شپږیزه کرېکټ: مس عینک او کابل بازانو خپلې لوبې وګټلې

  • 9 اکتوبر 2019 - 17 تله 1398
د انځور حقوق AFghan Cricket Board

د افغان کرېکټ شپږیزې سیالیو لړ کې نن (چهارشنبه) کابل کرېکټ لوبغالي کې لومړۍ لوبه د مس عینک اتلانو او بند امیر ښامارانو لوبډلو تر منځ وشوه، چې مس عینک د نهو منډو په توپیر وګټله.

د مس عينک اتلانو له لوري د پيل توپوهونکو یا اوپنرانو نور علي ځدراڼ (۷۷) او رحمان الله ګربز (۵۶) د ۱۳۴ منډو ملګرتيا وکړه.

مس عينک اتلانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په زیان ۱۹۲ منډې وکړې. د ۱۹۳ منډو هدف ته د رسېدو لړ کې د بند امير ښامارانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په زیان ۱۸۳ منډې وکړې.

د انځور حقوق Afghan Cricket Board

د بند امیر ښامارانو له لوري د شوکت زمان ۵۴، جاوید احمدي ۴۱ او ناصر جمال ۳۹ منډې هم دې کې شاملې وې.

نورعلي ځدراڼ د دې لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو. دې سره مس عینک اتلانو دویمه بریا تر لاسه کړه او بند امیر ښامارانو لوبډلې خپله دویمه لوبه هم وبایلله. په دویمه لوبه کې چې همدې کابل کرېکټ لوبغالي کې وشوه، کابل بازانو او سپین غر زمریانو سیالي وکړه، چې د ۱۷ منډو په توپیر سره کابل بازانو وګټله.

شپږیزه کرېکټ لیګ: کابل بازانو بند امیر په ۳۵ منډو مات کړ

کرېکټ بورډ: 'شپږیزې' ته چمتوالی بشپړ، دوې ورځې وروسته پیلېږي

کابل بازانو په دغه سیالۍ کې لومړی لوبه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۱۲۹ منډې وکړې. کریم جنت د دغې لوبډلې له لوري تر ټولو ډېرې ۴۵ منډې وکړې. په ځوابي لوبه کې د سپين غر زمريانو ټوله لوبډله په ۱۹.۵ اورونو کې وسوځېدله او ۱۱۲ منډې يې وکړې.

د انځور حقوق Afghan Cricket Board

د سپین غر زمریانو له لوري نجيب تره کي ۲۵، کریم صادق ۲۱ او شاهدالله کمال ۱۸ منډې وکړې.

په روانه شپږيزه ليګ کې کابل بازانو لوبډلې په خپلې دويمه سيالۍ کې هم بريا خپله کړه او د افغان کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې د جدول په سر کې ځای لري او د سپين غر زمريانو لوبډلې پرله پسې دويمه ماتې وخوړه.

د کرېکټ بورډ اعلامیه کې ویل شوي، سبا پنجشنبه ګهیځ به شپږمه سيالۍ د امو نهنګانو او بند امير ښامارانو ترمنځ کېږي او له ځايي وخت سره سم به ماسپښین مهال په اوومه لوبه کې بوست ساتونکي او کابل بازان سیالي کوي.

د انځور حقوق AFghan Cricket Board

اړونده مطالب