"کوچني ماشومان مو ډېر ټلویزیون ته مه پرېږدئ"

که څه هم یوې بریتانوۍ روغتیايي محکمې په دې اړه څه نه دي ویلي خو دومره یې ویلي چې له خوبه مخکې باید ټلویزیون ته ونه کتل شي د انځور حقوق Getty Images
Image caption که څه هم یوې بریتانوۍ روغتیايي محکمې په دې اړه څه نه دي ویلي خو دومره یې ویلي چې له خوبه مخکې باید ټلویزیون ته ونه کتل شي

نړېوالې روغتیايي ادارې په خپلې یوې نوې لارښوونه کې ویلي چې له دوو کلونو کم عمره ماشومان ټلویزیون او کمپیوټر ته مه کینوئ.

خو ټلویزیون ته له دوو کلونو زیات ان تر څلورو کلونو پورې ماشومان د یوه ساعت لپاره کیناستلی شي.

د بریتانیا د رایل پوهنتون د ماشومانو د روغتیا څانګه بیا ټینګار کوي چې تر اوسه دا خبره کره نه ده چې د ټلویزیون سکرین ته د ماشومانو ناسته د دوی پر روغتیا منفي اغېز ښندي.

د روغتیا نړېوالې ادارې نوی اصول دا دي چې ماشومان ټلوېزیون ته غلي کیني، یانې د ماشومانو غلي کولو یا بوخت ساتلو لپاره دوی ټیبلیټ، موبایل او یا هم هم ټلویزیون ته کینول کیږي.

په دې سره ماشومان غیر فعاله کېږي چې په نړېواله کچه یې د مړینې لامل شي یا هم د چاغوالي او اختلالاتو لامل یې شي.

دا لومړی ځل دی چې یوه نړېواله روغتیايي اداره د هغه ماشومانو په اړه چې عمرونه له پنځو کلونو کم وي، د دوی بدني حرکات، ناسته پاسته او د دوی د خوب وختونه وڅاري او په اړه یې لارښوونه وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption 'د ناستې وخت دې ښه وکارول شي-د بېلګې په ډول تاسې له ماشومانو سره کتاب ولولئ، په دې سره ماشومان ښه ژبه زده کولی شي.'

ټلوېزیون ته د ماشومانو د ناستې په اړه د نړېوالې روغتیايي ادارې په خبرداري کې راغلي چې ماشومان په بګۍ، د موټر کمربند یا غېږ کې د یوه ساعت لپاره نشئ نیولی.

د روغتیا نړېوالې ادارې خپل دا لارښود د ګلاسکو غونډې ته هم مخ کړي دي.

د روغتیا برخې ته د نړېوالې ادارې لارښوونه

نوي پیدا شوي ماشومانو لپاره:

  • په بدني لحاظ د ورځې په جریان کې یې فعال وساتئ، لږ تر لږه یې د ۳۰ دقیقو لپاره یې د ګېډې پر خوا واچوئ څو یې هاضمه یې سمه شي ۔
  • د ټلویزیون ترمخ یې هېڅکله غلی مه پریږدئ.
  • د نوي پیدا شوي ماشوم لپاره په ورځ کې له ۱۴ څخه تر ۱۷ ساعتنو پورې خوب ورکړئ څو ۱۱ میاشتنی شي بیا نو د خوب وخت یې له ۱۲ څخه تر ۱۶ وغځوئ۔
  • ماشومان باید په دوامداره توګه د یو ساعت څخه زیات پر څوکۍ کښېننول شي.

د یوه یا دوو کلونو ماشومانو لپاره

  • لږ تر لږه په درېیو ساعتونو کې یو بدني ورزش.
  • له یوه کاله کم عمره ماشومان باید مخامخ تلویزون ته کښېنه‌نول شي خو له دوو کلونو پورته بیا ټلوېزیون ته کیناستلی شي.
  • په ورځ کې له ۱۱ څخه تر ۱۴ ساعتونو پورې باید خوب ولري.
  • له یوه ساعت څخه زیات یې په یوه ځای مه کینوئ.

له ۳ څخه تر ۴ کلونو ماشومانو لپاره

  • لږ تر لږه یې په یوه نه یو ډول د درېیو ساعتونو لپاره پر بدني ورزش بوخت کړئ.
  • او زیات نه زیات له یوه ساعت څخه ټلویزیون ته ناسته وروټاکئ که له ده هم کم وخت وي نو ښه به وي.
  • په ورځ کې له ۱۰ څخه تر ۱۱ ساعتونو پورې خوب باید ولري.
  • له یوه ساعت څخه زیات یې په یوه ځای مه کینوئ۔

د روغتیا د نړیوال سازمان لارښوونه تر دې دمه د معلوماتو پر اساس خپره شوې، خو په دې اړه لا څېړنې نه دي شوي چې د ټلوېزیون د زیات کارولو ګټې او یا زیان معلوم کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یو ماشوم ته چې د غلي کولو لپاره ورته غېږ کې ټیبلیټ کېښودل شي، دی ښه وخت نه لري.

په هر صورت، د لارښونې د پلي کوونکو یو غړی ډاکټر خوانا وی لامسم وايي، داسې نه ښکاري چې مخامخ ټلوېزیون ته د ماشومانو ناسته دې کومه ګټه ولري.

'د ناستې وخت دې ښه وکارول شي-د بېلګې په ډول تاسې له ماشومانو سره کتاب ولولئ، په دې سره ماشومان ښه ژبه زده کولی شي.'

یو ماشوم ته چې د غلي کولو لپاره ورته غېږ کې ټیبلیټ کېښودل شي، دی ښه وخت نه لري.

'ماشومانو ته دې د منډې اسانتیاوې یا ورزش کولو زمینه برابره شي او موږ ته په کار دي چې دوی باید خوزنده وساتو.'

داسې ټلویزیوني پروګرامونه چې ماشومانو ته ورزش زده کوي، ښايي سم وي خو دا چې مور او پلار یا یې پالونکی یې چې ترڅنګ وي نو ښه خبره ده.

نور شنونکي څه وايي؟

  • په امریکا کې له ۱۸ میاشتو کم عمره ماشومان نه پریښودل کېږي چې ټلویزیون وکاروي۔
  • په کاناډا کې له دوو کلونو کم عمره ماشومانو ته اجازه نشته چې ټلویزیون وګوري.
  • تر اوسه په برتانیا کې په دې اړه کوم اصول نشته ۔

د بریتانیا د رایل پوهنتون د ماشومانو د روغتیا څانګې ډاکټر میکس ډویوي وايي: ''د روغتیا نړیوال سازمان د خپل وړاندیز شوي لارښود کې داسې څه نه لري چې ټلویزیون کتلو ته مهالویش نه لري.'

'زموږ په څېړنه کې داسې څه مخې ته نه دي راغلي په کوم کې چې ټلویزیون ته د ناستې وخت معلوم کړي.'

دا ستونزمنه ده چې پوه شئ په کومې کورنۍ کې د بېلابېل عمر لرونکي ماشومان وي یو وړوکی ماشوم څنګه کولی شئ چې له ټلویزیون څخه یې منع کړی لکه څنګه چې په لارښوونو کې ویل شوي.

ورته مطالب