کرېکټ: د بنګله دېش پر شکېب الحسن یو کلن بندیز ولګېد

شکېب د انځور حقوق Getty Images
Image caption شکېب الحسن د بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان دی

د کرېکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي نن سه شنبه اعلان وکړ چې د بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې پر کپتان شکېب الحسن یې د فساد په اړه حال نو ویلو په درې جلا قضیو کې یو کلن بندیز لګولی دی. دا قضیې له شري لنکا او زمبابوې سره د ۲۰۱۸ کال لوبو او هماغه کال د هند د کرېکټ غوره ليګ لوبو په اړه دي.

د اي سي سي په لومړۍ پرېکړه کې پر نوموړي دوه کلن بندیز لګېدلی، خو شکېب پر ځان لګېدلي تورونه منلي او له همدې کبله یې یو کال سزا بښل شوې، خو د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر تر پایه پرې په هر ډول لوبو کې بندیز لګېدلی دی.

د ای سي سي اعلامیه کې راغلي، د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې د بنګله دېش، شري لنکا او زمبابوې ترمنځ د درې اړخیزو سیالیو پر مهال نامالومو کسانو شکېب الحسن سره اړیکه نیولې وه او د فساد یا د لوبو د پایلې د بدلولو وړاندیز یې ورته کړی و، خو شکېب الحسن د دې پېښې په اړه د فساد ضد څانګې ته حال نه و ویلی.

د همدې سیالیو پر مهال یو ځل بیا نامالومو کسانو شکېب الحسن سره اړیکه نیولې او یو ځل بیا یې هغه ته بلنه ورکړې چې فساد وکړي، خو شکېب یو ځل بیا د فساد ضد څانګه نه ده خبره کړې.

دریمه قضیه ۲۰۱۸ کال کې د هند د کرېکټ غوره لیګ یا ای پي اېل د یوې لوبې په اړه ده، چې د سنرایزرس حیدر اباد او کنګز الېون پنجاب ترمنځ شوې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شکېب (له کیڼ لوري لومړی) په ای پي اېل کې د سنرایزرز حیدراباد لپاره لوبه کړې

ای سي سي وایي، د ۲۰۱۸ کال د اپرېل پر ۲۶مه نېټه هم په دې لوبه کې نامالومو کسانو له شکېب نه غوښتي وو چې فساد وکړي، او ده یو ځل بیا د دې پېښې په اړه حال نه و ویلی.

پخپله شکېب الحسن پر خپل انسټاګرام پاڼه لیکلي، په دې خپه دی چې بندیز پرې لګېدلی او د خپلې خوښې لوبه به ونشي کړای، خو دا مني چې د فساد هڅو په اړه یې اړونده څانګې ته حال نه و ویلی.

له کرېکټ سره تړلی د شرطیانو ناقانونه کاروبار د کرېکټ نړیوالې شورا لپاره یو لوی سرخوږی دی. په دې اړه رپوټونه وایي چې هر کال یوازې په هند کې شرطیان د کرېکټ لوبو پر مهال د ملیاردونو ډالرو معاملې کوي.

یو شمېر با نفوذه شرطیان له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې د ملي لوبډلو او کلبونو لوبغاړو سره اړیکه ونیسي، او د پیسو په بدل کې له هغوی وغواړي چې خرابه لوبه وکړي، او یا هم د دوی په خوښه د لوبې بڼه بدله کړي.

په دا ډول قضیو کې د نړۍ ګڼو مشهورو لوبغاړو پیسې اخیستې دي او فساد یې کړی، او وروسته یې جرم ثابت شوی او بندیزونه پرې لګېدلي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کسون رجیتا په ۴ اورونو کې ۷۵ منډې ورکړې

کرېکټ سره تړلی یو جلا خبر دا دی چې د شري لنکا د ملي لوبډلې توپ اچوونکي کسون رجیتا په شل اوریزو لوبو کې د تر ټولو خراب بالنګ رېکارد جوړ کړی دی.

د یکشنبې پر ورځ د اسټرالیا او شري لنکا ترمنځ په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې کسون رجیتا په څلورو اورونو کې ۷۵ منډې سیالې لوبډلې ته ورکړې. دا په شل اوریزو لوبو کې د یو بالر لخوا تر ټولو ډېرې منډې دي چې ورکول کېږي.

په دې سیالۍ کې د اسټرالیا لوبډلې خپلو شل اورونو کې ۲۳۳ منډې وکړې او یوازې دوه وېکټې یې له لاسه ورکړې. په ځواب کې د شري لنکا لوبډلې په خپل وار د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۹ منډې وکړې او د ۱۳۴ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

د اسټرالیايي لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې ډیوېډ وارنر او ارون فیچ کړې وي. وارنر په ۵۶ توپونو سل منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو او فیچ بیا ۶۴ منډې کړې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مکسوېل او وارنر دې لوبه کې د اسټرالیا لپاره د ۱۰۷ منډو ملګرتیا وکړه

بل خوا له شري لانکايي لوبډلې څخه کوشل پریرا ۱۶ منډې او ډشوان شنیکا ۱۷ منډې وکړې.

شري لنکا لوبډله به له اسټرالیا سره دوه نورې شل اوریزې لوبې هم کوي چې دویمه هغه یې سبا چارشنبه او درېیمه یې د جمعې پر ورځ ترسره کېږي.

هېره دې نه وي چې د خراب بالنګ په لړ کې د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان راشد خان هم د یو ورځنیو لوبو تېر نړیوال جام سیالیو کې له انګلنډ سره لوبه کې ۱۱۰ منډې ورکړې وې.

دا د نړیوال جام سیالیو تاریخ کې تر ټولو ډېرې مندې وې چې د یو بالر لخوا ورکړل شوې.

اړونده مطالب

ورته مطالب