کرېکټ: محمد نبي له ټېسټ لوبو لاس په سر شو

محمد نبي د انځور حقوق ACB
Image caption د افغان کرېکټ بورډ په وينا محمد نبي به په پنځوس اوريزو او شل اوريزو لوبو کې د افغان ملي لوبډلې لپاره لوبېږي

د افغانستان مشهور کرېکټ الرونډر محمد نبي د بنګله دېش پر وړاندې له روانې ټېسټ لوبې وروسته له ټېسټ لوبو تقاعدېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه د دې پخلی کړی او وايي د بنګله دېش پر وړاندې يوازنۍ ټېسټ لوبه به د نوموړي وروستۍ ټېسټ لوبه وي.

د افغان کرېکټ بورډ په وينا محمد نبي به په پنځوس اوريزو او شل اوريزو لوبو کې د افغان ملي لوبډلې لپاره لوبېږي.

محمد نبي د افغان کرېکټ يو ترټولو پېژندل شوی لوبغاړی دی چې له څو کلونو راهيسې د افغانستان لپاره لوبېږي او د نړۍ په بېلابېلو ليګونو کې برخه اخيستې ده.

محمد نبي د هند غوره ليګ تر څنګ د پاکستان غوره ليګ، بېګ بش، د بنګله دېش کرېکټ ليګ او نورو ليګونو کې لوبېدلی دی.

د افغانستان او بنګله دېش لوبه: درېيمه ورځ

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د ټېسټ سياليو پر درېيمه ورځ افغان لوبغاړو ۲۳۷ منډې وکړې او د ورځې تر پايه يې اته لوبغاړي سوځېدلې وو.

بنګله دېش پر درېیمه ورځ په خپله لومړۍ پاڼۍ کې یوازې په ۲۰۵ منډو وسوځېده.

شنبه سهار بنګله دېش خپلې پاڼۍ غځولو ته راووت، خو راشد خان او محمد نبي په چټکۍ سره پاتې دوه لوبغاړي وسوځول او افغانستان ته یې له لومړۍ پاڼۍ وروسته د ۱۳۷ منډو برلاسی ورکړ.

د انځور حقوق ACB
Image caption ابراهیم ځدراڼ او اصغر افغان د ۱۰۸ منډو ملګرتیا وکړه

راشد خان یکشنبه یوې بلې وېکټې په اخیستو په لومړۍ پاڼۍ کې خپلې پنځه وېکټې پوره کړې.‌ محمد نبي هم درې وېکټې واخیستې.‌

ورپسې احسان جنت او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان دویمه پاڼۍ پیل کړه. احسان جنت یو ځل بیا ونه ځلېد او یوازې په ۴ منډو د شکېب الحسن په توپ وسوځېد. په ورپسې بال رحمت شاه هم د شکېب الحسن ښکار شو او په صفر وسوځېدو.‌

حشمت الله شهیدي دویمه پاڼۍ کې هم ډېرې منډې ونکړې او په ۱۲ وسوځېد.‌ یو مهال د افغانستان په ۲۸ منډو ۳ لوبغاړي سوځېدلي وو.

خو اوپنر ابراهیم ځدراڼ له اصغر افغان سره پر وېکټه درېدلې و او دواړه خپلو منځو کې د ۱۰۸ منډو ملګرتیا کړې وه.‌ اصغر افغان دویمه پاڼۍ کې هم خپل پنځوسیزه پوره کړه او په ۵۰ منډو وسوځېد.‌

ابراهیم ځدراڼ چې خپله لومړۍ ټسټ لوبه کوي، په ۸۷ منډو وسوځېد دي.

وروستی حال دا دی چې افغانستان په خپله پاڼۍ کې ۱۶۲ منډې کړې دي‌ او ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.‌ په دې توګه افغانستان پر بنګله دېش د ۲۹۹ منډو برلاسی لري.‌

ورته مطالب