راشد خان؛ تر ټولو کم عمره کپتان چې ټسټ لوبه ګټي

د انځور حقوق Getty Images

د بنګله دېش چټاګانګ کې کوربه لوبډلې ته ماتې ور کولو سره د افغان لوبډلې مشر راشد خان د ټېسټ سیالیو تر ټولو کم عمره کپتان وبلل شو.

شل کلن راشد خان له بنګله دېش سره دریمه ټېسټ لوبه کې نه یوازې ۱۱ ویکټې واخیستې، بلکې پنځوسیزه یې هم وکړه.

د نوموړي ښه توپ اچولو او ښه بېټ وهلو سره افغان لوبډلې له بنګله دېش دریمه لوبه په ۲۲۴ منډو وګټله.

له دریمې ټېسټ لوبې مخکې په اوله او دویمه لوبه کې هم افغانستان په ترتیب سره ۳۴۲ او ۲۶۰ منډې جوړې کړې وې، خو ځواب کې بنګله دېش ۲۰۵ او ۱۷۳ منډې کړې وې.

راشد خان د دریمې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې پنځه او دویمه کې شپږ ویکټې واخیستې.

* راشد خان د ۲۰۱۸ کال غوره لوبډله کې ځای وموند

* ورځپاڼې: راشد خان د افغانو ماشومانو لپاره د بریا سمبول دی

راشد خان سربېره پر دې چې د بنګله دېش ۱۱ لوبغاړي یې وسوځول، په دې لوبه کې یې د یوې پنځوسیزې په ګډون ۷۵ منډو هم وکړې، او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

نوموړي تر لوبې وروسته وویل: "دا بریا د ټولې لوبډلې د هڅو له برکته وه. زموږ ځوانان په چټکۍ سره لوبه زده کوي. زموږ توپوهونکي وتوانېدل چې تر ډېره پر وېکټه ودرېږي ".

افغان لوبډلې ته په ۲۰۱۷ کال کې د ټېسټ لوبو حق میلاو شو.

راشد خان روان کال جولای کې د یو ورځنیو، شل اوره او ټېسټ لوبو کپتان وګومارل شو.