مسي د سرو زرو شپږم توپ ګټلو سره ریکارډ مات کړ

مسي د انځور حقوق EPA

د بارسلونا لوبغاړي او ګول وهونکي لیونل مسي د شپږم ځل لپاره د طلا یا سروزرو توپ وګاټه او دې سره د نړۍ غوره لوبغاړی شو.

لیونل مسي چې ۳۲ کلن ارجنټاینی دی وروستی ځل یې پر ۲۰۱۵ کال د سرو توپ ګټلی و. هغه د ۲۰۱۸-۱۹ کال د لالیګا موسمي سیالیو کې ۵۴ ګولونه وکړل.

د دغه انعام ګټلو ته لپاره درې کسانو مسي، رونالدو او فن ډایک لاره موندلې وه.

د لېورپول هالنډی لوبغاړی ویرجیل فن دایک په دې ډلبندۍ کې دویم شو.

هغه د لېورپول څلورم لوبغاړی دی چې د ۷ غوره فوټبالرانو ډله کې راځي.

کریسټیانو رونالډو دا ځل ونه توانید چې دغه طلايي توپ وګټي او دریم مقام یې ګټلی. رونالدو له وړاندې پنځه د سرو زرو توپونه لري.

* لنډ، خو سخت ورزش مو وزن کموي

* جاپان کې داسې ورزش چې ښځې ترې منع دي

* ګواردیولا: تر نیمې شپې وړاندې سکس د مسي نه ټپي کېدو راز

د سنیګال سادیومانه چې د لېورپول فوټبال ډلې غړی دی، څلورم مقام یې ګټلی.

د مسي بری په دې مانا دی چې تېرو ۱۱ کلونو کې ټول د سرو توپ ګټونکي د اسپانیا د لوبغاړي دي، چې پکې لوکا مودریچ هم راځي چې تېر کال یې د مسي او رونالډو له خوا د دې جایزې لس کلن انحصار مات کړ.

مسي وروستیو کې د اوه سوم ځل لپاره بارسلونا ته لوبه وکړه.

هغه دې سیالیو کې ۶۱۴ ګولونه کړي او ۳۴ جایزې یې پرې ګټلې چې پکې د لالیګا اتلولي او څلور ځله د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي هم راځي.

فن ډایک چې دویم شوی د مسي او رونالډو په هکله یې وویل:

"هیښوونکی کال و، خو دوه درې لوبغاړي ناعادي دي، ځکه باید ورته درناوی وشي. زه نږدې شوم، خو یو بل څوک له ما ډېر ښه و".

د امریکا د ملي لوبډلې غړې مګان راپینو هم تېره شپه پاریس کې د ښځو د فوټبال د طلا توپ انعام ترلاسه کړ.

د سرو توپ څه دی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د ملي لوبډلې غړې راپینوا د ښځو سرو مډال وګاټه

د سرو توپ هغه جایزه ده چې له ۱۹۵۶ کال راهیسې یې د فرانس فوټبال په نوم فرانسوۍ مجله ور کوي او لومړنی ګټونکی یې انګرېز فوټبالر سټنلي میټیوس دی.

دا جایزه تر ۱۹۹۵ کال یوازې اروپايي لوبغاړو ته ور کول کېده، خو له هغه راهیسې تر ۲۰۰۷ کال ټولو هغو لوبغاړو ته ور کول کېده چې اروپايي فوټبال ډلو کې لوبېدل او بریالي کېدل.

خو له ۲۰۰۷ کال تراوسه د نړۍ ټول لوبغاړي دا ویاړ ترلاسولی شي.

د فرانس فوټبال د لیکوالو ډله ۳۰ کسان دې جایزې ته نوماندوي او له هغه وروسته له ټولې نړۍ خبریالان- مګر له هر هېواد یو خبریال- اصلي ګټونکی غوره کوي.

له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۵ کال فرانس فوټبال او فیفا په ګډه دا جایزه ور کوله، خو پر ۲۰۱۶ فیفا بېله شوه او اوس خپله جایزه لري.