جاپان کې داسې ورزش چې ښځې ترې منع دي

چاپانۍ ۲۲ کلنه هییوري کان د سومو پهلوانۍ یوه شوقي اتله ده، چې ښځې پکې لاهم له مسلکي سیالیو منع دي.

هییوري هیله منه ده چې د نړۍ د یوه پخواني ورزش قوانین بدل کړي او په سومو کې ښځو ته د غږ حق ورکړي.

د دې کیسه د بې بې سي د سلو ښځو لړۍ برخه وه چې د "سومو وړه اغلې" په نوم فلم یې جایزه وګټله.

هییوري وايي، "زه به یوه سومو ورزشکاره یم، خو کله چې رینګ ته ننوځم، بیا دا راته مهمه نه ده چې ښځه که نر یم."

"کله چې زه په رینګ کې ودرېږم زه یوه ورزشکاره یم." "سومو مې خوشالوي."

مخینه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جاپان کې سومو د نارینه وو ورزش بلل کېږي.

هیوري په لومړني ښوونځي کې سومو پيل کړه.

په لومړیو څو کلونو کې یې ټولو ته ماته ورکړه چې ډېری یې هلکان هم وو.

که څه هم هییوري د خپل هیواد یوه له تکړه روزشکارو ده خو په جاپان کې یوازي نارینه مسلکي پهلواني کولی شي.

نو دا یوازي د یوې شوقي پهلوانې په توګه لوبېدلی شي.

"په جاپان کې د ښځینه سومو ورزشکارو شمېر د ګوتو په حساب دی، دلته د داسي یوه روزونکي موندنه چې زموږ په اړتیاوو پوه شي، یو چلینج دي.

د هغې په خبره، ځکه د ښځو لپاره سخته ده چې په سومو کې پاتې شي:

"مخکي تر دې چې ښځي خپلو لوړو ارمانونو ته ورسېږي، ډېرې یې لاس په سرکېږي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جاپانۍ له رسمي او مسلکي سومو منع دي

د سومو مراسمو ریښه د جاپان په شینتو مذهب کې ده، چې ښځې پکې ناپاکې ګڼل کېږي او په سپېڅلي رینګ کې له ننوتو منع دي.

"جاپانیان فکر کوي چې سومو یوازي د نارینه وو لپاره ده او ښځې باید پهلوانۍ ته زه ښه نه کړي. دا هغه ننګونې دي چې موږ ورسره مخ یو."

هیوري د تمرین پر مهال له نارینه وو سره پهلواني کوي، خو نارینه وو ته ناورته ښځينه کمیس باید په ځان ولري.

"زما هیله دا ده چې زموږ د میني له برکته به په سومو کې توپیري چلن تمام شي، تر څو د سومو ښځینه پهلوانې په اولمپیک کې ونډه واخلي او د نړۍ لروبر کې د خلکو مینه ورسره پیدا کړي."