افغان کرېکټ بورډ وېسټ انډيز سره لوبو ته لوبډلې اعلان کړې

د انځور حقوق AFGHAN CRICKET BOARD

افغان کرېکټ بورډ له ویسټ انډیز سره د یوې ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره د لوبغاړو نومونه اعلان کړي دي. افغان لوبډله به له ویسټ انډیز سیالانو سره درې یوه ورځنۍ، درې شل اوریزې او یوه ټیسټ لوبه وکړي.

افغان کرېکټ بورډ وايي، اصغر افغان، حضرت ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، جاوید احمدي، رحمان الله ګربز، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب ځدراڼ، کریم جنت، شریف الدین اشرف، فرید احمد ملک، یامین احمدزی نوین الحق، سید احمد شیرزاد، او مجیب الرحمان به د لوبډلشمر راشد خان په مشرۍ یوه ورځنیو لوبو کې برخه واخلي او رحمت شاه، افسر ځاځی او اکرام علي خېل به د دې لوبغاړو تر څنګ په یوه ورځنیو کې هم د راشد خان په کپتانۍ د لوبډلې ملګرتیا کوي.

کرېکټ نړیوال جام: ویسټ انډیز افغانستان ته په ۲۳ منډو ماتې ورکړه

کرېکټ: د افغانستان او ویسټ انډیز سیالۍ

د سپورټ ډپلوماسي

دغه درې لوبغاړي به په یوه ورځنیو کې د سید احمد شیرزاد، رحمان الله ګربز، او فرید احمد ملک پر ځای اخیستل کېږي. افغان لوبډله په نړیوالو یوه ورځنیو لوبو کې تر اوسه د ویسټ انډیز له لوبډلې سره ۶ ځله مخامخ شوې چې په دریو لوبو کې یې بریا خپله کړې، په دوو کې یې ماتې لیدلې او یوه لوبه بې پایلې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویسټ انډیز او افغان کرېکټ لوبډلې تر اوسه شپږ ځله مخامخ شوې دي

یوه ورځنۍ لوبې به د نومبر میاشتې له شپږمې تر ۱۱مې نېټې او شل اوریزې به د همدې نومبر میاشتې له ۱۴ تر ۱۷مې پورې کېږي. ټیسټ لوبه به د نومبر له ۲۷ د سمبر تر لومړۍ نېټې دوام وکړي. دغه ټولې لوبې به به د هند اترپردېش په لکهنو کې کېږي.

اړونده مطالب