو په برياليتوب پورې تړلى وي.

ورته مطالب