د رایو له بیا شمېر سره د دریو ټاکنیزو ټيمونو مخالفت
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د رایو له بیا شمېر سره د دریو ټاکنیزو ټيمونو مخالفت

دریو ټاکنیزو ډلو د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون له هغې پرېکړې سره پرېکون اعلان کړی چې پر بنسټ یې، په ټول افغانستان کې د شاوخوا ۸ زرو محلونو رایې، بیا شمېرل کيږي. د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت او د رحمت الله نیبل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټاکنیزو ډلو، خپلو ټولو څارونکو ته ویلي چې د بیا شمیرلو بهیر ونه څاري خو د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکې ډلې د کمیسیون د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی. نور حال د عصمت بهیر په رپوټ کې.