کرېکټ: افغان ۱۹ کلنو له پاکستانه وروسته کویت هم مات کړ

  • 7 سپتمبر 2019 - 16 وږی 1398
کرېکټ د انځور حقوق ACB
Image caption تر نولس کلونو د کم عمره ځوانانو د اسيا جام سياليو په لړ کې کويت د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۸۶ منډو هدف ورکړ.

د ١٩ کلنو په کرېکټ اسيايي جام سیالیو کې افغانستان کویت ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه.

د کویت ۱۹ کلنو لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۰ منډې کړې وې چې افغانستان بیا په خپل وار د درې لوبغاړو په سوځېدو سره یې د لوبې بریا خپله کړه.

تر نولس کلونو د کم عمره ځوانانو د اسيا جام سياليو په لړ کې افغانستان د کویټ پر وړاندې د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه چې کويت لوبډلې په ۲۷،۳ اورونو کې ۸۵ منډې جوړې کړې.

په افغان توپ اچونکو کې شفیق الله غفاري ۳، نوراحمد او فضل الحق دوه ـ دوه او عبدالرحمن یوه ويکټ ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې د افغان لوبډلې یوه تن لوبغاړي فرهان زاخېل په خپل پیر کې ۳۶ منډې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر پنجشنبې په ورځ افغانستان له پاکستان سره لوبه درلوده چې هېواد ته یې په ٨٦ منډو ماتې ورکړې وه.

د افغانستان بله لوبه به روان سپتمبر میاشت کې له هند سره وي.

ورته مطالب