د لوبې غوره لوبغاړي ته د جایزې په توګه کلاشنکوف ورکړل شو

د انځور حقوق .
Image caption دغه لوبغاړی ته د ټوپک جایزه د هغې هاکي په سیالیو کې د ځلېدو له کبله ورکړل شوې چې د کنګل پر سر کېږي.

د روسیې یوه لوبغاړي ته د غوره لوبغاړي په توګه د معمول دود خلاف د 'اي کي ۴۷ 'ډوله اتومات ټوپک (کلاشنکوف) جایزه ورکړل شوې ده.

دغه لوبغاړی ته د ټوپک جایزه د هاکي لوبې په هغو سیالیو کې د ځلېدو له کبله ورکړل شوې چې د کنګل پر سر کېږي.

د روسیې دویمې درجې هاکي کلب ایژستال روزونکي لوبډلې ته وویل، د ایژیفسک ښار یوې لوبډلې لپاره دا جایزه مناسب انتخاب دی.

دغه ښار له دې کبله مشهور دی چې کلاشنکوف پکې تولیدېږي چې په نړۍ کې تر ټولو ډېره پېژندل شوې وسله ده.

روزونکي رامیل سیفولین په داسې حال کې چې کلاشنکوف یې پورته نیولی و او له لوبډلشمره یې غوښتل چې غوره لوبغاړی ور وپېژني، وویل:

''زلمو! موږ هم نن یو نوی دود رامنځته کوو. موږ چې د وسلې تولید په یوه ښار کې ژوند کوو، د کلاشنکوف په ښار کې، هر لوبه کې چې تاسې غوره لوبغاړی غوره کوئ، مخکینی غوره بلل شوی لوبغاړی به دا ټوپک ورسپاري. ''

د ښوونکي کلاشنکوف

'له افغان مجاهدینو سره زما سفر'

لوبډلمشر غوره بلل شوي لوبغاړي او ګول ساتونکي سافیلي کونونوف ته د کلاشنکوف له ورسپارلو مخکې د ټوکې په انداز وویل:

''ډزې پرې کولای شو؟ ''

نوموړي داسې حال کې چې ملګرو لوبغاړو یې خندل او لاسونه یې پړکول زیاته کړه:

''بریا مو بختوره شه، خو که ښه لوبه مو و نه کړه، په همدې به وژل کېږو. ''

یوه لوبغاړي وویل:

''د نورو سیمو سیالیو ته به یې څنګه لېږدوو؟ ''

په ځواب کې روزونکي وویل:

''یوه لار به ورته ومومو، بلکې زه خو وایم له لرګیو جوړه بڼه به یې له ځان سره ګرځوو. ''

اړونده مطالب