کرېکټ: افغانستان ټسټ لوبه کې بنګله دېش په لوی توپیر مات کړ

کرېکټ د انځور حقوق ACB
Image caption د افغانستان لپاره راشد خان، رحمت شاه، اصغر افغان، ابراهیم ځدراڼ، افسر ځاځي او ظاهر خان ښه لوبه وکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن دوشنبه کوربه هېواد بنګله دېش ته په یوازینۍ ټسټ لوبه کې په ۲۲۴ منډو لویه ماتې ورکړه. د افغانستان کپتان راشد خان په دې لوبه کې ټولټال ۱۱ وېکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

نن دوشنبه بنګله دېش خپله دویمه پاڼۍ په داسې حال کې بیا پیل کړه چې د بریا لپاره ورته ۲۶۲ منډې پکار وې، خو ۶ لوبغاړي یې سوځېدلي وو او افغانستان د بري لپاره باید څلور وېکټې اخیستې وای.

د ورځې ډېری برخه د باران قرباني شوه او لوبه پر وخت پيل نشوه. یو مهال داسې ښکارېده چې ښایي هېڅ لوبه ونشي او لوبه بې له کومې پایلې ختمه شي.

د انځور حقوق ACB
Image caption افغان کپتان راشد خان دې لوبه کې ۱۱ وېکټې واخیستې او ۷۵ منډې یې هم وکړې

خو د چایو تر دمې وروسته باران ودرېد او افغان لوبډلې د بریا په تکل کې توپ اچونه پیل کړه. لومړی ظاهر خان وتوانېد چې د بنګله دېش مهم توپوهونکي په ۴۴ منډو وسوځوي.

له دې سره د افغانستان د بري هیله پیدا شوه. خو د بنګله دېش لپاره سومایا سرکار او مهدي حسن تر لسو نورو اورونو هم پر وېکټه ودرېدل او هڅه یې کوله چې لوبه ډرا یو مساوي شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رحمت شاه او اصغر افغان د افغانستان لپاره ډېرې منډې وکړې

خو د افغان لوبډله کپتان په راتلونکو پنځو اورونو کې د لوبې نقشه بدله کړه او د بنګله دېش پاتې درې لوبغاړي یې یو په بل پسې وسوځول.

په پای کې د بنګله دېش ټوله لوبډله په خپله دویمه پاڼۍ کې په ۱۷۳ منډو وسوځېده او په دې توګه افغانستان دا لوبه په ۲۲۴ منډو وګټله.

راشد خان سربېره پر دې چې د بنګله دېش ۱۱ لوبغاړي یې وسوځول، په دې لوبه کې یې د یوې پنځوسیزې په ګډون ۷۵ منډو هم وکړې، او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

نوموړي تر لوبې وروسته وویل: "دا بریا د ټولې لوبډلې د هڅو له برکته وه. زموږ ځوانان په چټکۍ سره لوبه زده کوي. زموږ توپوهونکي وتوانېدل چې تر ډېره پر وېکټه ودرېږي ".

د انځور حقوق ACB
Image caption محمد نبي خپله وروستۍ ټسټ لوبه کوله او راشد خان خپله د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ده ته ډالۍ کړه

راشد خان د افغان لوبډلې یو بل ستوري محمد نبي په اړه، چې خپله وروستۍ ټسټ لوبه یې کوله، وویل:

"محمد نبي ما ته او نورو افغان ځوانانو ته ډېر څه ور زده کړي دي. زه یې په راتلونکې کې بریا غواړي، او خپل د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه نبي ته ډالۍ کوم ".

له ده پرته په ډې ټسټ لوبه کې رحمت شاه په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۰۲ منډې وکړې. په هماغه پاڼۍ کې اصغر افغان هم په ۹۲ منډو سره د افغانستان د منډو وضعیت ښه کړ.

اصغر افغان په دویمه پاڼۍ کې هم پنځوسیزه پوره کړه. له دوی پرته ځوان توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ په دویمه پاڼۍ کې د افغانستان لپاره ۸۷ منډې وکړې.

افغانستان تر دې دمه ټولټال ۳ ټسټ لوبې کړې دي، چې لومړۍ یې د هند پر وړاندې بایللې وه او دویمه کې یې ایرلنډ ته ماتې ورکړې وه.

د انځور حقوق ACB
Image caption ځوان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ دویمه پاڼئ کې د افغانستان لپاره ۸۷ منډې وکړې

له دې وړاندې یوازې د اسټرالیا کرېکټ لوبډله توانېدلې ده چې په خپلو لومړیو ۳ ټسټ لوبو کې ۲ وګټي.

له دې وروسته به د افغانستان ملي لوبډله پ همدې بنګله دېش کې له کوربه هېواد او زمبابوې سره د شل اوریزه لوبو ټورنامنټ کې برخه اخلي.

د افغانستان لومړۍ لوبه به د روانې سپتمبر میاشتې پر ۱۴ نېټه له زمبابوې سره وي.

له ټسټ لوبې ور هاخوا نن دوشنبه د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله دریمه لوبه هند ته وبایلله. افغانستان دې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له پاکستانه او دویمه هغه یې له کوېټه ګټلې وه.

په دې حسان د ۱۹ کلنونو لوبډله د دې سیالیو نیمه پایلوبو یا سیمې فاینل ته لار موندلې ده. نیمه پایلوبه کې به افغانستان له بنګله دېش او یا هم د شري لنکا له ۱۹ کلنو لوبډلې سره لوبه کوي.

ورته مطالب