امریکا کې د حجاب له امله مسلمانه لوبغاړې له لوبو واېستل شوه

امریکا د انځور حقوق FACEBOOK/NOOR ALEXANDRIA ABUKARAM

د امریکا اوهایو ایالت کې د ښوونځي ۱۶ کلنه زدکوونکې د پنځه کیلومتره ځغاستې سیالۍ پای کرښې ته له رسېدو وروسته پوه شوه چې د حجاب له امله د ګټونکو نوملړ کې نه حسابېږي.

دا وايي، یوازې د حجاب له امله دا چلن ور سره شوی، ځکه جامو یې په ګټلو کې مرسته کولی نه شوه.

سیالۍ جوړوونکو نور ابوکرم ته ویلي چې ورزشي لباس یې د دې سیالیو له اصولو سره سم نه و.

خو چارواکو دا موضوع هغه وخت نور ته وویله چې هغه د پنځه کیلومتره سیالۍ له پای کرښې تېره شوې وه.

د دې پېښې اړوند خبرونو یو ځل بیا امریکا کې د تبعیض او اغوستوکو پر قانون بحث را پور ته کړی دی.

* فرانسوۍ محصله: "حجاب زما عقیده ده"

* د ریاض پر سړک بې حجابه او سرتوره سعودۍ پېغله

د اوهایو ایالت د ښوونځیو ورزشي ټولنې ویلي، د دې سیالیو راتلونکي پړاو لپاره د قانون سمون او بیا کتل غواړي، چې د امریکا اساسي قانون کې مذهبي ازادیو سره سمون وخوري.

نور د سیلوانیا نورث ویو ښوونځي د ځغاستونکې په توګه د ښوونځیو ایالتي سیالیو کې ګډون درلود.

د سیالیو جوړوونکو له دې مخکې د هغې حجاب د سیالیو د اغوستوکو قانون خلاف نه و بللی.

نوموړې خپل فیسبوک کې لیکلي: "د سیالۍ جوړوونکو د پنځه کیلومتره سیالیو له پیلېدو مخکې زما د ډلې د یوه کس اغوستوکي ستونزه جوړوونکي وبلل او او اجازه یې ور کړه چې ورزشي چوتی بدل کړي، چې د قانون سره سم شي، خو زما د حجاب په هکله یې هیڅ ونه ویل".

نوموړې وايي، خپل روزنکی یې هم ولید چې د سیالۍ چارواکو سره یې خبرې کولې.

د انځور حقوق FACEBOOK/NOOR ALEXANDRIA ABUKARAM
Image caption نور د سیالۍ پر مهال چې د ګټونکو له نوملړ و اېستل شوه.

نور چې د دې سیالیو پای کې خورا ښه ځلېدلې وه، خو نوم یې د ګټونکو نوملړ کې نه و، ډېره حیرانه وه او یوازې خپلو ملګرو یې ورته ویل چې د حجاب له امله داسې ور سره شوي دي.

هغې بي بي سي ته وویل، داسې مې احساسول چې موټر را باندې تېر شوی او زړه ته په سوک وهل شوې یم:

"دا دې په خاطر نه و چې اغوستوکي مې د ورزشي خوندیتوب له پلوه مناسب نه و، یا تر نورو ځغاستونکو زما اغوستوکي ښه و، ښکاره ده چې حجاب سیالیو کې زما د مخته والي سره مرسته نه کوله... فکر کوم دا یوازې زما د دین سره تبعیض له امله شوي دي".

نور وايي، احساسوي چې سپکه او د نورو په مخ کې سرټیټې کړل شوې ده، ځکه د سیالۍ مسوولانو هیڅ نه دي ورته ویلي.

رپوټونه د نوموړې روزونکی هم تر یوه بریده پړ بولي، ځکه چې له سیالیو مخکې یې د هغې لپاره د مذهبي معافیت غوښتنه نه وه کړې.

خو اوس چې نور د اوهایو ښوونځيو له ورزشي ادارې غوښتنه کړې او دې ادارې منلې، نو له مذهبي معافیت سره د مسلمانو ورزشکارو د ځانګړي پړوني سره سیالیو کې ګډون کولی شي.

اوهایو کې ځايي رسنۍ وايي، که څه هم د دې سیالیو قانون کې د حجاب په هکله ډېر څه نه دي ویل شوي، خو دا پکې شته چې که کومه لوبغاړې د سر پټولو نیت لري، باید له سیالیو مخکې د معافیت غوښتنه وکړي.